د تفکر تکفیر

عبدالغفور لېوال

1,148

موږ ولې د ډېر هوښیار بنیادم په اړه وايو:

څه کافر سړی دی؟

یا:

داسې کافر ماشین یې جوړ کړی، چې پخپله کور جارو کوي؟

یا:

داسې کافر ماغزه پرې سواره دي، چې مه یې کوه پوښتنه؟

چا او ولې، له عقلانیت او فکر څخه د راپنځول شوي تکنیک او پوهې سره هممهاله زموږ خولې ته د کافر نوم رازده کړی دی؟

آیا ټول فوق العاده یا خارق العاده کارونه کافران کوي؟

یا هر هغه څه چې زموږ له عقل و فکره لوړ دي راته کفر یا د کافر کار ښکاري؟

دا زموږ په ورځنیو ادبیاتو کې دود اصطلاحات دي، چې په اړه یې جدي پوښتنې شته او باید ځواب یې ولټول شي.

په قرآن کریم کې شاوخوا ۱۷ ځله د فکر کولو حکم شوی او ۴۷۹ ځله فکر او د هغه مشتقات ذکر شوي دي.

پر نوره نړۍ کار نه لرم، خو په افغانستان کې ولې تفکر تکفیر شوی دی او ټول ورڅخه ویریږي؟ د تفکر بنسټونه کفري ګڼل کیږي او د فکر بیان خو توبه !!!

فکر پوښتنې زېږوي او عقلانیت پیاوړی کوي، ښايي موږ پوښتنو ته له ځواب ویلو ویریږو او یا یې د ځواب ویلو توان نه لرو.

د تفکر د تکفیر یوه بل دلیل دا هم دی، چې فکر د انسان په ګټه بغاوت او سرغړونه راپنځوي.

دا د انسان ځانګړنه ده، چې غواړي ښه ژوند ولري. په انسان کې د دغې غوښتې وژل بیخي ناشوني دي، تاسو یوازې هغه مهال د انسان د ښه ژوند هڅه وژلای شئ، چې ټول انسانان ووژنئ.

اصلي خبره دا ده، چې څنګه، د معنوي ارزښتونو له ساتلو سره سره، باید د انسان له دغې غوښتنې سره پخلا شو؟

د انسان د ښه ژوند د هڅې له منځه وړل، مطلق رُهبانیت ته د هغه سقوط دی او رُهبانیت ته د انسان سقوط منع دی.

د انسان د لا ښه ژوند لپاره هڅه تر هرڅه وړاندې تفکر ته اړده، ځکه موږ باید په دې اړه راپنځېدونکیو پوښتنو ته ځوابونه ومومو.

د انسان د ښه ژوند یو اړخ دا دی، چې هغه باید ټول ساینسی او ټولنیز علوم زده کړي، خپله سیاسي اراده وکاروي، خپل واکمن په خپله رایه وټاکي، د کار او تولید لپاره باید لاره هواره کړي او د وګړي د هوسایېنې لپاره باید د ټولنې د پرمختګ لارې هوارې کړي!

خبره ټوله له فکر او تفکر څخه راولاړیږي.

یوه مهمه تاریخي پوښتنه دا هم ده، چې ولې تر هغه روسته چې  ختیزې نړۍ ته د لویدیځ ښکېلاک رامخه شوه، په اسلامي هېوادونو کې لوی مفکرین لکه ابن سینا، البیرونی، فارابی، ابن رشد، ابن عربی، شیخ شهید سهروردی او نور راپیدا نه شول او ان په بغداد کې د دارالحکمه په شان د تفکر د ژباړې یوبنسټ جوړ نه شو؟

ښکېلاکګرو په تېره بیا انګریزانو د فیلوسوفي، تفکر او تعقل ضد اړخ پیاوړی کړ، ویې هڅاوه او ویې لمساوه، چې تفکر تکفیر کړي.

هغوی خپله تکنولوژي پر موږ خرڅوله، خو په دې اړه یې، چې خپله دې د تکنولوژي رامنځته کولو هڅه وکړو، بندیز ولګاوه. دا یې د کفارو کار وګاڼه او ځکه خو موږ ته هر علمي، ساینسي او تکنولوژیک کار، چې له فکر او تفکر سره اړیکه لري د (کافر) کار ښکاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.