!په قبایلي سیمو کې د عملیاتو تور پلانونه

احمدشاه ساحل

89
په پښتونخوا کي د پاکستاني پوځ پر مرکزونو روان بریدونه زرګري او جعلي دي. په بله مانا، دا بریدونه خپله د پاکستاني ستراتيژیستانو له لوري پلان سوي، او ممکن په راتلونکو ورځو کي، دې ته ورته نور هم عملي سي. دوی غواړي په قبایلي سیمو کي د عزم استحکام په نوم د خپلو نویو اعلان کړیو عملیاتو د ترسره کېدو لپاره یو ”نرېټيف“ جوړ او عام کړي. یعني هڅه کوي چي هلته خپله مداخله او عملیات خلکو ته یو اشد ضرورت وښيي.
کله چي ”افغانستان“ سقوط سوی نه و، د ټي ټي پي ټوله جنګیالي په پښتنونخوا او قبایلي سیمو کي مېشت وه. خو هغه وخت د پاکستان پوځ د دوی پر ضد عملیات نه ترسره کول. اما اوس چي دوی خپله دا ادعا کوي او وايي، ”د ټي ټي پي جنګیالیو په افغانستان کي پناه اخیستې او له هغه ځایه پر موږ بریدونه کوي“. نو بیا څنګه او په کوم دلیل په قبایلي سیمو کي عملیات کیږي؟ د دوی په وینا، ”ټي ټي پي خو په افغانستان کي ده“ حتا که په قبایلي سیمو کي اوس هم شتون هم ولري، نو شمېر به یې ډېر کم وي. یعني ددې وړ به نه وي چي پر ضد یې دومره لوی عملیات پلان سي. بیا څنګه یو وخت د ټولي ډلي پر ضد عملیات نه کېدل، خو اوس د ډېر کم شمېر جنګیالیو پر ضد عملیات پلانیږي؟ ولي؟ دا ځکه چي اصلي مسله دا نه ده.
اصلاً، مسله تر هغي کچي هم ډېره خطرناکه ده چي خلک یې فکر کوي. ددې عملیاتو په اړه د پښتنو ترمنځ تر ډېره یوازي دا معمول ذهنیت موجود دی چي ګویا د پاکستان اقتصاد خراب سوی، اوس غواړي له دې لاري، ځان نړۍ ته د ترهګرۍ قرباني وښيي او په دې توګه د مرستي په نوم ډالري کڅوړي ترلاسه او بیا بیرته له قبایلو را ووځي. خو کیسه یوازي دومره نه ده. هو، دا هم ددې قضیې یوه برخه ده، اما یوازنۍ برخه یا موخه نه ده. یا په بله اصطلاح، دا یوازي د پاکستان موخه ده، او تر ډېره حده د دې لويي لوبي یو فرعي اړخ دی. اصلاً له دې عملیاتو اصلي او ستراتيژیکي موخي د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې دي چي غواړي په وزیرستان کي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نامه یوه نظامي اډه جوړه او پر اساس یې په سېمه کي خپلي ستراټيژیکي ګټي وساتي. په دې اړه پخوا څو نښي منځته راغلي چي تر ټولو تازه او وروستۍ هغه یې، په تېره جون میاشت کي د امريکا او پاکستان ګډ پوځي تمرینات وه، چي د ترهګرۍ ضد جګړې او تحرکاتو پر وړاندي د پوځي وړتياوو لوړولو په نامه یې ترسره کړل. بله نښه، قبایلي سیمو ته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مائیکل کوریلا راتګ او هلته څېړني وې، چي د روان کال په مې میاشت کي، یعني دوه میاشتي وړاندي یې ترسره کړې. تر دې لا مخکي، د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کي هم د امریکا یو لوړ پوړي پوځي پلاوي د ډيورنډ کرښي په اوږدو کي پرتو سیمو څخه لیدنه وکړه.
که څه هم د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، ویل کیږي په سیمه کي ددې هیواد استخباراتي څار او حضور د پخوا پر پرتله څو چنده زیات سوی، خو ددې سربېره هم امریکايي چارواکي د خپل فزیکي نه شتون له کبله ډاډه نه ښکاري او وېره لري چي د دې تشې څخه په استفادې به په سیمه کي د امریکا دوه ستر سیالان، روسیه او چین د خپل نفوذ د پراخېدو هڅي وکړي.
