سيګار ویلي دي چې تیر کال يې لا خبرداری ورکړی وو چې له امريکايي مرستي پرته به د افغانستان هوايي ځواک ړنګ شي. دغي ادارې ويلي دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان مخکي يې دغه خبرداری ورکړی وو.
د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي چې د تیر میلادي کال په ترڅ کې هغه مهال چې د امریکا ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړې انخلا اعلان لا نه وو کړی، دغه سازمان د امریکا له روزنې، مرستې او ترمیمي چارو پرته د افغان هوايي ځواکونو د پاشل کیدو خبرداری ورکړی وو. د سیګار له لوري چمتو شوی دغه رپوټ نن د سې شنبې په ورځ غیر محرمانه درجه بندي شوی دی.
د دغي ادارې یعني سیګار مشر جان سوپکو دغه چمتو شوی رپوټ د تیر ۲۰۲۱م کال د جنوري میاشتې په ترڅ کې د امریکا د دفاع وزارت ته سپارلی وو چې پکې يې امریکايي چارواکو ته د افغانستان د هوايي ځواک د پاشل کیدو خبرداری ورکړی وو. په رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان هوايي ځواک به د پاته کیدو وړتیا ونه لري.
په ځانګړې توګه په رپوټ کې یادونه شوې چې که امریکا متحده ایالات د افغان ځواکونو د روزنې په بهیر کې پاتې راشي، د رپوټ پر اساس به دغه موضوع د دې سبب شي چې د امریکايي قراردادیانو پرته به د خپلو الوتکو د ترمیم چارې پرمخ یو نه وړل شي. د تیرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو هوايي ملاتړ د طالبانو پر ضد وسلواله جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د ملا تیر وو. د رپوټ پر اساس دغه څه هم د افغانستان د پخواني حکومت د پاشل کیدو یو له دلایلو څخه وو.
د سیګار ادارې مشر له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دا ډیر غیر عادي کار وو چې زموږ د راپور یوه برخه دې سري یا محرم درجه بندي شي، خو په خبره یې چې که چیرته یو رپوټ سري یا محرم وي بیا دوې میاشتې وروسته یې د پنتاګون یا دفاع وزارت له لوري یو غیر محرم یا سري بڼه هم خپریږي.
سیګار وايي چې دوی نه پوهږي چې ولې دغه رپوټ دومره ناوخته او ان واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ان پنځه میاشتې وروسته خپریږي.
سیګار د ۲۰۰۸م کال راهیسې يا هغه مهال چې دغي ادارې خپل فعالیت پیل کړ، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو مالي مصارف څاري او معلومات یې ثبتوي او په دې موده کې یې ډېر رپوټونه هم خپاره کړي دي. د ۲۰۰۱م کال راهیسې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې نیږدې ۱۴۵ میلیارده ډالر د افغانستان پر بیا رغونې باندې مصرف کړي دي او نیږدې یو تریلیون ډالر یې بیا په نظامي برخه کې مصرف کړي دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.