ننګرهار کې د پروني توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي

37
جلال‌اباد (يوسف ظریفي- پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور تپیان شوي دي.

تېره ورځ مازدیګر مهال د ننګرهار په مرکز، سره‌رود او ځینو نورو ولسوالیو کې شدید باران، توپان او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس مولوي سيف‌الله خالد وايي، د تېرې ورځې توپان او باران له امله په جلال‌اباد ښار، سره‌رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي.

هغه دغه راز وويل چې ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا پايې، ونې او کروندې هم زيانمن شوي دي.

ورته مهال، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي پژواک ته وويل، د تېرې ورځې د توپان او باران له امله تر اوسه ۳۳ مړي او ۳۴۷ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، تر تېرې شپې د مړو شمېر ۲۹ و خو څلورو ټپيانو په روغتون کې ساه ورکړه او دغه شمېر ۳۳ ته پورته شو.

بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د سره‌رود یوه اوسېدونکي میرویس پژواک ته وویل، سېلابونو او باران په دې ولسوالۍ کې خلک سخت ځپلي دي.

د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې ګڼو خلکو ته د سېلابونو له امله مرګ‌ژوبله اوښتې او کورونه یې ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

نوموړي له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې سېلابونو په بغلان کې د دروند مالي زیان اړولو ترڅنګ سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.