چې په تا باندې مین شوم
ناآشنا ژبې مې زده کړې
نیمه شپه دجیرجیرکو په سندرو ټول پوهیږم
چې په تا یم مین شوی
دیوې ګلابي پیغلې سرې مڼې ته مې هم غاښ وروړی نه دی
نه مې هم دچاله سترګونه یوغړپ شراب نوشلي
نه مې هم دچا دلاس مړاوې تودوخه
ددې ګوتوپه سرونو رالوشلی
نه خوهم په جای نماز دچا دسیوري
دچامخ ته په رکوع یم لمبه شوی
* * * * *
دغه سپينې تیږې ګورې ؟
داپخوا تورې عُقدې وې
په رڼا دنسترن مې ټولې رنګ کړې
دې پښو ته مې لږ ځيرشه !
ستا د لارې هر ازغی پکې یو یو دی راشین شوی
چې په تایم مین شوی
ټول پورونه مې خپل خلکوته بخښلي
چې هریو پرې معشوقې ته سرې جامې او رانجه واخلي
خپل قاتل مې له زندان څخه راوایست
یوسورګل اوسپين آس مې ورله ورکړچې یوچا باندې مین شي .
دکوترو دې خدای مل شي
ما وزرې دشاهین وروګنډلې
اودباز دپښو کولپ مې هم ورمات کړ
* * * * *
چې په تا باندې مین شوم دامې زده کړل
څنګه واغوندم اورونه ؟
څنګه پریولم په اسیدو خپلې دنګې خنداګانې
څنګه وبښمه خلک بې منته ؟
دپښتو له کتابومې دکسات برخې قیچي کړې
مادعشق په بوډۍ خاورې ځانته نوی ملیت جوړ کړ
ما یونوی نیالګی کیښود
دمیوې په ځای به راوړي
ستا دشونډو له تودوخې جوړې شوې سپينې ګوړې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جیرجیرک : دملخ په څیر یوه حشره ده دشپې له خوا سندرې وايي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.