د طالبانو د کړنو پرضد په کابل کې د ښځو مظاهره

442

په کابل کې يو شمېر ښځو د پخواني حکومت د امنيتي ځواک د غړيو پر وړاندي د طالبانو د کړنو پرضد مظاهره وکړه. دوی طالب چارواکي د ځينو افغان امنيتي ځواکونو په پټه وژنو تورن کړل.

 

د دغو ښځو شمیر چې شا او خوا ۳۰ ته رسيد، د کابل ښار په زړه کې د يوه مسجد تر څنګ راټولې شوې وې. د فرانسې خبري آژانس ليکلي چې دوی د «عدالت، عدالت» شعار په ورکولو، څو سوه متره لاريون وکړ او بیا د طالبانو له خوا ودرول شوې.

منبع زیاتوي چې طالبانو، خبریالانو ته هم اجازه ورنه کړه چې لاريون تر خبري پوښښ لاندې راولي او وايي چې طالبانو لنډه موده خبریالان توقیف هم کړل، د ځينو عکاسانو وسایل يې ضبط او د هغوی له کمرو څخه يې اخیستلي عکسونه پاک کړل.

طالبانو په اګست مياشت کې قدرت ته تر رسیدو لږ وروسته، پر بې اجازې مظاهرو باندې بنديز ولګاوه او تر اوسه يې په پرله پسې توګه د طالبانو خلاف مظاهرو مخه نیولې ده.

د کابل د سه شنبې ورځې مظاهره «د ځوانانو، په خاص ډول د پخوانيو افغان ځواکونو د په پټه وژنو» په اعتراض کې وه. د مظاهرې ګډونوالو ته د ټولنيزو رسنیو له لارې بلنه ورکړل شوې وه.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Talibanطالبانو له اجازې پرته مظاهرو باندې بنديز لګولی دی

دغه مظاهره داسې وخت شوې چې څو اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو، د بشر حقونو د څار او د بخښني نړیوال سازمان ويلي ول چې داسې معتبرې ادعاوې په اختیار کې لري چې ښيي، واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته، تر سلو ډېر کسان د محکمې له دخالت پرته طالبانو وژلي دي.

د نايره کوهستاني په نوم يوې اعتراض کوونکې وويل: «موږ غواړو نړۍ ته ووایو چې طالبانو ته ووايي وژنې ودروي. موږ آزادي غواړو، موږ عدالت غواړو، موږ انساني حقونه غواړو.»

د ليلا بسام په نوم بلي میرمنې د اعتراض کوونکو پريکړه ليک په لوړ آواز ولوست چې په یوه برخه کې يې راغلي وه، اعتراض کوونکي له طالبانو څخه غواړي چې «خپل د جنايتونو ماشین ودروي.»

په دغه پريکړه ليک کې ادعا شوې ده چې پخواني عسکر او حکومتي کارمندان تر «مخامخ ګواښ» لاندې دي.

مظاهره کوونکو همدارنګه د ښځو اړوند هغو محدودیتونو باندې هم نیوکه وکړه چې افغان مېرمني ورسره د طالبانو له واکمنیدو وروسته مخامخ شوي دي.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauenد کابل د سه شنبې ورځې د مظاهرو يو انځور

د طالبانو په حکومت کې ښځي پر کور کښېنول شوي او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي ښوونځي ته د تلو اجازه لري.

د طالبانو حکومت په خپل وروستي اقدام کې پر ښځو سفري محدودیتونه هم لګولي دي. په دغه امر کې ويل شوي چې ښځې نه شي کولی له محرم پرته اوږده سفرونه وکړي.

میرمن کوهستاني وويل چې د «ښځو حقونه بشري حقونه دي او موږ باید د خپلو حقونو دفاع وکړو.»

طالبانو بیا په دې ډول مواردو کې تل ويلي دي چې دوی د مرموز وژنو او نورو جرمونو په اړه پلټنې کوي. دوی وايي چې عمومي عفوه ېې اعلان کړې او عمل پرې کوي. تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت يوه چارواکي دویچه ويله ته ويلي ول چې ځينې قتلونه د شخصي تربګنيو له مخې کيږي چې دوی په پورې ارتباط نه لري او دوی يې مخالف دي. هغه دا هم وويل چې ځينې دا ډول ادعاوې واقعیت نه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.