اندېښنه_ لنډه کیسه

زاهد هسک

1,268

 

ښځه کړکۍ ته ولاړه وه، ژړل یې، تر سترګو راګرځېدلي باڼه یې په اوښکو لنده وه، بزه به یې کش شوه او ژورې سلګۍ به یې ټټر په ټکان راوست.
هغې د پردې له چوله شوې څنډې بهر د کلا لوې انګړ ته کتل.
د کوټو مخ ته تر نښتي جیګ دهلېز ور اخوا، په ستره چوتره ګڼې ښځې را ټولې وې، پر ګلپوښ پالنګ یې ناوې او شاوو سره درولي وه.
راغلو ښځو نوې ډولي جامې پر تن کړې وې، له څېرو خوشحاله ښکارېدې، څو مستې پېغلې د اتڼ په دایره کې تاوېدې، په عمر پخو مېرمنو د چمبې له غږ سره یوځی په نکریزو سره لاسونه پړکول، او بوډۍګانو یې په وازو خولو سیال ته کتل.
د دهلېز پر سېمټي زېنو یو څوک را وخوت، ښځې د پردې څنډه پرېښوده، لنډه پر نېږدې کټ کېناسته، د ټکري په پیڅکه یې خپلې سترګې پاکې کړې، کونج ته ځیره شوه.
له غنج… سره! لرګینه دروازه له چوکاټه بېله شوه، کوټې ته له عمره پوخ سړی را ننوت، په درشل کې تم شو.
ډډ غږ یې تر خولې را ووت:
_شابو! د ډېوې ورا روانه ده، خو ته ورکه یې.
د ښځې سر وځړېدل، نوره یې ژړا نه ټینګېده، په سونګېدو سر شوه.
سړي په حیرانتیا وویل:
ته ژاړې!
پر غولي تېر شو، ښځې ته مخامخ ودرېد، د هغې په ککرۍ یې ببر لاس ور کېښود.
ښځې سر را پورته کړ، د کوچنۍ پوزې په نرۍ څوکې پورې یې نښتې رڼه اوښکه پر شونډه ورغله، په ژړا کې یې وویل:
_زړه مې له خپګانه چوي!
_څه خبره ده؟
_ډېوې ته خپه یم.
سړي څېره لږه ارامه ونېوله، غږ یې نرم کړ:
_ماشومه مه جوړېږه، پېغله څوک په کور نه ساتي.
ښځه سلګیو نیولې وه، په سختۍ یې وریاده کړه:
_خو زه په دې خپلوۍ پېښېمانه یم، کاشکې چې مخکې خبره شوې وی.
د سړي تندی ګونځې شو، په حیرانۍ یې وویل:
_ولې څه شوي؟
_هیڅ! خو…
_سپینه خبره کوه اله(هله)!!
ښځې له اوښکو ډکې سترګې سړې ته ور واړولې، تر سپېرو شونډو یې سوړ اسوېلی ووت:
_پوهېږي! د ډېوې خاوند یو وخت د موټر ټکر کړی و، دماغي ناروغي یې اخیستې، اوس هم پرې کله کله حمله راځي، په نه خبره غوسه کیږي.
ښځې سړي ته وکتل، زیاته یې کړه:
_اوس ته ووایه! ډېوه به ورسره څنګه ژوند تیروي؟ هغه یوه ضدي انجلۍ ده، په توندتوب کې یې وړې، د دواړو به ژوند سخت وي.
سړې چیغه کړه:
_دا دروغ دي! خو ته له کومه خبره شوې؟
_پرون مې د یو چا له خولې واورېده.
د سړی شونډې وخوځېدې:
_ګوره! هلک ټولو لېدلی، سم دم ځوان دی، که باور دې نه راځي، ورشه له نیږدې یې وګوره.
ښځې په پښو زور واچوه، له کټ پورته شوه، پر نیږدې تشناب ننوته، مخ ته یې څو لپې اوبه واچولې، وروسته یې ټکری په سر سم کړل او له سړي سره بهر چوترې ته ورغله.
