د لتا د غږ جادو

آصف بهاند

1,585

د لتا د غږ جادو

زه لا نیمچه زلمی وم

د لتاجې غږ به کابل رادیو نه

ارامولم، نازولم پسې

هرمازدیگر به بیا له «ال اندیا» رادیو نه په څو ځل خپرېده

هر مازدیگر به «پرمانند» وروسته له څو خبرو

د لتاجي د غږ دمونه چوفول، خپرول

زه لا په تانده ځوانۍ

د لتاجې د غږ د دم تابع شوم

د ښوونځي له پیل مخکې او له پای نه وروسته

د دارالامان کافي ته مخامخ ولاړ به ومه

کله به

د مانۍ بڼ پر ډبرین دیوال کرار ناست وم

او ټول وجود به غوږ وم

د لتاجې د غږ پوره لېوال وم

د لتاجې جادو دم کړی ومه

کله به بس کې هم د دې غږ راترغوږه شولو

*****

دا دی کلو پسې کلونه لاړل

وختونه واوښتل او سپین ډکي مې

بریتو کې نور هم سپین شول

هرڅه بدل شول

د لتا د غږ جادو او دم هماغسې دی

او د لتا د غږ جادو ته لا حیران یمه چې

اوس مې هم، د ترنم پر پلازونو باندې پاس گرځوي

*****

د لتا جاویي غږ ډېر خلک نازولي دي

خدای دې دا ونازوي

۰۶/۰۲/۲۰۲۲

هیدرسلیف

ډنمارک

Best Evergreen Sad Song | Lata Mangeshkar | Vol. 2 – YouTube

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.