مينه

ذبیح الله احساس

1,239
مينه
لکه په نيمه شپه اسمان کې ستوري
بار بار يې شمارې
خو حساب يې لګولی نه شې.
مينه
لکه ناول چې لولې
چې لومړۍ پاڼه دې لوستلې نه وي
او ناکرار يې شې وروستۍ پاڼې ته.
مينه
لکه روان سمندر
تنده نيولی پسې منډه وکړې
ايله يوه لپه دې حق ورسي.
مينه
لکه له ځمکې چې اسمان ته ګورې
د فاصلې ډېروالی حس کړې ورته
خو اندازه يې لګولی نه شې.
مينه
لکه شېبه د وصال
يار دې په څنګ کې وي
ته وېره د بېلتون پالې.
مينه
لکه کيسه د ژوندانه دغسې
له تا نه وړاندې پيل ده
او له تا وروسته به هم نه خلاصېږي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.