يو نوى پښتو ناول ۔ د عشق او مبارزې داستان

محمد اکبر کارګر

2,392

دلته د ګران عصمت زهير په نوي چاپ شوې ناول خبري كوو، البته ناول هم ناوليټ دی او زموږ خبري به هم لنډي وي . لومړې تر هر څه بايد ووايم چې په تخليقي ادب كي كه ليكوال وغواړي اوكه ونه غواړي په خپله هستونه كې حضور پيدا كوي د گوستا وفلوبرخبره يې ښه مثال دى چى د خپل يو شاهكار په باب چې مادام بو واري نوميږي وايي :
٬٬زه مادام بو واري يم . ٬٬

د نوام چامسكي په نظر:
«ادبيات د پوهې د ترلاسه كېدو لپاره يوه مهمه وسيله ده. د همدې وسیلې له لارې موږ كولی شو د انسان واحد تجربيات او ايديوسنكرتيك ارزښتونه چې موږ يې هره ورځ د بشري ژوند د علمي ارواپوهنې په نسبت د ناول په شخصيتونو كې مطالعه كوو، ترې زده كړه وکړو.»

فردي تاريخ په واقعيت كي هغه عنصر دى چې لوستونكي يې له ادبياتو زده كوي، له كومه ځايه چې د شخصيت په اړوند پوهاوی ادبيات وړاندي كوي، نو ادعا كېږي چې۔۔۔

«ان تر دې چې په ظاهر كې د خيالي كيسو محتوى چې په خپل ذات كې علم دى، هر وخت د يوې شخصي پوهې ډول دى، چې له هغې څخه موږ تر لاسه كړې ده.»

خو موږ د اكتوبر په ۲۵ خبري كوو، ناول د مقاومت او مبارزې او د مينې او عشق يو تركيب ناول دى ،وايي چې دا د زهير پاچا لومړڼې ناول يا روماني تجربه ده ، چې دا ناول را منځ ته شوى دى.
بله ځانگړنه دا ده چې ناول د پښتو د پخوانيو ناولونو يا هغه اثار چي په لومړي وار په پښتونخوا كې رامنځ ته شوي دي پل تعقيبوي۔۔۔
دسبك او ستايل له مخې د رياليستي او واقعي ژوند مسايل په كې ډېر ځليږي او دا يو هغه عنصر دى چې ليكوال غواړي موجود واقعيتونه ترسيم كړي د داسې واقعيتونو ترسيم كله نا كله د هنري اثر جوړښت ته زيان هم رسوي، دا ځكه چې د حالاتو بيان په خپل ذات كې يو رپورتاژيك كار دى۔۔۔
ناول د بيلا بيلو مسايلو او ارزښتونو د يادوني جوگه دى۔۔۔ دلته د پښتنو د موجوده ژغورني غورځنگ يادونه او په هغه كې د هزاره توكمو گډون ته اشارې شوې ده، دا جوتوي چې استبداد او بربريت په وړاندې نژاد او توكم خپل شتون ته په ملي سطحه كې كم رنگه كيږي او يوازې د استبداد او مظلوميت مساله را منځ ته كيږي، هم دا رنگه ډېر باريكه مسايل چې په سياست كې ورګډيږي او جريانونو ته لورى وركوي د خلكو د تحميق سبب نه بلكې د اگاهۍ اوبيدارۍ سبب كيږي ۔

هم دارنګه دا څرګنده خبره ده، چې ادبيات د فرهنګي او ټولنيزو ارزښتونو او اظهار لپاره يوه وسيله ده۔۔۔
«ادبيات يوه ټولنيزه موسسه ده چې ژبه په كي د ټولنيزې هستونې لپاره كارول كېږي. ادبيات د ژوند استازيتوب كوي او ژوند په لويه كچه د ټولنيز واقعيىت ان تر دې چې د طبيعې نړۍ يا د فرد د دننني ذهني دونيا او هم دارنګه د عيني دونيا ليكلي تقليد كوي. شاعر پخپله د ټولنې غړى دی او په ټولنه كي ځانګړی موقعيت لري.

