د بایډن روستیو څرګندونو بد چیچلی وم. د پاچاخان د تلین ورځ وه او ما په دې فکر کاوه، چې زموږ د تاریخي بدمرغۍ جرړې څه دي؟
لویدیزوال د ختیزو ملتونو په اړه خپلې څرګندونې د هغوی د تاریخي – انتروپولوژیکو (فرهنګي) مطالعاتو پر بنسټ کوي. لویدیزوال د هر هېواد و ملت په اړه، په څرګندونو او کړنو کې یو اصل پېژني او بس؛ خپلې ګټې!
که د هغوی ګټې د یوه ولس په سپکولو او تحقیر کې وې، نو کوي یې. انګریزان چې په درېیم افغان – انګریز جنګ کې مات شول، نو د لندن ورځپاڼو ولیکل: “یو وحشي قوم او بېوزلې جغرافیا نوره په دې نه ارزي، چې انګریزي سرتیري په کې ووژل شي!”
اصلي پوښتنه دا ده، چې لویدیزوالو سره زموږ د بې اتفاقۍ او (عدم وحدت) اخیستنه او انتباه Impression له کومه شو؟
پېړۍ وړاندې سوري شېرشاه په خپل دربار کې پښتنو مشرانو ته وویل:
” زما په دربار کې د قبیلو په اړه خبرې مه کوئ، ملت جوړ کړئ!”
عادل شېرشاه په همدې ارمان په کالینجر کلا کې د لمبو خوراک شو، خو ولس یې لاهم په (خېلونو) او (زیو) وېشل شوی و.
پیر روښان، چې د عرفاني سلوک پر لار د افغانانو د خپلواکي مبارزه پیل کړه، مغولي دربار راپاڅېد دی او د ده مکتب یې د پښتنو او ناپښتنو اخوندانو په خولو کې وغورځاوه او د هغه تاریخي مبارزه یې د تکفیر په زور ناکامه کړه.
د پښتنو د تاریخ ستر مبارز خوشال خان خټک د پښتنو د بې اتفاقۍ له لاسه څومره خاورې پر سر باد کړې؟ له ډېرې غوسې یې خپل قوم وښکنځه، خو قوم یې یو نه شو:
اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو
ګني ما به د مغول ګریوان پاره کړ
یا
که هرڅو یې سمومه نه سمیږي
پښتانه دي د کږو کاڼو دیوال
تر دوی راروسته یې د ملي واکمنیو خپلمنځي اختلافات، سره وژل، ړندول او په توپونو الوځول درشمارئ نو. دواړه سترې افغاني سترواکۍ ( اېمپراتورۍ) د دوی بې اتفاقیو او خپلمنځي شخړو راوپرځولې او د ګندنې په پټیو یې سره ووېشلې. د دوی ترمنځ د اختلاف سوړې وې، چې دوښمنانو ګوتې ورننویستې.
د معاصر مبارز پاچا خان کتاب ” زما ژوند؛ جد و جهد” وګورئ، تر ټولو لوی ځور یې د خپل ولس ناپوهي او بې اتفاقي ګڼلې ده… ښه نو لویدیزوال چې دا هرڅه لولي او ګوري، د هغوی د دغې وجیزې پر بنسټ :
“First impression is the Last impression.”
(لومړنۍ اخیستنه وروستۍ هغه ده!)
څه تصور باید ولري؟
پر پاچا خان نیوکه کیږي، چې ولې یې د ناتاوتریخوالي ( عدم تشدد) لاره ونیوله؟ نو سوري شېرشاه، روښان بایزید، خوشال خان خټک، او نورو ملي مشرانو خو توره هم چلوله، له هغوی سره چا په بشپړ یووالي ملا وتړله؟ په پښتني جغرافیا کې، په پښتني کلا کې، په پښتني دېره کې د یوه پښتون پاچا پینځه کلن لمسی پر سره تبۍ ودرول شو، چې د پښو د تلو غوړي یې پر تبۍ وبهېدل، تر هغه روسته پاچا مجبور شو (کوه نور) الماس رنجیت سنګهـ ته وسپاري، دا ولې؟
بایډن زموږ د بې اتفاقۍ په اړه زهر وشیندل، د همدې ملت څومره پلورل شویو او پستو عناصرو ورسره یوځای د بېلتون پالنې ډمامې وغږولې؟ دا ولې؟ لکه دوی ته چې بایډن نه وي ویلي، بلکې – نعوذُ بالله – له اسمانه ورته د ازلي بې اتفاقۍ حکم راغلی وي. چا د فدرالیزم زنګ و جامن تر پښو وتاړه او چا هم د بېلتون پالنې چمبې ته ګوتې واچولې.
تر ټولو احمقانه استدلال دا دی، چې موږ خو دوښمن بې اتفاقه کړي یو، موږ خو دوښمنانو نه یو پریښي، چې سره اتحاد وکړو؟!
وه اغلې/ ښاغلیه!
نو کوم ملت یې دوښمن یا دوښمنانو اتفاق و اتحاد ته هڅولی دی؟ چې تا به پریږدي؟ ته ولې د دوښمن منې؟ یووالی د لوړ ملي شعور محصول دی، چې موږ یې نه لرو. ولې دا تریخ حقیقت نه منو؟
دا استدلال هم د منلو نه دی، چې رهبران او مشران باید ملت سره متحد کړي؟ کوم مشران ؟ د مشرانو او ملت اړیکه د چرګې او هګۍ اړیکه ده، واقعي او ښه رهبران د متحدو، هوښیارو او ویښو ملتونو په اراده رامخکې کیږي.
په ولس کې چې ویښتیا او یووالی نه وي د مشرۍ هېڅ نبوغ یې رهبري کړلای نه شي.
حضرت موسی (ع) سلام د خدای استازی و، خو د اسرائیلو د بې اتفاقۍ له لاسه یې د سامري خوسکي پر سر خپل ورور حضرت هارون( ع) له ږیرې راونیوه، چې ما خو ته د دوی مشر ټاکلی وې! دا ولې؟
په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې حتی هماغه په بې اتفاقۍ مشهور بني اسرائیل داسې سره متحد شول، چې اوس هم په سیاست، هم په زور، هم په سرمایه او هم په پوهه کې د نړۍ لومړۍ خبره همدوی کوي.
څه موده مخکې مو د بهر مېشتو افغانانو د نړیوال یووالي غږ پورته کړ، بیا مو هم سر په ډبره ولګېده، ځینو ښاغليو ښکاره راته وویل: موږ په همدې وړو وړو جوړښتونو کې خوښ یو، خپل سلیقوي اختلافات هم نه پرېږدو، که څوک موږ پسې راځي رادې شي، که نه راځي موږ له بل چا سره تللای نه شو.
زما ځواب دا و، چې بیا مو نو تلپاتې ناکامي مبارک شه!
زه خبر نه یم، چې د ملتونو په تاریخ کې معجزې کیږي، که نه؟ ځکه د ملتونو په برخلیک کې هر مثبت بدلون د یو لړ تاریخي عواملو معلول وي، چې د ګډ ارادي او شعوري فکر و عمل په پایله کې رامنځته کیږي.
اوس چې افغانستان د خپل نومهالي تاریخ د تر ټولو ګواښمن و خطرناک پاڼ پر ژۍ ولاړ دی، هه که معجزه وشي او د دوښمنو د ټولو دسیسو او توطئو پر خلاف سره یو شو، شعوري او ارادي متشکله هڅه راپیل کړو، چې وطن، ځانونه او ارزښتونه وژغورلای شو؟
او که نه،
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو!
Comments are closed.