څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري

1,276

ډېری انسانان په دې اند دي چې نن ورځ څنګه ژوند وکړي، د خوشحاله ژوند تمه لري، خو هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي، چې د راتلونکي لپاره باید پیسې سپما کړي، کله چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یا له کومې بلې ستونزې سره مخ شي، دومره  غریب شي چې د خوراک لپاره هم کوم څه نه لري، نو د دې لپاره چې له داسې حالت څخه ځان وژغورو، باید له خپلې میاشتنۍ تنخوا څخه لږ پیسې لرې کړو او د راتلونکي لپاره یې وساتوو.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه کولای شو پیسې سپما کړو او په راتلونکې کې د خپلو ستونزو د حل لپاره ورڅخه کار واخلو.

که تاسو هم غواړئ په دې اړه معلومات تر لاسه کړئ، چې څنګه خپلې پیسې سپما کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له بانکي کارت څخه ګټه مه اخلئ! 

له بانکي کارت څخه ګټه اخیستل د دې لامل کېږي، چې تاسو له اندازې څخه زیات شیان واخلئ، ځکه تاسو خپلې پیسې نه وینئ چې څومره پیسې مو مصرف کړې دي، نو ښه به وي چې تاسو په خپله بټوه کې نغدې پیسې ولرئ او د توکو د اخیستلو پر مهال له همدې پیسو څخه ګټه واخلئ، کله چې تاسو له خپلو نغدو پیسو څخه ګټه اخلئ تاسو ته ښکاري چې څومره پیسې مو مصرف کړې دي او څومره درسره پاتې دي او د خپلو پیسو په اندازې توکي اخلئ.

 

۲. همدا اوس یې پیل کړئ!

ډېری کسان د دې لپاره پرمختګ نه کوي، چې په هر کار کې ځنډ کوي، وایي سبا به یې پیل کړم، که تاسو هم همداسې یاست، نو ځان ته بدلون ورکړئ او له همدې نن ورځې څخه د خپلو پیسو سپما پیل کړئ.

 

۳. افراط مه کوئ!

د ځینو کسان عادت وي، داسې توکي اخلي چې هېڅ ورته اړتیا نه لري، داسې کسان هېڅکله نه شي کولای خپلې پیسې سپما کړي، تل خپلې پیسې په بې ځایه شیانو مصرفوي، نو ښه ده چې د داسې شیانو له اخیستلو څخه ځان وساتوو چې اړتیا ورته نه لرو.

 

۴. د تنخوا په کچې مو پیسې سپما کړئ!

تاسو باید د خپل لګښت لپاره یو منظم مهال وېش ولرئ، یعنې له خپلې تنخوا څخه هم د کور لپاره پیسې لرې کړئ او هم د راتلونکي لپاره یو څه پیسې سپما کړئ.

 

۵. د کتاب اخیستلو پرځای له کتابتون څخه ګټه واخلئ!

مطالعه یوه ګټوره کړنه ده، خو د دې لپاره چې خپلې پیسې سپما کړو باید د کتاب له اخیستلو څخه ډډه وکړو او پر ځای یې کتابتون ته لاړ شوو او هلته د خپلې خوښې کتابونه په وړیا توګه مطالعه کړو.

 

۶. په اونۍ کې یوه ورځ باید پرته له لګښت څخه ولرئ!

تاسو باید ځان داسې عادت کړئ، چې په اونۍ کې یوه ورځ باید هېڅ لګښت ونه لرئ او د پیسو له هر ډول لګښتونو ځان لرې وساتئ او د کورنۍ تر څنګ مو په خپل کور کې و اوسئ.

 

۷. د سودا اخیستلو لپاره نوملړ جوړ کړئ!

د نوملړ په جوړلو سره هم کولای شئ، چې د پیسو له ډېر لګښت څخه ځان لرې وساتئ، ځکه تاسو هغه توکي اخلئ چې لیکلي مو دي او د اضافي توکو له اخیستلو څخه ډډه کوئ.

د یادو کړونو سربېره موږ د ځینو نورو کړنو په ترسره کولو سره هم خپلې پیسې سپما کولای شو لکه، د ډالۍ ورکول باید کم کړو، د تخفیف شیان واخلو، له داسې مارکېټونو څخه خپل د اړتیا وړ توکي لکه جامې، بوټونه، د کور شیان او داسې نور شیان واخلو چې ارزانه وي، ځکه داسې مارکېټونه هم شته چې کرایه یې ډېره وي، دوکانداران د کرایې پوره کولو لپاره د نورو مارکېټونو په پرتله خپل توکي په دوه برابره لوړه بیه خرڅوي، نو اړینه نه ده چې موږ له داسې ځایونو څخه د خپلې اړتیا وړ توکي واخلو، باید له داسې ځایونو څخه یې واخلو چې بیه یې زموږ د تنخوا سره سمه وي او اخیستل یې راته شوني وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.