بايدن ښايي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه د سپتمبر د بريدونو قربانيانو ته ورکړي

505

يوه امریکايي چارواکي ويلي دي چې جو بايدن ښايي د جمعې په ورځ د يوه اجرايوي فرمان په جاري کولو سره د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو يو څه برخه د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د بريدونو قربانيانو ته ورکړي.

USA - 20. Jahrestag der Terroranschlägeد اسوشيتد پريس په يوه رپوټ کې د يوه امريکايي چارواکي له قوله چې په دې اړه له پريکړې خبری دی، ويل شوي چې انتظار کيږي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن نن، جمعه (د فيبرورۍ ۱۱مه نيټه) هغه اجرايوي فرمان لاسليک کړي چې دمخه به یې د امريکا په بانکي سيسټم کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنيو څخه کابو اووه میلیونو نيمايي یې په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه او نورې یې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

دا فرمان به د امريکا د مالي ادارو له خوا په دې اړه د سهولت رامنځته کولو ته اړتيا ولري څو ۳،۵ میليارده ډالر د افغانانو د مرستې او بنسټیزو اړتياو د پوره کولو له پاره ورکړل شي.

د دغه چارواکي په حواله به نور ۳،۵ میليونه ډالر په امريکا متحده ایالاتو کې پاتې شي او د ترهګرۍ د قربانيانو له خوا د روانې حقوقي دعوې د تمويل په موخه مصرف شي. ياد چارواکي نه غوښتل چې نوم یې په ډاګه شي، ځکه چې تر اوسه دا پريکړه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې.

تر هغه وروسته چې د تېر میلادي کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د دغه هيواد د میلياردو ډالر شتمني چې زياتره برخه یې په امريکايي بانکونو کې پرته ده، کنګل شوه.

له دې کبله د هيواد لا دمخه ځپل شوی اقتصادي سیسټم له سختو ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان د پخواني حکمت کابو ۸۰ سلنه مصارف د نړيوالې ټولنې له خوا پرې کيدل. اوس د دغه مرستې چې ښوونځي، روغتونونه، فابريکې پرې تمویليدې او د دولتي مامورينو معاشونه پرې ورکول کیدل، قطع دي.

په داسې يوه حالت کې د روغتيا په برخه کې د بودجې کمښت، د کرونا وبا، وچکالۍ او خوار ځواکۍ د بنسټيزو اړتیاو پوره کول نور هم سخت کړي دي.

دغه چارواکي يادونه وکړه چې هغه امريکايي محکمې به چې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو قربانيانو پکې د طالبانو پر ضد عريضې کړي دي، د تاوان د ورکړې له پاره اقدامات ترسره کوي.

تمه کیږي چې دغه اجرايوي فرمان به د جمعې ورځې په اږدو کې د بايدن له خوا لاسليک شي. نيويارک ټايمز لومړۍ ورځپاڼه وه چې د دې فرمان په اړه يې رپوټ ورکړی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.