ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د ۵ ميلياردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې

393

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان له پاره د ۵ ميلياردو ډالرو مرستي غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان مشر پر نړيوالو غږ کړی دی چې «د افغانانو پر مخ دروازې مه تړئ.»

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه یوازې د یوه هیواد له پاره تر اوسه پورې تر ټولو لوړه غوښتل شوې مرسته بللې ده.

دغه آژانس له ژنیف څخه ليکلي دي چې ملګرو ملتونو ويلي دي چې ۴ اعشاريه ۴ ميليارده ډالره د افغانستان له پاره اړتیا ده او ۶۲۳ ميلیونه ډالر د هغو ميلیونو افغانانو د سرپناه له پاره ضرورت دی چې د هیواد له سرحدونو بهر دي.

دغه سازمان زیاته کړې ده چې سږکال ۲۲ میلیونه افغانان دننه په افغانستان او ۵ اعشاریه ۷ ميلیونه نور چې پنځو ګاونډیو هیوادونو ته بيځايه شوي دي، حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

«د افغانانو پر مخ دروازې مه تړئ»

د سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مشر، مارتین ګریفيتس وويل: «یوه په ټوله معنی عیاره فاجعه پر لاره ده. زما پيغام عاجل دی. د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ.»

ګریفيتس زياتوي: «زموږ سره مرسته وکړئ او د پراخې لوږې، ناروغيو، خوارځواکۍ او په نهایت کې د مړینو مخنيوی وکړئ.»

Afghanistan, Kabul | Eine Mutter hält ihr 2 Monate altes Baby im Indira Gandhi Kinderkrankenhausم.م. وايي ۱.۱ ميلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه کړيږي، چې په مرستو کې د دغې ناروغۍ درملنه هم شامله ده

د تیرکال اګست مياشتي په نيمايي کې واک ته د طالبان تر رسیدلو راوروسته، افغانستان له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او بې کاري خپل اوج ته رسيدلې ده.

په عین حال کې واشنګټن د افغانستان شتمنۍ بندې کړي او د نړيوالو مرستو بهیر هم په لوړه کچه مختل شوی دی. له دې ټولو سره سره، دغه هیواد له څو لسيزو راهیسې پر له پسې وچکاليو هم ځپلی دی.

ملګري ملتونه غواړي تر څو يې ویجاړ شوي افغانستان ته تر څلويښت کلونو جګړو وروسته یوه راتلونکې وربښلي وي.

د مرستو انتقالات به ګړندي شي

ګريفيتس په ژنیف کې د افغانستان په اړه خبريالانو ته وويل چې له مرستو پرته به «هلته کومه راتلونکې وجود ونه لري.»

نوموړي ټینګار وکړ که چيرته دغه مرسته وشي، مرستندويه سازمانونو سره به افغانستان ته خپل د انتقالاتو خدمات کړندي کړي چې دغه خدمات به د خوراکي موادو رسول، کرهڼيز ملاتړ، روغتيايي خدمات، د خوارځواکۍ درملنه، عاجلې سرپناه ګانې، د څښاک اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی، حفاظت او معارف په بر کې نیسي.

اټکل کيږي چې په ۲۰۲۲م کال کې ۴ اعشاريه ۷ ميلیونه خلک له خوارځواکۍ څخه کړيږي چې په دې ډله کې ۱.۱ ميلیونه ماشومان هم شامل دي چې له ډيرې سختې خوارځواکۍ څخه زوریږي.

Iran Dogharon | UNICEF bringt Medikamente nach Afghanistanافغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې به د دغه سازمان او انجوګانو له طریقه کيږي، «نه د طالبانو له لارې»

د ملګرو ملتونو سازمان مشر وويل چې له بشري مرستو پرته به په افغانستان کې د ناروغيو، مرګ او لوږې کچه لوړه او د لا ډيرو بې ځایه کیدو او مهاجرتونو لړۍ به لا پسې ادامه ولري.

آیا مرستې به د طالبانو له لارې رسول کيږي؟

هغه زیاتوي چې دغه وضعیت ته په کتو د «افغانستان خلک د خپل هیواد په هکله ناهيلي کيږي چې هغه دې د دوی له پاره په اوس او نژدې راتلونکې کې د دوی کور او وګرځي.»

هغه زیاتوي، خو که چیرته نړیوال ډونران اقدام وکړي په هغه صورت کې به «موږ په افغانستان کې نیکمرغي ووينو چې کیدای شي ثمره يې په نهایت کې د خلکو له پاره يو ډول ډاډمنتیا وي.»

ګريفيتس همدارنګه ډاډ څرګند کړ چې د مخکې کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې امنیتي وضعیت بهتر شوی دی او په کابل کې د وزارتونو کارمندان هم څرنګه چې د طالبانو له راتک دمخه ول په هماغه ډير شمیر کې اوس هم موجود دي.

Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Vanافغانستان سره د مرستو یو هدف له دغه هیواده د مهاجرتونو او داخلي بیځایه کیدو مخنیوی ښودل شوی دی

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دغو پیسو به پر ملګرو ملتونو سربیره د ۱۶۰ انجیوګانو یا غیرحکومتي موسساتو له طریقه افغانستان ته مرستي رسول کیږي، خو د طالبانو د ادارې له لارې نه.

د لا ډيرو مهاجرتونو مخنیوی

زیاته شوې چې اوسمهال شاوخوا ۸ میلیونه افغان ماشومان له تعلیمه بې برخې شوي، ځکه د طالبانو له واکمنیدو راهيسي ډېرو ښوونکو ته معاشات نه دي ورکړل شوي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنر، فليپو ګاندي وايي چې د دغو مرستو هدف په افغانستان کې د ثبات رامنځ کیدل او ترڅنګ د داخلي بې ځايه کیدو او بهر ته د لا ډیرو مهاجرتو د مخنيوي له پاره دی.

هغه وايي: «د خلکو وتل به هم په سیمه او هم له سيمې ورهاخوا ډير سخت وي چې مدیریت شي، ځکه دا به په سیمه کې و نه درول شي.»

هغه دغه راز خبرداری وکړ: «که چیرته دغه هڅې بریالۍ نه شي، بیا به موږ راتلونکی کال د ۱۰ ميلیاردو ډالرو غوښتنه کوو، نه د ۵ ميليارده ډالرو.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.