متقي: د اوسلو غونډه پخپله د طالبانو له پاره یوه لاس ته راوړنه ده

395

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې دغه غونډه پخپله د طالبانو له پاره «یوه لاس ته راوړنه» ده. هغه دغه څرګندونې په اوسلو کې د لوېدیځو هیوادونو له دیپلوماتانو سره د غونډې په څنډه کې کړي دي.

 

 په اوسلو کې په دوهمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، اروپایې اتحادیې، بریتانیا، آلمان، ایټالیا او ناروې هیوادونو استازو له طالبانو سره خبرې وکړې.

د طالبانو پلاوي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مدنې ټولنې له استازو او د ښځو د حقوقو له فعالانو سره ولیدل او خبرې وکړې. په دغه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوو فعالانو د لادرکه کیدو موضوع هم مطرح شوه. طالبانو د دغو ښځو د نیول کیدو موضوع رد کړې ده.

Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo

د طالبانو د پلاوي مشر امیر خان متقي خبریالانو ته ویلي دي: «دا چې ناروې موږ ته دا فرصت برابر کړ، په خپل ذات کې یوه لاس ته راوړنه ده، ځکه چې له نړۍ سره په یوه ستیج کیناستو… موږ ډاډه یو چې له دې ملاقات څخه د افغانستان د بشري، صحي او تعلیمي برخو کې ملاتړ په لاس راوړو.»

دا غونډه د ناورې له خوا جوړه شوې ده او هدف یې د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې او بشري مرستې ښودل شوي دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې دغه غونډه هیڅ کله طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او یا هم د هغوی د په رسمیت پيژندلو په معنی نه دی. لا تر اوسه د طالبانو له لوري جوړ شوی حکومت د هیڅ یوه هیواد له لوري په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.