لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۲۷۹مه برخه

آصف بهاند

145

بیا به د غرونو جانان نیسم

د ښار جانان په سړی ډول خرڅوینه

 

ویزه کنسل که، کور ته راشه

د زړگي سره ماشومان دې یادوینه

 

په تهمت کلي نه ړنگیـږي

که ړنگېدی کابل به لوټې، لوټې وونه

 

په کټ کې ناست يې ليلا غواړې

په وچه ځمکه ماهيان چا نيولې دينه

 

د نویو لنډیو د خپرولو په لړ کې د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:

جانان د بل د خولې سړی دی
اورم ژوندی دی، پهٔ دیدن پسې یې مرمه

 

په تهمت کلي نه ړنگیـږي

که ړنگېدی کابل به لوټې، لوټې وونه

 

په کټ کې ناست يې ليلا غواړې

په وچه ځمکه ماهيان چا نيولې دينه

 

په ژوند دې غم لیدلی نه دی

ولې به سپین غومبري نه ګرځې مینه

 

اواز مې ډډ دی نه راخیژي
ستا د سینې لونگ مې ټول خوړلي دینه

 

ویزه کنسل که، کور ته راشه

د زړگي سره ماشومان دې یادوینه

 

زما د مینې جانان ته یې
که ټول جهان له ښکلو ډک شي څه به یې کړمه

 

نورې ښیرې به درته نه‌کړم
دومره خپه شې لکه زه چې خپه يمه

 

لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

په هدیرو کې خلک بېل، بېل خښوینه

 

ما ته غمجنې کیسې مه‌کړه
زړه مې نری دی، اوس به چیغې گډې کړمه

 

د ناهیلۍ چاره دې وکه

تا په سپین‌ږیرو باندې سر وگرځاونه

 

پسرلی راغی ونې شنې شوې

زما د زړه ونې ږلۍ وهلې دينه

 

بیا به د غرونو جانان نیسم

د ښار جانان په سړی ډول خرڅوینه

 

پټي ته دواړه خوندې لاړې
پۀ لاسو ساگ، پۀ سترگو زړونه شوکوينه

 

په سرَطان دې خدای اخته کړي

چې له هېواده سره څوک جفا کوینه

 

اوربل یې ما دانه‌وانه که

د کنډوگي سیلۍ پرې ځان بدناوموینه

 

په لوړو غرونو کې مې گورئ

له خپله کوره زه پخوا راغلې یمه

 

چېرته په غرونو کې مې گورئ

له ابادۍ نه زه پخوا وتلی یمه

 

چې لیونی شوې پر ما راشه

د لیونو دارو په جیب کې گرځومه

 

ته لیونی ـ لیونی گرځه

خو چم کې گرځه چې ډاډه درباندې یمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.