٬٬نزاكت په نفي كې ورته سر وښوراوه .
گوره اغلي ! زه د هزاره ډلې نجلۍ يم د تېرو څلورو لسيزو مې بې شمېره ځوانان او سپين ږيري وژل شوي دي او هم وژل كيږي، د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخه يې زموږ ذهنونه داسې را جوړ كړي وو دا زموږ قتل عام چې روان دى دا هر څه يوازې اهل سنت ډله كوي لاكن اوس موږ پوه سو دا چې ناپيژندلي دي دا موږ اوس ډېر له نږدې پيژندلي دي .٬٬ ۱۴ مخ

يا داچې :
٬٬پښتون ځوان باسواده كهول پر خپله خاوره خپل ملي شناخت غواړي د وطن پر شتمنيو خپل ملي واك غواړي او پر خپله سپېڅلې خاوره ترهګري ختمول غواړي خو دښمن په ترهگري كې خپله استعماري بقا ويني ٬٬۔ ۱۵

د ناول يوه ډېره په زړ پورې او هنري برخه د ېو تابلو تشريح ده چې وايي :

٬٬سړى نيم په رڼا كي او نيم د ميرمن سره په تياره كي،ميرمن يې ترلاسه نيولى رڼا ته يې هڅوي۔۔۔
ساربان په غېر ارادي توگه ورته وويل لكه زه چي هڅه كوم تاله دې تيارو رڼا ته راوبولم اولاس دې ونيسم .

څه مطلب؟ نزاكت په سنجيدګۍ پوښتنه ورځنې وكړه ۔
سوري ميډم (ساري مادام ) زما د خبرې منفي مطلب وانخلې ستا په دي نوي انځور كي په لومړي ځل يوازيتوب په ملگرتيا بدل سوي دی او د طبعيت تلخي په مسرت بدله سوې را ته ښكاره سوه او تاسوچې له كلونو د څه په لټون واست هغه مي لاس ته را وړې ۔ ٬٬ ۳۵ مخ

٬٬ساربان خانه! ځيني ژور زخمونه هم زيات وختونه يو فنكار د زړه په لحد كې ساتل نه غواړي خو ساتي يې په زړه كې ځكه چې د اظهار ټاكلی وخت يې رسېدلي نه وي .٬٬
ځيني وختونه يو فنكار د يو څه اظهار كول غواړي خو د ټولني قهر اوغضب يې ور تر زړه سي تر خپل تخليق تېر سي ، څنگه چې يو شاعر غواړي څه ووايي خو خپل احساسات بيرته وژني د خيالي جنت په سيل د خيالي ليلا سره لاس تر غاړه روان سي ٬٬.

د دې كرښو د ليكوونكي په نظر د ناول ډېره څرگنده او ځواكمنه برخه هم هغه ده چې د كركتر دروني او دنني حالت بيان كړي ۔ په دې ناول كې ژوري مسالي ته هم پاملرنه شوې ده او هغه د ېوى تابلو په بڼه كې د انساني دردونو او د يوازيتوب مساله ده كومه چې نن د وجودي فلسفې اساسي زړي په توگه پېژندل شوې ده ۔

د ناول ليكوال په روانو او موجوده ارزښتونو يا مصنوعي كړنو چې د نوې پانګوالي نظام سوغات دى كلك ګوزار او نقد كوي او هغه د انسانيىت يو مخالف لوري په توګه ترسيموي د ناول يو كركتر وايي :

٬٬ ژوند ټول په دې ښار كې نمايشي هم مصنوعي دی ځكه خو د ځوان او پېغلي توپير كول هم لويه سرخوږي پكي گرځيدلې ده د ژوند معيار علم ،پوهنه ادب ،سړيتوب خواخوږي او سياست نه پاميږي۔۔۔

په دې ښار كې د ژوند معيار پيسه ده ،دنګي بنګلي ،لوی موټران څلور څلور ودونه او بي دريغه حجونه كول د ژوند معيار گرځول سوي دي ۔

په دې ښار كې د ادب هنر تاريخ او فلسفې دنګ څلي را ونړيدل تش د القابو سوغاتونه ستاينليكونه او نوازشونه دي يو او بل سره نازوي .٬٬ ۵۱ م؛خ

كركتر د نقدونو په برخه كې او د يو ملي شعور اوخبرتيا په كچه پوهيږي او د دې اظهار كوي چې پښتون اولس او يا نور ملي واحدونه په داسې يوه مصنوعي ټولنه لكه پاكستان كي څرنګه سپكاوي كيږي اوڅه ډول د دوی په فرهنګ او ارزښتونو ملنډي وهل كيږي ۔ لكه چې كركتر وايي :

