روسیه: ناټو دې له ختیځې اروپا وځي او د توغندیو ځای پرځای کول دې محدود کړي

675

روسیې په امنیتي چارو کې له ناټو څخه یو شمیر غوښتنې کړي دي، چې په هغو کې د دې ائتلاف د نه پراخولو غوښتنه هم شامله ده. روسیه غواړي پر دې موضوع عاجلې خبرې وکړي، خو د دې امکان کم دی چې ناټو به د مسکو دغه فهرست ومني.    

روسیې د یوکراین پر سرحد د کړکیچ کمولو له پاره د جمعې په ورځ ناټو او امریکا ته ځینې وړاندیزونه کړي دي او ویلي یي دي چې د اړیکو د نورماله کولو له پاره یي عملي کول اړین دي.

دغه نوی پرمختګ په داسې یو وخت کې شوی دی چې پر اوکراین د پوځي برید او له سپينې روسیې سره د اروپايي اتحادیي پر بهرني سرحد د جنګي فعالیتونو د انديښنو په سبب د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ کړکیچ مخ پر ډیریدو دی.

د روسیې د غوښتنو اړوند اسناد د اونۍ په پیل کې امریکا او ناټو ته وړاندې کړای شوي وو. په نړیواله دیپلوماسۍ کې پر تړونونو تر توافق مخکې د خبرو پر مهال د هغو خپرول یو غیر معمول اقدام دی.

روسیه څه غواړي؟

روسیه د اوکراین په شمول ختیځه اروپا، قفقاز او منځنۍ آسیا کې د ناټو د پوځي فعالیتونو ختمیدل غواړي. د هغې غوښتنه دا ده چې د ناټو په غړیتوب کې دې لا زیاته پراختیا نه رامنځته کیږي، په ځانګړي توګه اوکراین دې په دې ائتلاف کې نه شامليږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګئې ریابکوف وویل »واشنګټن او متحدین یې باید خصمانه اقدامات د هغو له جملې څخه نا اعلان شوي مانورې…. د کیشتیو او الوتکو مانورې په عاجل ډول بندې کړي.«

د روسیې د غوښتنې مطابق امریکا باید له دغو هیوادونو سره له هر ډول نظامي همکارۍ څخه ډډه وکړي. په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال د پخواني شوروي اتحاد پورې مربوطو هېوادونو ازبکستان او قرغیزستان جمهوریتونو کې موجودو پوځي اډو د واشنګټن له پاره مهم نقش درلود.

روسیې د ناټو پوځي ائتلاف له غړو غوښتي دي چې د نوموړي ائتلاف له لا زیات پراخولو او د اروپا په ختیځ کې د توغندیو له ځای پرځای کولو څخه دې ډډه وکړي.

د روسیې په خبره ناټو باید ژمنه وکړي چې د «اوکراین یا د ختیځې اروپا په ټولو هیوادونو، جنوبي قفقاز او مرکزي آسیا کې به هیڅ ډول نظامي عملیات نه ترسره کوي.» د روسیې په خبره د ختیځ پر لور د ناټو احتمالي توسعه د مسکو له پاره سره کرښه ده.

ریابکوف وویل چې روسیه سر له همدا شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه) ورځې څخه په عاجل ډول خبرو اترو پيلولو ته تیاره ده او ژنیف د خبرو اترو د ځای له پاره وړاندیز کوي.

د ناټو غبرګون

امریکا واضحه کړې ده چې تر کوم ځایه چې د ناټو د غړیتوب خبره ده، روسیه په دې کې هیڅ رول نه لري او زیاته کړې یې ده چې دغه هیواد به په دې هکله له اروپا سره تر سلا مشورې پرته مذاکرات ونه کړي.

د سپينې ماڼې مطبوعاتي ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل :«ټول هیوادونه بې له بهرنۍ مداخلې څخه د خپل راتلونکي او خارجي دیپلوماسۍ د ټاکلو د پریکړې حق لري.»

د ناټو عمومي مونشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د ناټو ۳۰ غړو هیوادونو «واضحه کړې ده چې که روسیه د کړکیچ د کمولو له پاره جدي اقدامات وکړي، نو مونږ د اعتماد سازۍ اقداماتو د مستحکم کولو له پاره کار کولو ته تیار يو.»

د ناټو دیپلوماتانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې مسکو د ناټو تړون د توسعې د ویتو کولو حق نه لري. د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکاس جیسینا وویل: «روسیه د ناټو غړې نه ده او د ناټو اړوندو معاملاتو په هکله د پریکړې حق هم نه لري.»

دویچه ویله/پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.