ولاړې ښځې څنګ ته شوې، مخه یې ورته خلاصه کړه دوي دواړه پالنګ ته ورتېر شول.
سړي د ښځې غوږ سره نیږدې وویل:
_ښه ورته وګوره!
_د ځوان شاوو سترګې شرمېدې، سر یې ځړېدلی و، ځمکې ته یې لیدل، په تورو ګارګوتۍ ویښتو کې یې د زرورکو ځلا پرته وه، غاړې ته یې لوټ داره او ساده امیلونه ور لوېدلي وه، کله کله به یې د سترګو غاټکي ګیڼ اړخ ته کاږه شول، له کونجو به یې په څنګ کې ولاړې پېغلې ته وکتل.
د انجلې په سرو شونډو نازکه مسکا ګرځېده، پر ټنډه یې د نري شال ژۍ ورټیټه شوې وه، سینګار شوې څېره یې له حیا سره ښکارېده، هغې مورته کتل.
د ښځې سترګې ډکې شوې، غریو واخیسته، د سړې ترڅنګ تېره شوه، په ولاړو ښځو کې یې لار ویسته، انجلۍ غږ کړل:
_مورې!
د چمبې غږ یودم ودرېدل، مخونه واوختل، ټولو د ناوې لیدلوری څاره، ښځه د دهلېز زېنو ته رسېدلې وه، ورسته په دروازه ننوته.
ښځو په رډو سترګو کوټې ته کتل.
ګونګوسی شو:
_خوارکۍ ډیره خپه ده…
_هو نو اولاد یې دی…
_درد یې مه ګورې…
_شابو ته دې خدای صبر ورکړي…
_پرې ګرانه به وي خورې…
_څه خوشې خو نه ستریږي…
_په زامت(زحمت) یې را غټه که ایسته واده شي…
چیغه شوه:
_بس دی نور!
ښځې په بیړه ځوان شاوو ته ځیر شوې.
د هغه سترګې رډې راختلې وې، په وجود یې لړزه ګډه وه، سر یې ړپېده، سا یې تېزه تیزه اخیسته، ناڅاپه یې ریږدېدونکي لاسونه په غاړه کې پرتو امیلونو ته واچول، ګوتې یې موټی کړې، کرر شو..! شکېدلي امیلونه لاندې پرېوتل.
د ناوې له خولې ورخطا کوکه ووته! په ویرېدلې څېره یې دځوان سترګو ته ولیدل، له سرو رګونو ډکې وي، هغه تر مخ ولاړ سړي ته کتل.
له غوسې نه یې په ډک غږ چیغه کړه:
_واوره! لور دې در پاتې شوه! زما نه ده په کار، په کور دې درته ناسته وې، اوس نو خوشحاله شه.
د انجلۍ پلار په تونده وویل:
_ځان ته دې پام دی، دا څه چټیاټ بادوې؟
ځوان ځواب ورنکړ، له پالنګه یې ټوپ کړل، تر مخ ولاړې ښځې یې پورې وهلې، له چوترې کېوت، منډه یې واخیسته، وروسته د انګړ له دروازې بهر ولاړ.
د ښځو شور جوړ شو…
د انجلۍ پلار تر شونډو لاندې غلي وویل
_د شابو اندېښنه په ځای وه.
دی په ګړندیو ګامونو د ځوان پسې ووت.
څو ښځې په انجلۍ راټولې وې، تسلي یې ورکوله، د هغې سر ځړېدلی و، ژړل یې، اوښکې یې په غومبورو او پوزه ور روانې، وروسته یې یو ژړغونی غږ واورېد:
_ما وبښه!
انجلۍ سر را پورته کړل، ترڅنګ یې مور ولاړه وه.
ښځو د انګړ دروازې ته کتل.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.