د ژوند دښمن

ډاکټره شازیه مومند

1,306

ټابليټ K مو د ژوند دښمن دی.

 ټابليټ k يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي.

دغه نشه ئي مواد چې د يو ډول کيمياوي مواد څخه جوړ شوي چې د اوس لپاره د غربي او نورو ممالکو څخه افغانستان ته وارديږي، په ډير تاسف سره چې اوسني ځوانان په مجلسونو او محفلونو کې ورڅخه استفاده کوي.

هغه کسان چې د ټابليټ K  څخه استفاده کوي، د بدن د حرارت درجه ئې فوق العاده لوړيږي؛ په همدې اساس اقليم ورته يخيږي او بدن ئې ډير ګرموالي ته اړتيا پيدا کوي چې ډيرى خلک ئې د بخارۍ په چالانولو سره ځان ګرموي، همدارنګه د تندې زيات احساس کوي.

ټابليټ k د ميتابوليزم سرعت پورته کوي، هر کله چې د ميتابوليزم سرعت په بدن کې زيات شي، د بدن اعتدال له منځه ځي او بدن ډير حرارت توليدوي، کله چې د بدن حرارت زيات شو، طبيعي خبره ده چې د بدن مايعات مصرفيږي نو اوبو او چاى ته زياته اړتيا پيدا کيږي.

ټابليټ K دومره خطرناک مواد دي چې د نورو نشه ئي موادو په خلاف د انسان په ميتابوليزم کې جدي تغييرات راوړي، چې د هغې په لمړنيو اثراتو کې د قوت او نشاط احساس توليدوي، دروغجنه مينه په انسان کې پيدا کوي چې په مرور د زمان سره د معتاد کيدو لامل ګرځي او د انسان بدن د خطرناکو او صعب العلاج ناروغيو سره مخامخ کوي.

دا چې ولې؟؟؟؟؟
 د ټابليټ k د يو قرص قيمت په لمړيو کې تر 50 امريکايي ډالرو پورې ٶ، او د اوس لپاره ئې د هر قرص قيمت د 200 څخه تر 1000 افغانيو پورې نزول کړى؛ د دې لپاره چې ټولو ته ارزانه او لاس رسى ورته وشي.

د ټابليټ K په ترکيب کې کرستال، هيروئين، کوکايين او نور خطرناک نشه ئي مواد شامل دي.

په خپل ځان او خپلو کورنيو رحم وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.