غږونه او غوږونه

آصف بهاند

174

د دې ټولو ستونزو په اړودوړ کې بیا په افغانستان کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو گورو یې چې د افغانستان د نوي نسل له زدکړو محرومول د نجونو د ښوونځیو د بندېدو، د ځوانو نجونو پرمخ د پوهنتون د زدکړې دروازې تړل او په ادارو کې د ښځمنو پرکار باندې بندیز؛ پر ټولو محروم کړای شوو ښځینه‌وو او د هغوی د کورنیو پر اوږو باندې درانه بارونه داسې پراته دي چې ټول ملت یې تربارلاندې زگېروي کوي. خلک د ترخه ژوندانه د ویرونو تر بارونو لاندې داسې ستړي دي چې همدا دونیا ورته دوزخ شوې ده او خلک مجبور دي چې و قهرېـږي او د ښوونځیو تړلې دروازې پرانیزي. ما د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو غمیزه په نویو تورو سره داسې رسامي کړې ده:

غږونه او غوږونه

ښوونځي کولپ دي

هېڅ نه خلاصېـږي

نجونې ولاړې

ورته ژړېـږي

غږونه کېـږي

غوږونه نه شته

د خلاصولو غوښتنې کېـږي

خلک شول ستړي

ور نه خلاصېـږي

انسان نلېـږي

انسان یې ناوري

نجونې ژړېـږي

تعلیم یې پاتې

ژوند بربادېـږي

ټول ورته گوري

راتلونکې څه ده؟

نړۍ لوړېـږي

موږ ښکته درومو

ډېر خلک ژاړي

لږ پورې خاندي

ارام غږونو خو ځای ونه نیو

قهر به کېـږي

ور به خلاصېـږي

۲۱/۰۳/۲۰۲۴

هېدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.