سور کمیس _ لنډه کیسه

وږمه سبا عامر

1,481

خپل دستکول یې اپارتمان ته په ننوتو د دهلېز په غولي وشاړه، له پنډو پنډو غوښنو پښو څخه یې بوټونه ووېستل، همداسې پښې یابلې د خوب کوټې ته ننوته، په یو درز یې ځان د خوب پر کټ وغورځاوه. له دې سره له تخته نازک نرم غږ زنګ زنګ پورته شو. د ستومانۍ احساس یې کاوه خو دا ستوماني ورته تکراري وه. د کوټې چت ته ځیره وه. یو ګیلاس ګرمو چایو ته یې زړه وشو. مور یې وریاده شوه چې د دې کورته له رسېدو سره به یې پر خپلې نګور بړچ وهل چې دا ستړې راغلې، چای ورته راوړه. هغې به هم د سترګو په رپ کې د چایو پتنوس حاضر کړی و. پتنوس به په کابلي کیک او افغانیو کلچو، چې په ارباب روډ کې یوه افغان تیارولې او ښه نوم یې وتلی و او په ښه قیمت به خرڅېدې، ډک و. بس د دې د پیسو له برکته، لالا څه چې ټولې کورنۍ ورباندې مزې کولې.
د تنهایۍ، ځانځانۍ او دمساپرۍ د غربت د سختو دردونکو سپیړو خوند یې نه ولیدلی. بس د پیسو شهرت حریص نیولې وه په ډیرو سختیو او جادوګریو او لویو لویو قربانیو یې د دفتر د مست بوډا مشر سره یې د نا روا یارۍ تارونه وخوځول اود چا خبره تر او سمندرونو راواوښته.
ارمان ورغی بس اوس شوی کار و،د زیاتې چاغۍ له وجې له ځایه پورته کېدل ورته ستونزمن وو نو مورته له ټیلیفون کولو څخه تېره شوه. د خوب تخت ګډوډ پروت و، بالښتونه یوې خوا او بلې خواته پراته وو، د تخت په لیدو سره، محسوسېدله، چې تیره شپه سم غوبل ورباندې تېر شوی دی. موسکه شوه د تخت خوا ته پر نسواري رنګه مېز د خوب د څراغ مخ ته د واینو دوه پیالې خوا په خوا اېښودل شوې وې. د یوې پیالې، نرۍ څوکې، د تک سور لبسیرین رنګ خپل کړی و. پیالو ته په کتو یې زړه وموسیده، او حبشه یی بای فرینډ یې په زړه ورو وریده.
دومره صفتي ښکلې هم نه وه، او نه دومره بدرنګه بس پینځه شیانو یې د یوه ښه بای فرینډ درلودلو څخه محرومه کړې وه، بدرنګه پوزه یې درلوده، ژړمخې توره کۍ وه،تر حده وتلې غټې غټې غولانځې یې درلودې، په عمر پخه او تر حده وتلې چاغه. بس دا مجبوره وه چې د زړه د هوس لپاره په ډیرو پیسو کوڅه ډبي او مجبور هلکان وساتي.
څه ور په یاد شول، زر وارخطا له ځایه پاڅېده، د کوټې د کړکۍ خواته ورغله، پستیي رنګه پرده یې چې زيړ ګلونه یې درلودل، یوې خواته کش کړه. له کړکۍ څخه لاندې سرک او د سرک اړخونو ته د موټرو پارکینګ ښکاریده. لاندې یې ښه ځیر ځیر وکتل، د دفتر د مشر موټر په پارکینګ کې نه ښکاریده. بېرته راغله د تخت په ژۍ کېناسته. تور برجست یې له ځانه لرې کړ، شنه شنه غوښین لینګي یې ښکاره شول. لاندې یې په پښو لاس تېرکړ، زیږه ورته ښکاره نشول، ځکه چې یوه ورځ مخکې یې کریم پرې موښلي وو. خپل ټټر کې یې لاس دننه کړ، بېرته یې وویست، ګوتې یې خپلو سپږمو ته نږدې کړې، سوړ بوی ورڅخه ته. د لمبلو توان ورسره نه و، پاڅېده تشناب ته لاړه، د هیندارې مخې ته ودرېده، د شین رنګي پلاستیکي خولې بندې کوڅوړکې څخه یې لمده تیشو راوویستله، ټټر ته یې دننه کړه، د بدن خولې یې پرې پاکې کړې. د هیندارې مخې ته د بدن د خوشبویۍ بوتل یې راواخیست او د زړه له اخلاصه یې فش فش ګریوان له خوشبویو ډک کړ. له تشناب څخه راووته چې د اپارتمان ټالۍ وشرنګیده، په منډه د خوب کوټې ته لاړه، د واینو تش بوتل او دواړه ګیلاسونه یې په کثافت دانۍ کې واچول. خپله تور رنګې تنګه لمنه او راداره کمیس یې وویستل او لاندې د المارۍ کونج ته یې ور وشړل. په المارۍ کې ځوړند تک سور نیم بربنډ اوږد کمیس یې واغوست، په دې کې د دوهم ځل لپاره ټالۍ وشرنګیده، د کباب کړي چرګ خوشبویي، د چایو تنده ورڅخه هېره کړه، د ګلونو ګیډۍ یې په پخلنځي کې د ډوډۍ په مېز کېښوده او له المارۍ څخه دوه نورې پاکې د واینو پیالې یې راواخیستې، د دفتر مشر د دې سور کمیس ته کتل او دا خوشاله وه چې غوښن لینګي یې ترسور کمیس لاندې پټ دي.

۲۰۱۷ اګست ۱۳
پراګ – چېک جمهوریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.