د امریکا په عدالت کې بې عدالتي

محمد اسماعیل یون

715

( يادښت : دالیکنه هم یو څه اوږده ده ، لوستل یې اوسېله غواړي ، که امریکا کې یې کوم هېوادپال افغان انګلیسي ته وژباړي او اړوندې محکمې ته یې ورسوي په ملي او هېوادني ثواب کې به شریک شي).

د لویو زبرځواکونو اشتباوې او خطاوې هم لویې وي، د غرور پر اس سواره شي ، له یوې وړې تېروتنې یې پیل کړي او په پای کې همدا وړې وړې تېروتنې یوه په بله پسې غوټه شي او د یو ستر زبرځواک د نړېدو سبب شي.
لومړۍ نړبواله جګړه د یوه شخص د قتل له اشتباه پیل شوه او بیا په کې د اروپا ډېر متمدن هېوادونه او ملتونه وسوزېدل، دویمه نړیواله جګړه هم د هتلر د ځانخوښونې له غریزې پیل شوه او بیا د پنځوس ملیونه انسانانو د ژوند په قېمت تمامه شوه. پخواني شوروي اتحاد هم د یو دیکتاتور د غرور او د یو غوړه مال د کاذب نفوذ او دروغجنو ژمنو له امله خپله اشتباه پیل کړه ، خو په پای کې همدا تېروتنه د شوروي د ړنګېدو سبب شوه. امریکا په یو څه توپیرونو هماغه تېروتنه بیا تکرار کړه. که څه هم تر دمه لا ړنګه شوې نه ده ، خو د ماتې شرم یې تر شوروي اتحاد او زړې برتانیې هم کم نه دی.
امریکا پر افغانستان باندې د خپل برغل پر مهال له ډېرې بېړې کار واخیست ، په کوردننه یې غله او فسادګر را ټاله کړل او د ط.ا.بانو پر ځای یې د قدرت پر ګدۍ کېنول.دا نامتجانس او مصنوعي ترکیب او دلته د دوی د یوویشتکلن حاکمیت په بهیر کې متوارې تېروتنې ، دوی له داسې یو نامطلوب برخلیک سره مخامخ کړل چې د داسې یو نړیوال لومړۍ درجه زبرځواک په فکر کې نه ګرځېدل.
امریکا متحده ایالات د نړۍ داسې یو لوی هېواد دی چې (۹،۸۳۴) ملیونه کیلو متره مربع مساحت او ( ۳۲۹،۵) ملیونه نفوس لري ، د نړۍ (۲۵) سلنه انرژي مصرفوي ، د دنیا نږدې (۴۰) سلنه سره زر لري او ویل کېږي د ټولې نړۍ نږدې (۳۳) سلنه اقصتاد یې په لاس کې دی، د پیسو کلنی دوران (GDP) یې په ۲۰۲۱م کال کې (یوویشت نیم ټرلیونه) ډالر دی. له ۲۰۱۵-۲۰۲۰ م کال پورې د افغانستان د ټولو پیسو کلنی دوران یوازې ( شل ملیارده) ډالره و او اوسنی حالت که په پام کې ونیول شي ، نو کېدی شي زموږ د هېواد ټول کلنی دوران (لس ملیارده) ډالرو ته را کښته شوی وي، یانې په امریکا کې د دوی د پیسوکلنی دوران نږدې (دوه زره ځله ) تر افغانستان زیات دی.
د اقتصاد دا حجم او د ټکنالوژۍ دا پرمختګ په دې مانا نه دی چې دوی به ګنې په ټولنیز ډګر او د عدالت د تامین په برخه کې هم همدومره تر افغانانو لوړ وي.بلکې په دې برخه کې حق د افغانانو په طرف دی.
کله چې په تېر اګست کې ط.ا.بانو یو ځل بیا پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه ، نو امریکا کې د هغه هېواد حکومت د افغانستان ټوله پانګه ، چې نږدې (اته نیم ملیارده ) ډالره کېږي ، کنګل کړه . له افغانستانه تر وتلو وروسته سم له لاسه داسې اوازې خپرې شوې چې د امریکې د یوې محکمې د پرېکړې له مخې به د دې پیسو یوه برخه د سپټمبر د (۱۱ )مې نېټې د پېښې د نږدې (څلور زره تنو) قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.که دا پرېکړه عملي شي ، نو د افغانانو د اقتصادي مظلومیت پېټی به لادروند شي او امریکا حکومت به په افغانستان کې د تېرو سیاسي او جنګي جرمونو او تېروتنو په تعقیب د مظلوم افغان ولس پر وړاندې د نورو بشري او اقتصادي جرمونو مرتکب هم شي.دلته غواړو د امریکا د حکومت او بیا د محکمې د نظر او پرېکړې
د اړوندو خواوو د مسولیت او مکلفیت په باب یو څو څرګندونې ولرو:
د پرېکړې اساس له دې محتوا سره تړلی چې (اسامه بن لادن )او د هغه ملګرو پر امریګا برید کړی ، د ط، ا . ل بانو تېر حکومت ورته پناه ورکړې او دا ځای یې د امریکا پر ضد کارولی دی ، نو ځکه دوی ګرم دي او تاوان باید پري کړي.په دې باب باید وویل شي:
۱-اسامه او عرب جنګیالي خپله د امریکا د لویو پالیسیو زېږنده وو، دوی یې د روسي پوځونو په مقابل کې وجنګول او د دواړو تر منځ د جګړې په بهیر کې افغان ولس ته درانه زیانونه واوښتل.
