د زده کړې اقسام

لیکنه: محمد شفیق شرفزی

1,485
د زده کړې اقسام او درجه بندي
ښوونه او روزنه یو داسې عمل دی، چې په ذریعه یې دانسان په پوهه، مهارت او کړوړو کې مثبت بدلون راځي. ښوونه او روزنه مختلف اړخونه لري او په رنګارنګ طریقو سره په لاره اچول کېږي او مشمولین یې هم مختلف وي، خو مقصد یې تل یو وي.
 د ښوونې او روزنې اقسام
ښوونه او روزنه (تعلیم) یو لوی او جامع کلمه ده، چې تل د یو هدف لپاره په لاره اچول کېږي، خو د زده کولو او ښوولو بڼه یې یوله بله سره توپیر لري او هم په هر هېواد کې مختلف وي.
تعلیم په کلي ډول پر دوه برخو ویشلی شو؛ رسمي او غېر رسمي تعلیم.
رسمي زده کړې هغه زده کړو ته ویل کېږي، چې په رسمي مراکزو کې ترسره شي. منظم شکل، ارادي بڼه او په باقاعده ډول د یو منظم پلان له مخې تدریس شي.
غېر رسمي زده کړې داسې زده کړې دی، چې ارادي او منظم وي خو له رسمي دایرې څخه دباندې وي، فلهذا، دلته کوم قانون موجود نه وي او دولتي تداخل پکې ډېر نه وي. دغه تعلیم د یو تصدیق له مخې پېژندلی شو، کوم رسمي مسلکي بها نه لري. غېر رسمي تعلیم تل او د ژوند په هر عمر کې ترلاسه کولی شو، د تعلیمي ادارو پرځای په شخصي ځایونو او ټولنه  کې هم ترسره کېدی شي. د عمر او تعلیمي سطحې مطابق ښوونې او روزنې ته باضابطه تعلیم هم ویلی شو.
ښوونځي ته له تلو وړاندې زده کړې (پري سکول)
ابتدایي زده کړو د حاصلولو لپاره ماشوم ښوونځي ته لېږل ضرور نه دي، دغه تعلیم لکه څنګه، چې له نومه یې جوتېږي معمولاً د دوه کلونو څخه تر شپږ کلونو پورې وي او ماشوم په کور کې روزل کېږي. دلته والدین ماشوم ته هغه څه ور زده کوي، چې کله ماشوم له کوره ټولنې ته وځي د رنګارنګ خلکو سره مخ کېږي نو د کور روزنه ورته جرأت او شخصیت ورکوي، په کمکي عمر کې د کور څخه د بیروني نړۍ جوړښت او د خبرو اترو مهارت زده کوي.
ابتدایي زده کړې 
ابتدایي تعلیم ته په افغانستان کې اصول صنفې هم وایي کوم چې له شپږ یا اوه کلنۍ څخه پیلېږي، چې په مکمل ډول د دولت لخوا وړیا پرمخ وړل کېږي. البته افغانستان کې ماشوم په اوه کلنۍ کې په ښوونځي کې شاملېږي، خو په ځینو هېوادونو کې په پنځه او شپږ کلنۍ کې ماشوم په ښوونځي کې شاملوي. د هر هېواد د زده کړې سیستم فرق کوي.
متوسطه زده کړې 
دغه نوعه زده کړې د څلورم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې وي، چې دا هم د دولت لخوا وړیا پرمخ وړل کېږي. په نړۍ کې داسې هېوادونه شته، چې له همدې ځایه د زده کوونکو رشته بندي کوي او زده کوونکي مختلفې رشتې ځانته ټاکي لکه طب، انجینري، تجارت، زراعت، پوځ، محاسبه، کمپیوټر ساېنس…، چې زده کوونکي ورته د وړتیا او ذوق مطابق غوره کېږي.
