اغزنه سزا

مصطفی صفا

1,209

یو څه راځي زما په زړه کې رسوایي جوړوي

یو څه راځي زما خوبونه داغي

زه د خپل زړه په دروازه کې ولاړ

زه د خپل فکر په شېبه کې بندي

زه د خپل خوب په انتظار کې اوتر

څنګه له ذهنه راګوزار کړم اضافي لفظونه؟

څنګه له سترګو راجارو کړمه تبجنې اوښکې؟

څنګه راوڅنډم د خپلې حافظې خَځلې؟

زما د سر دا رانسکوره کاسه

لا د یادونو په ایرو ډکه ده

زه لا د ژوند په تماشه کې ورک یم

له یوه ګام څخه تر بله ګامه

خپلو فکرو په سر اخیستی یمه

دا فکرجنه خاموشي او دا بې شوره چیغې

دا مې په کومه بیایي؟

په څه لغړه تنهایۍ کې زانګم؟

خپل سیوری هم راسره ګام نه اخلي

خپلو خوبونو رانه لاس اخیستی

ټول دېوالونه رانه مخ اړوي

ټول کاڼي، بوټي مرور دي رانه

او باد مې تش د خولې سلام نه اخلي

خپل اسویلي چېرته په ونو کې راوځړوم؟

چېرې ویده شمه د کاڼو په شان؟

ژوند مې په سر کې د فکرونو په شیندلو اخته

وخت مې په زړه کې د یادونو په تَپلو ستړی

او زه د عقل تر زندانه پورې

په خپلو سیورو کې ډوبېږم پسې

په ما تیارې راڅاڅي

خوبه! راځې او که نه؟

ستا د راتلو لپاره لارې مهرباني نه دي!

زه د وجود په شاړه ځمکه زرغون

زه د فکرونو له توفانه تښتم

ما د فرار لپاره ډېرې دروازې راپسې خلاصې پرېښې

ژوند رانه چورلي، ما د ژوند شېبې همداسې پرېښې

زه په صحرا کې له خپل سیوري سره

زه د تیارو له منځه

دا ټول جهان چې را ایسار کړمه یوې ذرې ته

دا ټول تاریخ چې زه راټول کړمه یوې شېبې ته

دا څه ګناوې چې راغونډې کړم یوې توبې ته

فکر او فکر سلسلې راوړي

             زما شعور ته زولنې راوړي

زما وزرونه هسې وننګوي

             راته زړه ماتې ارادې راوړي

زه د یادونو په ځنګل کې روان

زه د غروب سرې ترانې اورمه

زه په یوه، یوه شېبه کې ولې

بیا ټولې تېرې زمانې اورمه؟

ما څومره ستړی انتظار کړی دی؟

خپلو خوبو راته آزار کړی دی

زه په زرګونو حیرانیو حیران

زه په زرګونو خاموشیو خاموش

یو فکر راشي، راته زر فکرونه وزیږوي

یوه دنیا راته په زرو دنیاګانو واوړي

زه د یو ځل پر ځای، بیا زر ځله ستومانه شمه

نن راته رز ځله په نن بدل شي

او غم مې زر ځله، بیا غم شي راته

آخر به څومره څوک په ځان کې هضموي فکرونه؟

آخر به څومره څوک په لارو زنګوي فکرونه؟

آخر به څومره چا ته

                خړې صحراوې

                    ستړي مرګونه

                       فکر، فکر کېږي!؟

دغو فکرو، زه د سکوت په غرونو واړولم

دغو فکرو، زما له سترګو څڅول خوبونه

دغو فکرو، زه د جنون په لمبو وویشتلم

دغو فکرو، که مې د زړه سترګې رڼې کړې

                                نو ړندې یې هم کړې

دغو فکرو، که ورځې راکړلې

                                نو شپې یې هم کړې

فکر سزا ده

            د آرام د ح کیسه ده

فکر په زړه کې

            د ټول عمر زړه تنګۍ کیسه ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.