د عربستان په رهبرۍ پوځي ائتلاف د صنعا پر هوایي ډګر برید کړی

349

د سعودي عربستان په رهبرۍ پوځي ائتلاف د صنعا نړیوال هوایي ډګر د توغندیو په وسیله په نخښه کړی دی. د دغه ائتلاف په خبره له دې هوايي ډګر څخه د سعودي پر ضد د پوځي اهدافو په موخه استفاده کیدله.

رویټرز خبري آژانس د یمن د دولتي رسنیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د دوشنبې (۲۰۲۱م کال د دسمبر۲۰ نېټه) په ورځ د یمن د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر په توغندیو ویشتلی دی.

د دغه خبر پر اساس تر برید مخکې له غیر نظامیانو، د هغو له جملې څخه له نړیوالو او بشردوستانه سازمانونو څخه غوښتل شوي وو، څو په عاجل ډول له هوایي ډګر څخه دې ووځي، ځکه په خبره یي د سعودي عربستان په رهبرۍ ائتلاف اراده لري چې د حوثیانو د ګواښونو په مقابل کې د قانوني اهدافو پر وړاندې بریدونو لاس پورې کړي.

د سعودي په رهبرۍ ائتلاف په خبره د صنعا له هوایي ډګرڅخه د سعودي عربستان پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له پاره استفاده کیدله. په هغه بیانیه کې چې د دغه پوځي ائتلاف له خوا خپره شوې ده راغلي دي: «دغه عملیات له سرحد څخه د باندې بریدونو تر سره کولو له پاره د هوایي ډګرونو له امکاناتو څخه د استفادې او ګواښونو په ځواب کې ترسره کیږي.»

د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې شپږ سایټونه هدف ګرځول شوي دي، د هغو له جملې څخه هغه ځایونه چې له هغو څخه به د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو، د بې پيلوټه الوتکو د پرسونل د روزنې، د روزونکو استوګنځایونو او د دغو الوتکو د ساتنې له پاره استفاده کیدله.

د هغه په خبره د دغو اهدافو لمنځه وړل به د دغه هوایي ډګر پر عملیاتي ظرفیت، هوايي مدیریت، هوایي ترافیک او ځمکنیو عملیاتو «هیڅ تاثیر» ونه کړي.

د اووه کلنې جګړې په اوږدو کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله په سعودي عربستان کې اهداف په نخښه کړي دي، د هغو له جملې څخه په بقیق او حقل خریص کې د سعودي عربستان اړوند آرامکو شرکت پر تاسیساتو له بریدونو څخه یادونه کولی شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ډیر شمیر هوایي بریدونو په ترڅ کې په یمن کې دننه د حوثیانو سنګرونه په نښه کړي دي.

ائتلاف د یکشنبې په ورځ هم خبر ورکړی و چې یوه بې پيلوټه الوتکه یې را نسکوره کړې ده چې د صنعا له هوایي ډګر څخه یي پرواز کړی و.

د سعودي عربستان د رپوټ پر بنسټ دغه ډرون اراده درلودله چې د یمن سرحد ته نږدې په جیزان سیمه کې د ملک عبدالله پر هوایي ډګر برید وکړي.

اسوشیټډ پرس خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان د یوه چارواکي په نقل رپوټ ورکړی دی چې حوثیانو په راتلونکو څو ورځو کې ټول بشر دوستانه پروازونه لغوه کړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.