ٍثانوي زده کړې
ثانوي زده کړې، چې د لیسې په دورې هم پېژندل کېږي په افغانستان کې د یو واحد ښوونیز نصاب تر چتر لاندې په وړیا ډول پرمخ وړل کېږي. په نوره نړۍ کې دغه ډول تعلیم ته (میټرک ګرېډ) هم وایي. په مېټرک سیستم کې دا ډول تعلیم پنځه درجې لري.
کیمبرج سیستم
خصوصي تعلیم حاصلوونکي زده کوونکي بلخصوص د افغانستان څخه دباندې لوړو زده کړو زده کوونکي یې غوره کوي. دغه ډول زده کړې زده کوونکي د اتم ټولګي څخه زده کوونکي په خپله خوښه غوره کوي.
لوړې زده کړې 
دا ډول زده کړې په عالي سطحه مسلکي ډول تعلیم ته وایي، چې معمولاً په پوهنتونونو کې ترسره کېږي، چې درې درجې لري لېسانس، ماسټر او دوکتورا بللی شي.
د زده کړو جوړښت (فارمټ)
ښوونه او روزنه معمولاً پر دریو فارمټونو کې تر سره کېږي
آنلائن زده کړې، مخامخ (حضوري زده کړې) او مخلوط زده کړې.
آنلائن زده کړې
آنلائن زده کړې نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ترسره کېږي. دغه ډول زده کړې د هغه خلکو لپاره ډېرې ګټورې وي، چې ډېر وخت ونه لري یا د زده کړو له مرکز څخه ډېر لرې وي.
مخامخ زده کړې
مخامخ زده کړې، چې حضوري زده کړې ورته هم وایي، چې په ټولګي کې په فزیکي ډول موجودیت او حاضري پکې ضروري وي. دې ډول تعلیم ته کلاسیک تعلیم هم وایي.
مخلوط زده کړې 
مخلوط تعلیم هغه زده کړو ته وایي، چې دواړه ډوله زده کړې یانې حضوري او آنلاین بڼه پکې وي.
جسمي تعلیم
جسمي زده کړې داسې زده کړې دي، چې په ښوونځېو کې د سپورټ په مضمون هم شهرت لري، زده کوونکي پدې پوهوي، چې څنګه، کله، او ولې جسمي زده کړې ضروري دي. دا ډول زده کړي عملي او نظري بڼې لري.
رواني زده کړې
دا ډول تعلیم احساساتي ذهانت پورې تړلی دی. ځان پېژندنه، رواني روغتیا،  جذبات او د نورو پر احساساتو پوهېدلو ته احساساتي زده کړې وایي.
اخلاقي زده کړې
دا ډول تعلیم نه یواځې د نورو سره د ښه چال چلند لپاره ضروري دی بلکه ددې لپاره هم ضروري دی، چې موږ څنګه له نورو سره تعامل کوو او واقعات تشرېح کوو.
فکري زده کړې
فکري تعلیم څخه مو مقصد د زده کوونکو خپل علمي صلاحیتونو، یادښتونو، استدلال او تنقیدي رائې لوړولو ته وایي.
ټولنیزې زده کړې
په دغه ډول ښوونه او روزنه کې زده کوونکي دا زده کوي، چې څنګه په ټولنه کې د خلکو سره راشه درشه وکړو او کومې لارې چارې غوره کړو تر څو د ټولنې یو فعال شخص وګرځو.
ځانګړې زده کړې
ځانګړې تعلیم هغه تعلیم ته وایي، چې زده کوونکي یې خاص ضروریتونه ولري دا ډول زده کړې معمولاً ذهني، جسمي او حسي معذورو زده کوونکو ته په لاره اچول کېږي.
مسلکي زده کړې
هغه زده کوونکي چې د یو مسلک سره علاقه ښایي لکه زراعت، لاسي صنایع، برق او… زده کوونکي ورته غوره کېږي په افغانستان کې له نهم ټولګي څخه حرفوي زده کړو ته زده کوونکي غوره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.