هغه خرافي افسانې چې دین فسخ و مسخ کوي

عبدالغفور لېوال

315
هرڅه خپل آفات لري. د دینونو آفات هم زیات دي، خو یو آفت یې دا دی، چې د خرافاتو په ورګډېدو له عقلانیت څخه ورو ورو لرې کیږي.
د خرافاتو یوه لویه برخه د هغو افسانو او روایتونو راپنځېدل دي، چې د زمانو په اوږدو کې د دیني شخصیتونو یا هغو سیاسي واکمنو په ګټه راپنځول کیږي چې په لوی لاس غواړي ځان ته دیني مشروعیت جعل کړي.
د بې مدعا عارفانو او صوفیانو په اړه د ځینو کراماتو له روایتونو ورهاخوا دیني تاریخ له هغو جعلي – خرافي افسانو ډک دی، چې واکمنو او یا هم زورورو شیخانو و روحانیونو د واکګټنې و واکساتنې په پار راپنځولي دي.
د افراطي پلویانو او غواړه‌مارو مداحانو افسانو کار بیخي خراب کړی دی.
په افغانستان کې لسګونه داسې ځایونه شته چې خلک یې د حضرت علي (رض) قدمځای ګڼي، هلته و دلته یې ذوالفقار غرونه نیم کړي دي او یو ځای و بل ځای یې د دلدل د پوندو نښې په ډبرو کې پاتې دي. د تاشقورغان تنګی د حضرت علي په توره شکېدلی دی. بند امیر یې په مبارکو لاسونو جوړ شوی ، ځکه خو یې بند «امیر» بولي.
خو تاریخ راته وايي، چې هغه حضرت هیڅکله افغانستان ته راغلی نه دی.
غزنوي سلطان محمود په ځینو هغو روایتونو کې، چې د ده په زمانه کې درباري مداحانو یا تر ده روسته د ده مخلصانو راپنځولي دي، د یوه ولي‌الله او اسماني پاچا تبرک ګټلی دی. حال دا، چې د سلطان محمود او غزنویانو په اړه تر ټولو دقیق، جامع او هممهالی کتاب د ابوالفضل بیهقي تاریخ دی. په دې کتاب کې د سلطان محمود او نورو غزنوي پاچایانو ریښتینې څېره او د عیش و نوش و خونړیو کړنو پرېمانه روایات لیدلای شو.
هغه خوبونه، چې د زورورو واکمنو یا شیخانو په اړه لیدل کیږي د داسې خرافي افسانو لویه برخه جوړوي.
کله مو له ځانه پوښتنه کړې، چې د زر و زور له خاوندانو پرته د بېوزله، بې واکه خو شریفو او متقي شخصیتونو په اړه ولې څوک خوب نه‌ویني؟
هیچا کوم ناسیاسي و عادي وګړی له پیغامبرانو سره پر سپین آس سپور په خوب ونه‌لید. د هيڅ غریب او بېوسه خو پاک روحاني د خبرو پر مهال کوم کرامات راڅرګند نه‌شول او پیغامبر هیچا ته په خوب کې د هېڅ غریب سړي د درناوي او ستاینې لپاره څه ونه‌ویل.
له دې ټولو ښکاري، چې خرافي افسانې او روایتونه سیاسي دي، مصنوعي دي او د واکمنو په سپارښت پنځول‌کیږي. ځواکمن د خپل مشروعیت لپاره د افسانو پنځوونکیو ته غوړه مړۍ ورکوي او د ساده خلکو په زړونو او ذهنونو کې ځانونو ته ځای مومي.
هرڅومره چې ټولنه هوښیاریږي او خلک عقلاني کیږي، هرڅومره چې پوهه، تجربه، ساینس او تکنولوژي پرمخ ځي، خلک روښانه کیږي نو بیا دغه خرافات او افسانې نه مني. هوښیار ملتونه د زورورو په سپارښت پنځول شوې افسانې پېژني او ورپورې خاندي، ورو ورو دا فکر عامیږي، چې ښايي ټول دیني روایات به همدغسې پنځول شوي وي او حقیقت به نه لري.
په ټول تاریخ کې له پوهې، فیلوسوفي او ساینسي زدکړو سره د مستبدو دیني واکمنیو د ډار او دوښمنۍ یو اصلي لامل همدا دی، چې هوښیار ولسونه خرافاتي او مصنوعي افسانې نه مني.
ځکه خو دا پایله تر لاسه کیږي، چې افسانې او د کراماتو جعلي روایات دیني اصالت، فیلوسوفي او اخلاقي – روحاني بنسټ لړزولی او ماتولای او دینونه له فسخ و مسخ سره مخامخولای شي.
هغوی، چې غواړي دینونه یې پر خپل بنسټ او وجودي منطق ولاړ پاتې شي، ښايي له دیني متونو سره د جعلي او خرافي افسانو د ګډون او ناعقلاني کولو مخه ونیسي.
پیاوړي فکري مکتبونه هغه دي، چې خپل افات پېژني او د ځانژغورنې لپاره هره ورځ ځان د زمانې او بشریت له اړتیاو او غوښتنو سره هممهاله نوی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.