د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندیز سوی هغه پریکړه لیک په مطلق اکثریت سره تصویب کړی چي له افغانستان سره بشري مرستې آسانوي. طالبانو هم دا ګام ستایلی دی.
په دغه پریکړه لیک کي چې د امنيت شورا له خوا د چهار شنبې په ورځ تصويب سو، راغلي:«د پیسو ورکول، نوري مالي شتمنۍ یا اقتصادي منابع او ددغو مرستو د پر وخت رسولو په اړه د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره، د اړتیا وړ توکو او خدماتو چمتو کول اجازه لري.» په پریکړه لیک کي زیاته سوې چي دغه مرستي «په افغانستان کي له لومړنیو بشري اړتیاو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو په تړاو بڼسټونو باندي وضع سوي تعزیرات نه نقضوي.»
د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا له د دې قطعنامې تصويب د «يوه ښه ګام» په توګه ستايلی چې له افغانستان سره بشري مرستې آسانوي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وويل: «موږ دا ګام ستایوو ځکه چې دا له د افغانستان له اقتصادي وضعيت سره مرسته کولی سي.» نوموړي زياته کړه چې دی تمه لري چې نړيواله ټولنه به پر دوی د نورو لګول شويو بندیزونو د لغوه کولو له پاره هم خپلې هلې ځلې «گړندۍ» کړي.
له هغه وخت راهیسي چي طالبان د اگست په نیمایی کي واک ته رسیدلی او متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک له شتمنیو څخه ۹،۵ میلیارد ډالر کنگل کړي، نړیواله ټولنه په دې هڅه کي ده چي په افغانستان کي د اقتصادي سقوط په درشل کي له یوه بشري ناورین څخه مخنیوی وکړي.
د متحده ایالاتو مخکینی پریکړه لیک چې د ځینو تحریمونو د معافیت د اجازه ورکولو په لټه کي وو خو چین او روسیې چی د امنیت د شورا دایمي غړي او د ویتو حق درلودونکي دي، هغه رد کړی دی.
په ملگرو ملتو کي د چین سفیر، ژانگ جون د دوشنبه په ورځ په یوه تویت کي وویل:« بشري او حیاتي مرستي باید پرته له هیڅ ډول خنډ څخه د افغانستان خلکو ته ورسیږي.»
واشنگتن د خپلو اروپایی متحدینو او هند د رضایت د جلبولو له پاره ددغه پریکړه لیک د اعتبار موده د یوه کال له پاره محدوده کړه. ددغه پریکړه لیک له پاره په مخکینۍ مسوده کي مشخص وخت په پام کی نه وو نیول سوی. همدارنگه په دغه پریکړه لیک کي د مرستو پر هدف باندي دقیق کنترول ته هم اشاره سوې ده.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.