وجودي منطق “ماهیت” ټاکي

عبدالغفور لېوال

687
وجودي منطق “ماهیت” ټاکي
زموږ ځینې متلونه، د منطق له مخې، سم نه دي.
وایو :
“غلبېل کوزړۍ ته وویل، په تا کې سوری دی!”
د دې متل ښکاره مانا دا ده، چې د غلبیل ځان ته پام نه و، چې څومره ډېر سوري په کې دي، خو په کوزړۍ کې یې د یوه سوري پیدا کېدل ورته پېغور کړل.
وجودي منطق دا نه مني، ځکه د غلبېل ماهیت د هغه په ګڼو سوریو کې دی او د کوزړۍ ماهیت دا دی، چې باید سوری ونه لري او اوبه په کې خوندي وي.
اوس که په غلبېل کې سوري نه وي او کوزړۍ سورۍ سورۍ وي، دواړه له وجودي پلوه بې مانا دي.
د انسان وجودي منطق دا دی، چې باید خپل ماهیت په خپله وټاکي. له وجودي پلوه د انسان ماهیت هغه وخت مانا پیدا کوي، چې د خپل انساني ژوند شرایط له پرون څخه نن او له نن څخه سبا ته ښه کړي.
د انسان د وجودي منطق بله ځانګړنه دا ده، چې د ژوند د ښه کېدا هڅه به ټولیزه او ټولنیزه کوي، ځکه په یوازیتوب یې فردي هڅه ځای نه نیسي.
او هغه هم د دې اصل پربنسټ، چې ترهغو ټولنه هوسا نه شي، وګړی (فرد) هوسا کېدلای نه شي.
زموږ افغانانو لویه نیمګړتیا دا ده، چې د خپل وجودي منطق او ماهیت ټاکنې په اصل نه پوهیږو. ان، د قرآنِ عظیم پر دې حکم هم سر نه ګرځوو، چې وايي: څښتن د هغوی حالت نه بدلوي، چې دوی پخپله خپل حالت بدل نه کړي.
موږ تقدیرځپلي یو، فکر کوو، پرموږ راغلې بدمرغي او ناورین زموږ تقدیر دی او سیاسي برخلیک مو د نړۍ ځواکونه راټاکي. په کورني کچ مو خپل ټول اختیار واکمنو ته پریښی، واکمن هم هغه څه کوي، چې زړه یې غواړي، ځکه ډاډه دي، چې په موږ کې د بدلون راوستلو اراده نه شته.
موږ خپل ماهیت پخپله ټاکلی نه دی، ځکه موږ پر خپل وجودي منطق نه پوهیږو.
موږ د غلبېل د سوریو او په کوزړۍ کې د سوري په وجودي او ماهیوي توپیر خبر نه یو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.