هغه عادتونه چې غاښونه خرابوي

ډاکټر خپلواک

1,146

 

د غاښونو د خرابۍ ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نۀ کوي او یا دغه عوامل ورته پۀ نظر نۀ ورځي. دغه عوامل پۀ لاندې ډول دي:

ـ نشه یي توکي:
نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه یي توکو لوګی د غاښونو تر منځ فاصله کې خوندي پاتې کېږي، چې په دې سره د ګڼو نورو ناروغیو باعث هم ګرځي.

ـ د نوکانو زبېښل:
اکثریت ماشومان او لویان دا عادت لري، چې نوکان په غاښونو پرې کوي او یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي مکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

ـ د انرژیو څښل:
نن سبا اکثریت ځوانان فکر کوي چې بازارونو ته د تازه بېلا بېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نۀ یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول معدې ته مو هم جدي خطر لري.

ـ تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د ډکي وهل:
یو شمېر کسان عادت لري، چې څنګه ډوډۍ وخوري، نو د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

ـ د سختو شیانو ماتول:
په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه څه دي.

ـ په غلط ډول بُرس وهل:
د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، په داسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.