د استسقا لمونځ

مرادزی

1,552
د اوبو په لمانځه نه شي اوبخور
ملا نه دی اوبخورۍ له فن خبر
د هېواد ابیاري پوهه پلان غواړي
ملا نه لري پلان، پوهه هنر
د لمانځه په سپېڅلتیا کې څه شک نشته
خو چې لمونځ نه وي سیاست سره ککړ
هغه لمونځ چې د دوکې لپاره کیږي
ولس ته زیات لري له ګټې نه ضرر
د ملا دنده جومات سره تړلې
چیري واک، چیري ملا چیري دفتر
کاشکې ولس ملا ته ووايی چې ولاړ شه
په جومات اوسه تنها د دین رهبر
د دنیا کارونه پریږده اهل کار ته
دین دې وژغوره چې مخ دی په خطر
خو ملا ته لنګه غوا ده دین دا وخت کې
ځان په ګټه يي لوشي ماښام، سهر
کوم خطر چې له ملا اوس دین ته رسي
نه رسیږي له ګمراه، نه له کافر
ملا، دین د خلکو ذهن کې بلا کړه
دین دوزخ شو، جهنم شو، دین سقر
هغه دین چې نوم د سولې، ارامۍ وو
نن فتنه شوه، نن جګړه شوه، نن ټکر
دین یو بېلګه د تورتم او د تیارې شوه
هغه دین چې پخپل وخت وو منور
عدالت، انصاف له دین نه کډه وکړه
هغه څه چې وو د دین ماهیت جوهر
نن د پوهې سره ښکېل دی دین په جنګ کې
دین سنګر شو هم جګړه کې د هنر
دین شمشیر د داموکلس غوندې راځوړ شو
د ملا د مخالف سړي پر سر
د ملا عقیده چیري ده له دینه
چې د ږیرې منځ کې بم وړي تر ممبر
«دین يي دام دی د دنیا په لار کې ایښی«
پرې رااړوي وحشیان او ځناور
د ژوند هيلې له هغې ورځې برباد دي
چې ملا کړ ځان وارث د پیغمبر
د ۲۰۲۱ کال د دېسمبر ۲۸ مه
مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.