موږ او له وطنه راتاو اور

عبدالغفور لېوال

251
«باران په تیرا وشو، خره یې د لړه‌موړې یووړل!»
.
عجیبه نه ده؟
درویشت کاله پخوا عرب ترهګرو امریکايي الوتکې د نیویارک و پینتاګون پر ودانیو وروغورځولې، خو امریکا یرغل په افغانستان وکړ.
امریکا ویل: موږ او زموږ شپږپنځوس نور ناټوغړي شریکان دلته د اسامه بن لادن کوربنو او پناه ورکوونکیو له لاسه راغلي یوو.
نو داسې یې شل کاله د افغانستان خلک و کړول، خپل پخواني جهادي – تنظیمي شریکان یې په ډالرو اوفسادي ګټو وپړسول او په پای کې یې بېرته هماغه د اسامه کوربانه راوستل او افغانان یې د دویمې هجري پېړۍ متحجر استبداد ته کېنول.
په پاکیستان کې د اکوړه خټک، لاهور او کراچۍ د مدرسو روزلي ځانمرګي په پښتونخوا و بلوڅستان کې وژنې کوي، نګران لومړی وزیر ښاغلی انوارالحق خان هره ورځ په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو ګوته څنډي.
انتخابات د پاکیستان ټيکاو نه مومي، په نه کړې ګناه یې منظور پښتین او ماه‌رنګ بلوڅ زنداني کړي دي.
ایران له امریکا او اسرائیلو سره د فلسطین په غزه کې ښکر اړم کړي، خو کله، چې په کرمان کې چاودنې وشي، د کورنیو چارو وزیر یې وايي: له افغانستان سره په پوله به دیوال وهي، چې مچ‌ومیاشی هم وروانه وړي.
روسان له ناټو او لویدیځ سره په یوکراین کې خرې‌په‌خرې دي، خو پوتین چیغې وهي، چې ویره یې له افغانستان څخه ده او د تاجیک ولسمشر پښې دلته رپي.
چین د امریکا په سیالۍ کې غواړي له ټولې نړۍ د سوداګریزې لارې ملاوستنی( کمربند) راتاو کړي او خپل تولیدات مخامخ هرځای ورسولای شي، خو په ضد یې وژنې، چاودنې، تښتونې او اورلګونې له ګوادر بندره رانیولې په ټوله پښتونخوا، بیا ان تر واخان کوریدور او قراقروم دښتو پورې روانې دي، زمکه په کې د پښتنو او بلوڅو سوزي او د جبهې شا یې افغانستان دی او ایغور ترهګر په بدخشان و وزیرستان کې دېره دي.
د «داعش» نوم له دغو تورو اخیستل شوی: (الدولة الإسلاميّة في العراق والشام) یعنې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت! خو سر یې له تورې بوړې راوځي، یا له کونړ یا هم په شمال کې د امو له غاړو. سپین‌ږیري د شینوارو په بمونو کینوي، نوی زېږېدلی ماشوم د خوږیاڼو له منځه دوه ځایه کوي، د کوشنیو ماشومانو کورسونه په دشت‌برچي کې الوځوي او د جهادالنکاح لپاره د ډیورند دواړو غاړو خویندې میندې په جنسي مینځو بدلوي.
پاکیستان و هیندوستان یو د بل په وړاندې چاودنې او غویمنډ په کابل کې کوي، د مومبای تاج‌محل هوټل ترهګر د ډیورند په غاړوپټ وي، د هیندوستان الوتکه کندهار ته راتښتول کیږي او په بدل کې یې د انصارالمجاهدین ملا مسعود اظهر او څلور تنه نور ترهګر غوښتل کیږي او هیندوستان یې هم ورپرېږدي.
چې د ایران و سعودي و نورو ترمنځ دوښمني لویه شي او د چین د ژېړ ښامار پانګونې ته د ګواښ پېښولو اړتیا پېښه شي، دلته په کورمه، پاړه‌چنار، هنګو او نورو سیمو کې د شیعه – سني جګړه توده شي، دواړه لوري پښتانه او سره تره‌زامن وي یو بل ته لارې ونیسي او لس لس و شل شل راوغځوي، خو یو لوری هم نه پوهیږي، چې ولې؟ او د څه لپاره ؟
د افغانستان نیمايی نفوس (نجونې او مېرمنې) په افغانستان کې زنداني دي، له ښوونځي، پوهنځي، کار او انساني حقونو بېبرخې او لرې ساتل شوې، خو د انګلستان های کمیشنره «جېن ماریوت» له پاکیستاني ملافضل‌الرحمان سره په اسلام آباد کې په دې اړه خبرې کوي، چې له دې نجونو او ښځو سره بالاخره باید څه وشي؟
یوه بله «رینا امیري» په امریکايي امکاناتو ګرځي راګرځي، چې نه پوهېږم د افغان ښځمنو له حقونو څخه کوم ځای او له چا څخه دفاع کوي؟ یو الله ج پرې خبر دی. له بلې مېرمنې «روزا اوتونبایوا» سره ایله دې پایلې ته رسېدلي، چې: خیر افغان نجونې که ښوونځي ته نه پرېښول کیږي، نو مدرسې دې ووايي. ( که ډوډۍ نشته، کولچې دې وخوري!).
«دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی!»
ما یې یوازې دا څو بېلګې یادې کړې، کیسه تر دې پراخه ده.
په بله وینا:
«د دې ډول غږ به سبا واورئ!»
تاسو ډاډمن اوسئ، چې بهرنیان په دې اړه ستاسو پوښتنو ته ځواب نه وايي، مګر دا چې موږ یې پخپله ځواب ومومو.
زموږ اصلي ستونزه دا ده، چې په دې اړه هیڅکله پوښتنې نه کوو، که په زړونو کې مو هم پوښتنې راګرځي، په خوله یې ویلای نه شو. له تکفیر څخه ډاریږو. که په دې اړه مو څه وویل، یا وپوښتل نو اسلام په خطر کې لویږي.
هیڅ افغان له چا ونه پوښتل، چې د نړۍ دا دومره پېچلې لوبې ولې دلته راوستل کیږي؟
څه راپېښه ده؟
که دا کار د اسلام ګټلو لپاره روان وي، نو خدای دې راولي، هرکله! خو زموږ په کې ګټه څه ده؟
موږ، چې د ټول عالم اسلام لپاره دومره وینې بهوو، د سعودي په سرو زرو او تیلوکې مو کوم څاڅکی حق شته؟
دوبۍ ته مو څوک بې پاسپورته پرېږدي؟
پاکیستان و ایران مو په اسلامي ورورولي کډوالو ته پناه ورکوي؟
د قطر و کویټ د شیخانو له زرینو ټټيو څخه کومه ټوټه زر رارسیږي، که نه؟
هو!
یوڅه، چې له ټولې دونیا راروان دي، وسلې او مرمۍ دي.
افغانان وږي، نهر، بې درملو، بې ډاکتره، بې‌ښوونځي او وزګار دي، خو یو د بل وژلو لپاره وسلې، مرمۍ او توپونه و بمونه ښه وړیا او پریمانه دي، دومره پریمانه، چې په یوکراین، سره سمندرګي، ایران، پاکیسان، هیند او د دونیا په بله هره سیمه کې چې ترهګري یا ناترهګري حمله و پېښه وشي، رسنۍ وايي: وسله یې له افغانستان څخه قاچاق شوې ده.
پنځوس کاله کیږي، چې موږ د دین په نامه د دونیا ټولې سرې لمبې خپل کور ته راوړي او خپل خلک مو پرې سیزلي، خو په دې اړه یې له هر راز پوښتنې ویرولي یو. وايي: پوښتې کفر دي. او پوښتونکي کافران دي.
بېشکه، چې په دې کې دین ملامت نه دی، په دین کې ستونزه نشته، خو د دین په سوداګرو او تجارانو کې ستونزه ده، هغوی چې د خدای د حاکمیت په نامه خپل حاکمیت غواړي او د واک، ځواک، پیسو او څلورو ښځو وږي، بلکې لیوني دي.
ستونزه په موږ څلویښت میلیونه وګړیو کې ده، چې هرڅوک هرڅه راباندې کوي، له تکفیره ډاریږو، نه احتجاج کوو، نه اعتراض او نه حتی پوښتنه، ځکه دا ټول راته کفر ښکاري.
اوس به بیا پوښتنه کوئ، چې حل‌لاره څه ده؟
پوښتنې وکړئ!
پوښتنې راپورته کړئ!
په دې هرڅه خبرې وکړئ، وغږیږي!
که غږېدلای نه شئ، نو
وبنګیږئ!
څلویښت میلیونه یاست، که څلویښت میلیونه مچان هم وبنګیږي، ځان له تکفیره خلاصولای شي، له تکفیر څخه مه ډاریږي، د ژوندي پاتېدا لپاره وبنګیږي، پوښتنې وکړئ، چې:
ولې د ټولې دونیا اور زموږ پر سر بل دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.