فخر افغان، خان عبدالغفار خان

محمد داؤد مومند

1,403

د لوی استاد او پیاوړی حقوق پوه داکتر صاحب تره کی، هر اړخیزه، عالمانه او فاضلانه لیکنی، زه هم وتخنولم چی یو ځل بیا د لوی افغان د ستر انګړ او د اشیاء د زانګو د ستر انسان یعنی خان عبدالغفار خان او د هندوستان د ولس په وینا «سرحدی ګاندی» په هکله یو څه ولیکم.
ماته په هیواد کی په کلونو دا افتخار او سعادت په برخه وه چی د فخر افغان په مصاحبت او مجالست کی قرار ولرم او حتی په څه لنډو سفرونو کی هم ورسره هم رکابه وسم.
فخر افغان فرمایی چی زه څه وخت په ښه او بدو پوه شوم او د خپل ولس خوار او بی وزله حال می ولید نو د خپل خدای سره می تعهد وکړ چی ترڅو زما د خوار او مظلوم او محکوم ولس حالت نه وی بدل شوی، تر هغو به زه په بخور او نمیر خوراک، ساده جامه او ساده ژوند قناعت کوم.
پاچاخان په افغانستان کی هم همداسی یو ساده ژوند درلود او دده وفادار خدایی خدمتګار ملګری (احمد کاکا) ورسره وه او دده خدمت به یی کاوه، د یادولو وړ ده چی احمد کاکا د پوره سیاسی شعور خاوند وه او یوه ورځ یی د استاد قیام الدین خادم سره په یوه سیاسی بحث کی استاد خادم ته ماته ورکړه.
فخر افغان یو ځل د افغانستان پاد شاه اعلیضرت محمد ظاهر شاه ته ویلی وه چی: «د افغانستان استقلال خو امان الله خان ګټلی دی نو ته ولی وایی چی استقلال ستا پلار نادر خان ګټلی دی؟». پاد شاه چی پدی لوڅ او څرګند اعتراض خوابدی شوی وه، ویلی یی وه چی :«از دست این بز ریش دار به بینی رسیدیم».
فخر افغان د پښتونستان د مظاهری د تجلیل د یوی لاریون په ترڅ کی چی د خیبر رستوران له مخه شروع او په غازی ستدیوم کی ختمیده، متوجه شو چی د خلقیانو ډله د پرچمیانو د ډلی سره په رقابت کی بی نظمی رامینځ ته کړه، فخر افغان نور محمد تره کی ته وویل چی «وځه خره» چی تره کی پدی سپکاوی سخت خواشینی او خجالت شو.
په یوه مهال د ملګرو ملتونو مشر «اوتانت» چی غالبأ د (برما) وه افغانستان راغلی او د چهل ستون په ماڼۍ کی یی هستوګنه درلوده، فخر افغان د خوشحال بابا د لیسی د شاګردانو او پښتنی ملی شخصیتونو په ملګرتیا د پښتونستان د داعیی په ارتباط د «اوتانت» لیدو ته ورغی، اوتانت په خپلو خبرو کی فخر افغان ته وویل چی :«زه ډیر ځوان وم چی ستاسی د مبارزو څخه د استعمار پر علیه خبریدم، زه تاسی د آسیاء د قاری د یو لوی مبارز په حیث پیژنم.»
د غازی امان الله د وفات نه وروسته د والاحضرت سردار محمد داوود خان حکومت هیواد ته د غازی امان الله د جنازی په راوړلو کی تعلل وښود، نو فخر افغان څرګنده کړه چی د امان الله خان میت به په کوزه پښتونخوا کی خاورو ته وسپارل شی، نو د سردار صاحب حکومت مجبور شو چی اجازه ورکړی چی د غازی امان الله میت افغانستان ته منتقل شی ولی د سردار صاحب حکومت د غازی امان الله هیلی ته لبیک و نه وایه چی د هغه میت د زرنګار په پارک کی د خپل نیکه امیر عبدالرحمن خان تر څنګ ښخ شی. حکومت امر وکړ چی د غازی امان الله میت دی مستقیماْ جلال آباد ته منتقل شی.
والاحضرت صاحب سردار صاحب داوود خان یا د افغان جرمنانو په کذایی اصطلاح «امان الله ثانی» حتی حاضر نشو چی د جنازی په مراسمو کی ګډون و کړی، دا ددی موجب هم وګرزید چی مارشال شاه ولی خان فخر افغان ته د غازی امان الله د جنازی په مراسمو کی د خبرو اجازه ورنکړی، زهی تأسف.
د استاد تره کی صاحب وینا سمه ده چی د پاچاخان د عدم تشدد فلسفه د پښتنو د تاریخی او عنعنوی روحیی سره مطابقت ندرلود، د پا چاخان مشر زوی عبدالغنی خان، ځان د یوه وسله والی جګړی دپاره چمتو کړ، خو متأسفانه پاچاخان د هغه د حرکت مخه ونیوله چی نتیجه یی د پښتنو په ضرر تمامه شوه، د هندوستان د کانګرس د ګوند بی وفایی او دوکه، یو بل عمده دلیل وه چی پښتانه د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په مرام کی ناکامه پاتی شی.