۲-اسامه او ملګري یې د هغو جهادي ډلو له خوا افغانستان ته راوړل شوي وو ، چې وروسته د امریکایانو د کورنیو ملېشو په توګه د هغو له خوا وکارول شول او د امریکایانو د شلکلن پوځي حضور په بهیر کې د واک وځواک او نعمت خاوندان وو، امریکا د دې پر ځای چې ط. ا لبانو ته ، چې اسامه ورته له تېرو جهادي ډلو په میراث پاتې و ، سزا ورکړي ، باید له اصلي محرکینو او عاملینو سره یې پر خپل وخت حساب او کتاب کړی وای.
۳- ط. ا. لبان چې کله لومړی ځل واک ته ورسېدل ، نو د افغانستان بانک په خزانه کې یوازې پنځوسګون او سلګون نوټونه پاتې وو ، چې دا مهال د زیات انفلاسیون له امله ناچله شوي وو، نور هېڅ نه وو، یوې روسي کمپنۍ رباني -مسعود او یو انګلیسي کمپنۍ جنرال دوستم ته بې پشتیوانې پیسې چاپولې چې د افغانیو ارزښت یې ( یونیم زر ځله ) را غورځولی و.
د ط، د حاکمیت پر مهال د ټول هېواد کلنۍ بودجه نږدې ( یو پنځوس ملیونه ) ډالره وه چې د زېرمه کولو لپاره یې هېڅ چانس نه و ، له درېیو هېوادو پرته یې نه حکومت چا په رسمیت پېژنده او نه یې خپله کرنسۍ لرله.
۴- که د امریکایانو له خوا د غرامت خبره مطرح وای ، نو د ط، د تېر حکومت پر مهال به یې دا موضوع عملي کړې وای، لږ تر لږه ، عربي متحده امارات ، سعودي عربستان او پاکستان ، چې د ط واکمني یې په رسمیت پېژندلې وه ، د امریکایانو سیمه ییز متحدین وو او خپله اسامه بن لادن ورسره هر ډول اړیکي درلودل ، هغو ته به یې ویلي وو چې ګورئ موږ له دې خلکو خپل غرامت او تاوان غواړو.
۵-د امریکا له یوې محکمې پرته بلې هېڅ کومې نړیوالې محکمې ته نه دا موضوع راجع شوې او نه پرې چا نظر ورکړی دی ؛ نه مدعي دعوه کړې ، نه څارنوال دعوه اقامه کړې او نه مدعی علیه چا پوښتلی چې ته څه سپیناوی لرې او کنه ؟ بس یو حکومت دی ، یوه محکمه ده ، نه مدعي شته ، نه مدعي علیه ، نه د دعوې صورت شته او نه یې سیرت.
۶-لکه څنګه چې دمخه مو وویل د ط ، په حاکمیت کې د هېواد ټوله کلنۍ بودجه نږدې (۵۱) ملیونه ډالر وه ، نه په مرکزي بانک کې کومه زېرمه وه ، نه د پیسو پشتیوانه، اصلاً هغه وخت د دوی حکومت پسې چاپولې نه ، نو پشتیوانې ته یې څه اړتیا وه؟ دا (اته نیم ملیارده ډالره) پشتیوانه خو د هغوی د نظام تر سقوط وروسته د شلو کلونو په بهیر کې د افغان ولس د مجموعي کار او زیار په برکت رامنځته شوې ، چې د سرو زرو او نورو اررښتمنو اسعارو ټولیز ارزښت هم په کې شامل دی، نو دا زېرمه خو د ولس ده ، ط، یې په جوړونه کې هېڅ لاس نه لري ، نو اوس به د ط. ا. لبانو د اعمالو په کفاره کې ولس خپله دا زېرمه هم له لاسه ورکوي.
