روژتۍ لنډۍ/ ۱۳مه برخه

آصف بهاند

141

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه 

۲۸۱مه برخه

 

د پردېسۍ سپېره ماښامه

سخته روژه، زه یې په اوښکو ماتومه

 

د تلیفون شمېره دې راکړه

د پیشنمي په وخت دې زه را ویښومه

 

د روژې تنده تر ماښامه

د مینې تنده تر قیامته پورې وینه

 

د دې برخې له پاره دا نوې لنډې راټولې شوې دي:

 

روژې له ما نه ډکی جوړ کړ

د زړه په زور سره اوس اخلم قدمونه

 

د پردېسۍ سپېره ماښامه

سخته روژه، زه یې په اوښکو ماتومه

 

روژه په خوله چې غلی ناست وي

د داسې خلکو خو دې خدای ملگری شینه

 

اختر ته څو ورځې وخت پاتې

په زړه میراتې به د چا لارې څارینه

 

د تلیفون شمېره دې راکړه

د پیشنمي په وخت دې زه را ویښومه

 

په پټو سترگو پیشمنی کړي

د ځوانۍ خوب یې لکه بنگه زنگوینه

 

ياره په خدای که مې هېرېـږې

‏تـا يـادوم روژه پـه اوښکـو مـاتـومـه

 

په پيشړمي کې را‌په‌ياد شوې

ډوډۍ بې خونده اوبه زهر غوندې دينه

 

د روژې تنده تر ماښامه

د مینې تنده تر قیامته پورې وینه

 

روزہ به بیا پر وطن راسي

خاورو له تللي خلک بیرته نه راځینه

 

تېرہ روژه کې را سره وې

اوس مې نصیب ده چې بې تا يې تيرومه

 

مساپرۍ كې روژه راغله

ابۍ مې نه‌شته ما به څوک راپاڅوینه

 

ستا د دیدن ماښام ته ناست یم
زما روژه به تر قیامته پورې وینه

 

چي گرده مرده مياشت تېـريـږي

زما جانان به روژې زيـړ ځبېښلی وينه

 

روزه بوزه ورته یو شان وي

خوار خلک خوار دي، همېشه یې روزه وینه

 

د بختورو به نصیب وي

په روژه ماتي ستا د سترگو دیدنونه

 

اختره ته به ښایسته یې

خو مازدیگر د روژې بیل مزه کوینه

 

روژه په خوله ورته ولاړ يم

که کبرجن جانان مې واخلي سلامونه

 

روژه د صبر پېژندل دي

زما بې صبره زړگی بيا تا يادوينه

 

روژه د صبر، صبر میاشت ده

د صابرانو اجر خدای پاک ورکوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.