د پکتیکا اوسیدونکي: خلک له لوږې مري خو طالبان عشر غواړي

651

د پکتيکا ځيني اوسېدونکي وايي چې طالبان کليو او کورنو ته ورځي او له دوی څخه عشر او ذکات ټولوي، په داسي حال کې چې دوی خپله ډوډۍ نه لري. د طالبانو يو ځايي چارواکی وايي چې «دا د دوی یوه واضیح پالیسي ده چې عشر ټول کړي.»

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul 

واک ته د طالبانو په رسیدو سره په هيواد کې بې کارۍ او بې وزلي ډېره شوي خلک له لوږې سره مخامخ دي او طالبانو بيا په سختو اقتصادي ستوونزو کې راګیر دي او په ځينو ولايتونو کې د خلکو کورونو ته ورځي او د عشر په نوم ترې کرهڼيز محصولات او پيسې ټولوي.

د پکتیکا ولايت ځيني خلک د طالبانو له لورې د عشر ټولو له امله سر ټکوي او وایي چې خپله څه نه لري، خو طالبان ترې عشر غواړي.

د دې ولایت د مرکز ښرنې یوه اوسیدونکي طاهرخان دویچه ویله ته وویل چې طالبانو ټولو دوکاندارانو او د مارکیټونو مالکانو ته خبر لیږلی چې هره میاشت ټاکلې اندازه پیسې د عشر په نوم دوی ته ورکړي.

نوموړی وایي چې د دې ترڅنګ طالبان پر کلیو او کورونو ګرځي او د عشر او زکات په نوم له خلکو چندې او پیسې ټولوي. هغه د خپل کلي د سترګو لیدلې حال بيانوي: «معمولاً طالبان د مازدیګر او ماښام لمانځه پرمهال کلیو ته راځي چې په جومات کې ټول کلیوال موجود وي. زموږ کلي ته راغلل، څلور یا پنځه طالبان ول، د دوکاندارانو نومونه یې یاد کړل چې باید عشر دوی ته ورکړي. بیا یې له کلیوالو وغوښتل چې په کرهڼیزو محصولاتو کې د دوی خپله برخه ده او د دې ترڅنګ ټول باید د اسلامي نظام سره مالي مرسته وکړي».

هغه وایي چې خلک له طالبانو څخه سخته ویره لري او له همدې امله لاس په سینه د هغوی غوښتنه مني او عشر ورکوي.

د ارګون ولسوالۍ یوه اوسیدونکي عبدالله دویچه ویله ته وویل چې طالبان له درو ډلي عشر ټولوي چې یوه یې سوداګر، بل یې د جلغوزو ځنګل لرونکي او بل هم عام خلک دي، چې له دوی ټولو مختلف اندازه پیسې غوښتل کیږي.

نوموړي وویل: «زموږ خپلوان د جلغوزو غرونه لري. طالبان غره ته ورځي او ورته وایي، تر هغې مزدوران کار ته نشی اچولی چې څو د دوی عشر معلوم شوی نه وي، بیا نو مشران حساب کوي او دوی عشر ورته معلوموي.»

عبدالله وایي، د جګړې پرمهال هم طالبانو له خلکو عشر ټولاوه، خو فکر یې کاوه چې قدرت ته د هغوی په رسیدو سره به نه یوازې له دوی عشر نه ټولیږي، بلکې مرسته به هم ورسره کوي. نوموړی زیاتوي چې یو شمېر خلک له طالبانو سره د عشر ورکړې په اړه جنجال کوي خو طالبان په زور ترې عشر اخلي: «موږ طالبانو ته وایو، مخکې تاسې جنګ کولو موږ درسره همکاري کوله خو اوس موږ خپله خوړلو ته څه نه لرو، نو تاسې ته به څه درکړو. تاسې اوس حکومت یئ او ټول قدرت او امکانات درسره دي، باید اوس زموږ سره مرسته وکړئ.»

Afghanistan Khost | Landwirtschaft

د پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي خیرمحمد هم د طالبانو له لورې د عشر ټولو خبره تاییدوي او وایي، خلک له دې حالت سخت ستړي شوې دي. هغه د طالبانو له مشرانو غوښتنه کوي چې په دې سخته بې کارۍ او اقتصادي ستوونزو کې که دوی د خلکو لاسنیوی نشي کولی نو جنګیالي دې هم خلک د عشر او یا په کوم بل نوم نه ځوروي.

د پکتیکا له پاره د طالبانو د والي ویاند ثناالله معصوم له دویچه ویله سره په خبرو کې تاید کړه، چې د عشر او زکات له لارې یې میلیونه افغانۍ عاید راټول کړی دی چې ډېر برخه پیسې د جلغوزیو له محصولاتو ترلاسه شوې دي.

هغه وویل: «دا د افغانستان د اسلامي امارات یوه واضیح پالیسي ده چې عشر ټولوي او دا د شریعت په چوکاټ کې ده، موز د دې پالیسۍ له مخې له خلکو عشر او زکات ټولوو. په پکتیکا کې د عشر عاید مو میلیونونه افغانیو ته رسیږي. سږ مو ډېر عشر جلغوزیو نه ترلاسه کړی، ځکه سږ د جلغوزو قیمت هم زیات وو.»

دغه طالب ویاند وایي چې له خلکو په زور عشر او زکات نه اخلي او خلک په خپله خوښه له دوی سره مرسته کوي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې زکات بې وزلو او غریبو خلکو ته ورکول کیږي نو حکومت څنګه ځان د عشر او زکات مستحق بولي؟ د طالبانو د پکتیکا والي ویاند یې په اړه وویل چې اسلامي امارات د عشر او زکات له پاره خپله یوه لایحه لري: «زموږ د مشرتابه له خوا چې کوم فرمان راغلی دی، واضیح پکې ذکر شوي دي چې د خلکو کار دی، چې چا ته یې ورکوي، موږ یې همداسې ترلاسه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې ټولنې له لورې له افغانستان سره د په ټنونو خوراکي موادو مرستې شوې دي، خو د یو شمېر نورو ولایتونو د اوسیدونکو ترڅنګ د پکتیکا خلکو ته هم دا مرستي تر اوسه نه دي رسیدلي. خلک له طالبانو غواړي چې بې کاري او بې وزلي ډېره ده او طالبان دې د دې پر ځای چې له خلکو یو څه وغواړي باید دوی له خلکو سره مرستې وکړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.