غزل

دیاسنګهـ انجان

737
ما د خپل رنګ ښکلو رنـګونو بـانـدې رنګ کړه یاره
کـه داسـې نشي ، ما د تـورو خـاورو زنـګ کړه یاره
شه د رقیـب تـر مخ راغـــاړې ، چـې لـمبه لمبه شي
سر مې د مینې په دونیا کې یو ځل دنګ کړه یاره
تـه بـې لـه مـا ، زه بـې لـه تـا ، یـاره نیمګړی یمه
رانه خوئـیدلـی ئـې راځه بیا مې تر څـنګ کړه یاره
هجـر تـور کـړی یمه خــیر دی ، خـوی مې ندی بدل
پــه محبـت ، د خــپلـې غــاړې مـې لـونګ کړه یاره
پـه کار مـې نـدي محـلــونـه د دونـیا تـري تـیر یـم
یـو وارې بـــیا مـې د کـوڅـو خــړو ملنګ کړه یاره
نشــته خـمــار پـدې پـیالـو کې ، ماتـه ئـې مه ډکوه
خمار خماره مې ، د سرو بنګـړو په شرنګ کړه یاره
بیلـتانه ډیـر دی ځـورولـئ ، باور وکــــړه په خدای
د زلـفو سـیوري تـه انـجان غیږه کې ړنګ کړه یاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.