د خيانت تور او دروند بار اوس يواځې د غني په اوږو بار دی

ډاکټر شاه محمود محمودي

865
پخپله بايد په غني خبرى وکړو، ځکه
غني د لويځو ولاياتونو د اوبو لپاره پټ پلانونه جوړ کړل، او په لنډ وخت کې يې عملي کړل
د سياست مدارانو او مافيا بازار ډېر ګرم وو، وکيلان ـ واليان وزيران ـ سفيران ټول مصروف وو
د ايران او پاکستان سفارتونه د دلالانو په ميلمستون بدل شوې وو، هره ورځ به نوې نوې دلالان په نويو جامو کې راټولېدل ، زموږ د پاکې خاورې څخه ټول جراسيم هره ورځ د پاکستان سفارت او يا د ايران سفارت په چاى خونو کې ناست وو .
ايران داوبو د وزارت لپاره د يو ګوډاګي وزير ټاکل حتمي کړل، او همغه ګوډاګي د پارلمان څخه د تايئد ورقه واخسته .
غني د اوبو د تنظيم اداره جوړه کړه، تر څو د ايراني چارواکو څخه په پټه خپلې پروژى عملي کړي.
ايران پلوې وزير بدمعاشي شروع کړه، او تاجک قوم او يا د هرات په نوم سنګر يې جوړ کړ چې ټول جمعيت او د ايران سفارت يې تر شاه ولاړ وو .
غني ورسره زرګري جګړه وکړه، چابهار يې مخ ته کړ ايران په چابهار خوښ و، خو د اوبو لپاره يې ستونی وچ و.
ايرانيانو په کابل کې ډېرې هلې ځلې کولې چې غني بايد د خپل هوډ نه راوګرځوي، کله يې د شيعه پنوم او کله د تاجک پنوم لاريونونه تنظيم کړل.
غني ايران سره دا ځل فرهنګي او کلتورى جګړه پيل کړه، پېغور يې ورکړ، “تاسو لا په پهلوي ژبه خبرې کولې، چې رابعى بلخي پارسي شعر ويلو “.
لږ وخت وروسته ايرانيان پوه شول چې غني شپږيزه ووهله، د کلتوري جګړى شاته يې د اوبو جګړه روانه کړې ده.
داسې ورځ راغله چې غني د سلما بند د کمال خان بند ـ د پاشدان بندونه تمام کړل، او د کجکي بند لپاره يې د نويو توربينونو تابيه ونيوله .
کندهار کې يې د داهلي بند ته د ٤٥٠ مليونو ډالرو بوديجه لاسليک کړه.
ايران ډېر وروسته پوه شه، چې د رابعى بلخي د شعرونو وروستي نظمونه په ترنم بدل شول
غني ولاړو د بدخشان لپاره يې د خپل جوړ شوي پلان لپاره بند جوړ کړ، چې د رباني خېلو او شوراى نظار چپاولګرو لا هم د کوچي او احمدزي پنوم غني ته بدرد ويل.
غني خاين د لويديځ څخه ډاډه شو نو يې مخ شرق ته واړاوه، د کابل سيند لپاره يې د شاتوت پروژه د هند په مالي لګښت تر سروې راوويسته او عملي چارو ته خبره ورسيده
د کابل د څښلو د اوبو لپاره يې پنځه دېرش مليونه ډالره پاس کړل، چې د يو لوى پايپ په وسيله د پنجشير اوبه کابل ته وليږدوي
دپنجشير سيند لپاره يې نور هم زړه کې ډير څه درلودل خو له بده مرغه چې د يو غريب ملک ولسمشر و، حتا په يو مجلس کې يې پوښتنه کړى وه چې د پنجشير د اوبو سرعت زياد دی ، که د کنړ ؟ او دا سرعت څومره دی؟
شاوخوا ناست مسلکي او غير مسلکي کسانو ځواب ورکړی نه وو
د سروبي ددوهم بند لپاره يې بوديجه پاس کړه، چې د شهيد ډاکټر نجيب په وخت کى هم دا پروژه باندى کار شوی وو، خو په هغه وخت کىې يې د مولوي خالص مجاهدينو او رحيم وردګ مخه نيولې وه.
چې بياد کرزي په وخت کې دفاع وزير شو
دکنړ او عليشنګ لپاره يې نه يواځې بندونه نظر کې نيولې وو ، بلکې نورې ډېرې پروژې ورسره ضميمه وې
د ختيځ زون د اوبو تنظيم او کنټرول د غني لپاره داسې وو، لکه په خوب ويده ليوان چې له خوبه راويښ کړې.
پنجاب ـ او د اسلام آباد اسټبلشمنټ چټک غبرګون وښوده، پنجابيان پوهېدل چې ددوى لاس د افغانستان تر تيګې لاندې کېږي ، اوبه او ټرانزيټ دواړه به بيا په اوچت قيمت پلوري.
په اوسط ډول دغه تاوان د پاکستان لپاره د کال تر شلو مليارډو ډالرو اوچت تمامېده، نو پاکستان سره ددى چې ضعيف اقتصاد درلود، خو د غني د پروژو د مخنيوي لپاره يې شايد پنځه سوه مليونه ډالره مصرف کړي وي، تر څو د حکومت په داخل او خارج کې خپلو لاسپوڅو ته د جمهوريت د ړنګولو امر وکړي .
دوى دغه کار وکړ، په کابل کې د پاکستان سفارت لس چنده نه بلکه زرچنده فعال شو، ټولو جاسوسي حلقاتو ته يې د رواني او عملي جګړى امر ورکړ
انګريزانو ته يې هم قناعت ورکړ، او انګريزانو امريکايان قانع کړل، چې افغانستان پاکستان ته وسپاري
زه دا خبره ددى لپاره کووم، چې همدا پاکستان د افغانستان څخه په کال کې د مليارډونو ډالرو ترياکو د انتقال، کښت او توليد پروژه مخته بيايي
که داسى نه وي، نو طالبان ولې ترياک نه بندوي ؟او ولې يې د چرسو د توليد لپاره لارې چارى جوړې کړې ؟
په هر صورت ددغو لوبو قرباني فقط يو کس نده چې زموږ نااهلو هم خوښي ښودلې، چې غني ته د فاسد لقب ورکړل شو.
تر غني ډير د افغانستان وږى ولس متضرر شو، اوس به نور هم وږى وساتل شي، چې نور په ژوند کې د اوبو د تنظيم اداره جوړه نکړاى شي
غني په رښتيا ډير لوى فاسد و، چې د لوګر په دښته کې يې نړيوال نوى ـ عصري او مډرن هوايي ډګر پلان کړ .
غني ځکه فاسد و، چې خوست يې د سيمې په يوه مهم تجارتي او علمي مرکز بدل کړ ، د غني په ډالرو او قرارداد فرانسې طالبانو ته رادار راوليږدول ، تر څو د ملکي هوايي چلند عوايد اوچت کړل شي.
غني نور خيانتونه هم کړي دي چې شايد موږ او نړيوال پرى خبر نه وو، کنه نو پکار وه، چې دويم نه بلکه د فساد اوله درجه لقب يې ورکړې واى .
کچيرى رښتيا هم په خداى باور لرو ـ حقيقت دا شى دی، چې عزت او ذلت ورکول د رب العزت کار دی، نه د حقوق البشر والا
د شاه جهان زوی دې ژوندی وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.