ددې هر څه د رامنځته کېدو لپاره څو پړاوونه دي چي یو یو به یې ترسره کیږي. په لومړي پړاو کي ممکن د پاکستان پوځ د ټي ټي پي سره په جګړه کي د ماتې یو تمثل وکړي او ډېر ژر بیرته راوګرځي. سیمه به په بشپړه توګه ټي ټي ټي او ملګرو ډلو ته یې پرېږدي. دا هغه پړاو دی چي پر قبایلي او ځينو نورو سیمو به د اسلامي نظام تر نامه لاندي یو حکومت اعلانیږي، او په ډيري تیزۍ سره به په یادو سیمو کي په یو شمېر پلان سویو کړنو لاس پوري کوي، چي یوه یې د ملتپالني د هغو بوټو کښل دي چي په تېرو څو کلونو تازه په دې سیمو کي را زرغونه سوي دي. د پاکستان له موخو یوه همدا ده. دا به په حقیقت کي پر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو باندي یو تیاره پېر وي چي تیریږي، او اغېرې به یې تر ډېره پاتي وي.
تر دې وروسته به په دوهم پړاو کي د امریکا په مستقیم ملاتړ د پاکستان پوځ د قبایلي سیمو څخه د ”دهشتګردو“ د شړلو اصلي عملیات پیلوي، او هغوی به شړي او لمنځه وړي، خو ځای به یي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم د امریکا یوې نظامي اډې ته پرېږدي.
په هر صورت، پر لر وطن د توقع خلاف، سخت او ډېر بد حالات راتلونکي دي. سړی چي د پښتنو فعلي برباد او کمزوري وضعیت ته ګوري، له ډاره یې د ځان سره هم نه سي تحلیلولی. ځکه د دوی اوسني پاشلي او تقسیم وجود ته په کتو، ډېر واضح ښکاري چي د دې لوبي مخنیوی نه سي کولی او حتمي ده چي قرباني کیږي به. بله خبره دا ده چي، ددې هر څه د بریالي ترسره کېدو لپاره، د پاکستان ریاست بیا بیا هڅه کوي چي منظور پښتین او په ټوله کي پښتانه بوخت وساتي او پرېنږدي چي تمرکز یې یوازي د (جي ایچ کیو) پر اقداماتو سي. د همدې لپاره یې د ګیله من د شهادت په څېر، یوه لویه غميزه رامنځته کړه. دوی پوهیږي چي په تېرو شپږو کلونو کي د منظور او نورو ملتپالانو په هڅو پښتانه بیداره سوي او په اسانۍ سره، دې هر څه ته د ترسره کېدو، اجازه نه ورکوي.
پښتانه باید پوه سي چي ددې بې رحمي لوبي مخنیوی پرته له یووالي او متحد کېدو، شوني نه دی. ټول ګوندونه او پارټۍ باید خپلمنځي اختلافات څنګ ته کړي، او په اوس وخت کي یوازي پر یوه ګډ او مشترک روایت چي د پښتون ژوند او خیر دی، راټول سي. ددې سربېره عام ولسونه باید په هیڅ صورت پرېنږي چي پر خاوره یې د امریکا نظامي اډه جوړه سي. دا که په هر هدف وي، پښتون قام ته یې په اوږد مهال کي درانه زیانونه رسیږي. دا به پر پښتانه خاوره د افراطیت د لا ډېرېدو لامل سي، او په پایله کي به یې جګړه له نیمي پېړۍ څخه تر بشپړي پېړۍ پوري ورسیږي.
لهذا؛ غوره ده، سل ځله غوره ده چي په هغه ملي پاڅون کي شهید سې چي موخه یې د خپلي خاوري څخه دفاع وي، تر دې چي وروسته په دې جرم ووژل سې چي ته یا ورور دې ولي د امریکايي نظامي اډې ترڅنګ لیدل سوي یاست؟ حتا، که امریکا اډه هم نه جوړوي، باید پر خپلي خاوري نه یوازي د پاکستاني ځواکونو د زرګري او ډالري عملیاتو مخه ونیسی، بلکي د شر او فساد د هغو ټولو ډلو پر خلاف ودریږئ چي موخه یې ستاسو د بچو راتلونکې بربادول وي.
پښتنو! یو سئ او په ګډه د خپلي خاوري دفاع وکړئ!
Kan være et bilde av 6 personer
Kan være et bilde av kart og tekst
Kan være et bilde av 3 personer og tekst

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.