په هغه مهال چی خان عبداغفار خان په افغانستان کی تشریف درلود د هندوستان یو لوی اجتماعی او سیاسی شخصیت د «وینوبا» په نامه، پاچا خان ته د یوه لیک په ترڅ کی د هندوستان د کانګرس ګوند او دهغه مشران مقصر وبلل او معذرت یی وغوښت.
د ګاندی سکرتر «مها دیسایی» د خدایی خدمتګارانو د نهضت د لیکنو په ټرڅ کی ددی سؤال په برخه کی چی آیا په هند کی د ګاندی مؤفقیت بی له پاچاخان او خدایی خدمتګارانو د تعاون څخه ممکن وه ؟
منفی جواب ورکوی.
په هغه مهال چی فخر افغان په ننګرهار کی ژوند کاوه د هندوستان د کانګرس او حکومت یو عالی رتبه هیأت افغانستان راغی او د فخر افغان څخه یی وغوښتل چی د هندوستان د جمهوری ریاست مقام ومنی، فخر افغان دا بلنه رد کړه خو د هندوستان (وفد) ته یی وویل چی که زما مشوره منۍ ددی کار دپاره داکتر ذاکرحسین دمخه کړی، چی البته دا آرزو عملی شوه او داکټر ذاکر حسین د هندوستان جمهور رئیس شو.
د دیمکراسی په انسانی او آزادی خواهانه دوره کی د کابل په هوټل کی یو لوی دعوت جوړ شوی وه، پدی دعوت کی ادیبان، لیکوال، استادان، قومی مشران او حکومتی ذواتو ګډون درلود، څه مهال وروسته فخر افغان هم تشریف راوړ او په استثناء د پیرنګی پیر سید احمد ګیلانی، ټول حاضرین د فخر افغان استقبال ته په خپو ودریدل، فخر افغان د مصافحی په سلسله کی د سید احمد ګیلانی چوکۍ ته ورغی ولی، بی معرفته ګیلانی پیرنګی، فخر افغان ته په ناسته او په ډیر اکراه سره لاس ور اوږد کړ، د پیرنګی ابن پیرنګی نه ګیله نده پکار.
استاد بینوا په خپل کتاب کی کاږی چی جواهر لعل نهرو فخر افغان ته د فخر هند او مولانا ابوالکلام آزاد ورته د فخر آسیا خطاب ورکړی وه، او څرنګه چی استاد تره کی صاحب لیکلی دی غازی امان الله پاچا خان ته د فخر افغان خطاب ورکړی وه.
لوی حقوق پوه استاد تره کی صاحب فرمایی:
افغانستان تر اوسه پوری هغومره چی اړینه ده د آزادۍ د لاری ددغه ملنګ حق اداء کړی ندی.
د دغه آزادۍ ملنګ د مبارزاتو په خاطر د ژوندی ساتلو اړینه لاره دا ده چی لږ تر لږه یو پوهنتون د هغه په نوم ونمول شی.
په پورتنۍ توګه مو ولیدل چی د نړی او افغانستان مشرانو او عالمانو فخر افغان ته په کومه سترګه کتل، او اوس به وګور چی یو متعصب دری ژبی وطنوال چی بیړاګان ورته د محقق په سترګه هم ګوری یعنی «احسان لمر» په څومره جهالت او بی معرفتۍ د فخر افغان غوندی د یوه لوی انسان څپکاوی کوی. احسان لمر د افغان جرمن د منازاعاتو د دریچی په لجنزار کی، خپل متعفن افرازات د پنجابی واکمنانو او انګریز مشروبو وګړو په څیر داسی څرګندوی:
«رهبران بزرګ پښتون چون خان عبدالغفار خان به این لک بخشی ها رضائیت نداشته که بحث طویل و جدا دارد، پاکستانی بودند و پاسپورت پاکستانی داشتد.»
د پورتني کرغیړنی لیکلنی او پرنګی مآبانه فتوی نه د احسان لمر د خبث باطن او ناولی نیت اټکل کولای شۍ.
ددی برخی په وروستۍ برخه کی به د ستر او بی مثاله پوه او د هیواد لوی علمی افتخار علامه صاحب عبد الشکور رشاد د لیکنی یوه کوچنۍ برخه چی د پښتنو د دوه سترو مشرانو یعنی فخرافغان خان عبدالغفار خان او مفکر محمد ګل بابا په مورد کی یی لیکلی ده ستاسی حضور ته تقدیم کړم، علامه صاحب رشاد لیکی:
«مفکر محمد ګل مومند او پاچا خان اوس دواړه په موږ کی نشته، د پښتنو لښکر، بی قافله شوی دی، او قافله هم، سالار نلری. زه ګمان کوم ددی بی سالاری قافلی خطرناکی راتلونکی ته به دغه دواړه لارښونکی مشران یعنی پاچاخان او محمد ګل مومند، حیران پاتی وی او په ډیر حسرت به پر دغو شلو لارو روانو وطنوالو ته ګوری.»
د علامه ډاکټر اقبال وینا هم د پښتون پنځوس ملیونی ټبر د قافلی د بی سالارۍ په اړه د علامه صاحب رشاد وینا تأئیدوی.
آن یکی اندر سجود این در قیام
کار و بارش چون قیام بی امام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.