(( اغلي هغه خو بيخي بد تميزه ښځه ده اوانتهايي پست پاته پنجابي ذهنيت لري .
هغه بل وار دې ياد نه شي چې د پښتنو د كلتور ستال ته راغله ويل يې : دا د كوچيانو په كلتور هم خلك وياړي . )) ۵۲

موږ په يوه برخه كې دا اشاره وكړه چې ناول په سياست هم ورگډيږي خو كه هم دا مطلب په يو بل عبارت ووايو هغه به داوي چې ليكوال هڅه كړې د خپلې معاشرې يا ټولني موجوده ستونزي او لاملونه يو په يوه په گوته كړي۔۔۔

يو اساسي علت په مودرنه نړۍ كي چې د شرق اولسونه ورسره مخامخ دي او په تېره د پاكستان خلك او محكوم اولسونه ورسره مخامخ دي هغه د پاكستان دولتي او پوځي اداره ده، ليكوال د كركترونو په ژبه ځاى ځاى د د غه دوه ادارو يادونه كوي چې استبلشمنت او پوځ دى ۔۔۔
اصلن مالوميږي چې د پاكستان ټولنې د ازادۍ او ديموكراسۍ سره الرژي لري او هيڅكله به يې په سترگو ونه ويني دا ځكه چې ازادي يا ديموكراسي يعني د اداري او پوځ د مرګ مثال لري ۔۔۔
زه چې كله د پاكستان په باب څه لولم نو د مشهور ليكوال سلمان رشدي د ”شرم“ ناول را ته مخي ته دريږي او هغه ماشوم چې مور يې مالومه نه ده مخ ته كيږي۔۔۔
هم دا راز بيا راته د حسين حقاني ”پاكستان دپوځ او جومات تر منځ“ اثر را مخ ته شي۔۔۔
اوخبره مې د يو پاكستاني ياغي مشر چې اوس په لندن كي دى يو وخت يې ويلي وو چې۔۔۔
”په معاصر نړيوال تاريخ كې لوېه تېروتنه داده چې پاكستان جوړ شو او د هند له بدنه يو اندام را غوڅ شو“
لكه چې هم دا شان مطالب د كركتر له خولي ويل كيږي :
٬٬ټول د پروديوسرانو په اشارو نڅيږي واحد هم دا ثريا ده چې پروديو سران نڅوي ځكه د كيپټن عماد لاس ورباندې پروت دى څومره چې سول ادارو كې پوځي مداخلت زياتيږي ، موږ په اخلاقي فسادونو ككړيږو ،په تعليمي لحاظ پر غرقيدو يو زموږ له تعليمي ادارو يا نشيان را وزي يا بدلمنې دا ټول هم دا د پوځي مداخلتونو نتيجه ده چې نوى نسل مي ريبي د دعا او رڼا دروازې ورباندې تړي ۔ ٬٬ ۵۳مخ

ناول دليكوال لومړنۍ تجربه ده ۔ خو ناكامه تجربه نه ده هيله ده چې بله تجربه به يې له دې هم بريالي وي ۔

د ناول څو ستونځي داسي په گوته كولی شوچي د تناسب له مخې زيات كركترونه لري او په اساسي كركترونو سيوري اچوي ۔ ۔
هم دا راز د تصويرونو په برخه كې هم ډېر زوړ پښتو ناولونو سبك تعقيبوي يو مثال يې :
ساربان هيڅ نه پوهيده چې د ياسمين او د گلالۍ د بدن خوشبو څله دومره مماثلت سره لري ۔۔۔۔۔۔۳۷

هم دا راز كله چې د يو كركتر ښكلا او كړه وړه انځوروي هم دا شان د صاحبزاده محمد ادريس او د رسا سيد رسول مكالمو ته ورته عبارات او انځورونو ليږدوي ۔

سياست د ژوند يوه عملي برخه ده خو دلته په ناول كي د سياسي پيښو او سياسي جريانونو حضور د ناول هنري ښكلا ته زيان رسوي كيداى شي دلته د سمبول ژبه كارول شوي واى۔۔۔
خو په هر حال د اكتوبر ۲۵ ناول د معاصر ژوند يو انځور دى ۔ د زهير پاچا د لا بريو په هيله ۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.