۷-عجیبه خبره خو دا ده چې د نړۍ هېڅ هېواد د ط حکومت په رسمیت نه پېژني. نه یې د افغان ولس استازي بولي ، خو د ملت د پیسو مسول او مالک یې بولي، دا خزانه خو اصلاً د ولس ملکیت دی چې حکومت یې وکالت کوي او مرکزي بانک یې حراست ، نو چې دلته حکومت او مرکزي بانک په رسمیت نه پېژنې او نه یې د ولس د ارادې ممثل ګڼې ، نو د دومره لویې خزانې مسولیت ورته ولې راجع کوې؟
۸- خپله امریکایانو او نورو نړیوالو ط.یوه ترورستي ډله بلله او ځینې یې لا اوس هم ترورستان ګڼي ، نو که داسې وي ، دا زېرمه ولې ط. ته راجع کېږي ، ایا د امریکا د محاکمو په قانون کې کومه داسې ماده شته چې ترورستان کولای شي، د امریکا په بانکونو کې هم خپلې پیسې کېږدي ، په هغو ګټه هم وکړي، شل کاله په دوران کې هم وي، د یوې داسې هېواد او جغرافیې لپاره چې د نړۍ سلو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت هم پېژندل شوی وي، د هغوی لپاره پیسې هم چاپ کړي، خو خپله حکومت هم نه وي ، یو ډله وي ، شل کاله وروسته یو محکمه راپاڅي وايي چې نه دا پیسې د دوی د تېر حکومت په وخت کې د شوي جرم له امله درڅخه ګرځوم. په داسې حال کې چې محکمه دا نه شي ثابتولای چې دا پیسې د کوم وخت دي ؟
۹-که ط. دومره تکړه وي چې د خپل تېر پنځه کلن حاکمیت په بهیر کې یې په خپل مټ په مرکزي بانک کې ( اته نیم ملیارد ډالره ) زېرمه جوړه کړې وي ، نو دا خو بیا د بلا بچیان دي چې د امریکا او پنځوسو هېوادونو په ګډون تېر شلکلن حکومت یو ډالر هم زېرمه نه کړای شو او ط، په څلورو پنځو کلونو کې دومره اقتصادي توره وکړه ، نو بیا خو کېدی شي ولس ووایي چې موږ ته همدغسې ګټور حکومت په کار دی!؟
۱۰-د اسامه د شتوالي په پلمه پر افغانستان یرغل وشو، د افغانانو کلي او کورونه بمبارد شول، خو څو کاله وروسته اسامه د پاکستان په ایبټ اباد کې پیدا شو ، د وژلو عملیات یې په دومره چټکۍ وشول چې بارک اوباما په خپل کتاب کې ولیکل : (( ځینې وخت ډېر عادي شیان هم ډېر مهم وي ، خو د کار پر وخت د سړي له یاده وځي ؛ کله چې امریکايي پوځیانو پر اسامه عملیات کول ، نو د هغه د قد اندازه ورته معلومه وه ، په دې اندازه یې خپل یو عسکر هم پیدا کړی و او ویل یې کله چې اسامه ووژل شي، ته به ورسره وغځېږې چې پوره معلوم چې رښتیا هم اسامه دی کنه ؟)).
بارک اوباما زیاتوي :(( پوځیانو دېته فکر نه و کړی چې د سړي پر ځای باید متر ځان سره یوسي ، په هغه یې د قد اندازه معلومه کړي، کله چې اسامه ووژل شو ببا یې په بیړه همغه عسکر ، چې قد یې له اسامه سره برابر و ، له اسامه سره وغځوه او باور یې پوخ شو)).
د غټو ځواکونو دغسې فکرونه هم وي، اوس یې افغان ولس د ، ط تر عنوان لاندې په دې جرم نیولی چې تاسې ولې اسامه ته پناه ورکړې وه ، خو له کوم اصلي پناه ځای څخه چې را ووت ، هغو ته هېڅ هم نه وايي. که د امریکا په عدالت کې رښتیا هم عدالت وای ، نو د پاکستان حکومت یې باید په دې کیس کې رانیولی وای، ټوله پانګه یې ورته کنګل کړې وای او که پیسې نه درلودلې ، نو اټوم بم یې ترېنه د تضمین په توګه اخیستی وای. عجیبه منطق دی اسامه له پاکستانه راووت ، خو د مور بم یې پر افغانستان وکاراوه!
۱۱-دا اسامه څوک و ؟ د چا زوی و ؟د کوم توک و ؟ نسب یې درلود که نه همدلته افغانستان کې تولد شوی او لوی شوی و؟
ټولو ته معلومه ده چې (لادن) کورنۍ په سعودی کې د پنځو شپږو مطرحو کورنیو له جملې څخه یوه ده ، په سعودي کې زیات جایدادونه لري او ګڼې ساختماني چارې یې پر غاړه دي ، ټولیزه پانګه یې لسګونو ملیاردو ډالرو ته رسېږي ، یو درجن زامن یې د خپل همدې پلار په پیسو په انګلستان ، فرانسې او نورو لویدیځو هېوادو کې د عیش او عشرت په وروستۍ پوړۍ کې ژوند کوي ، دامریکا یوې محکمې هم د هغه له پانګې څخه د غرامت د اخیستو خبره مطرح نه کړه ، خو د غم غوټه یې ټوله د افغان ولس پر اوږو بار کړه.
۱۲-اسامه د سعودي عربستان تبعه و او د کورنۍ يو شمېر غړي یې لاس هم هملته اوسي ، پانګه یې هم هلته زېرمه ده ، بن لادن د سعودي په ټولنه کې د افراطي اسلام مفکوره او انګېزه خپله کړې او بیا افغانستان ته راستول شوی دی، نو ولې اصلي پالونکي او روزونکي ته لاس نه وروړئ چې د یو مظلوم ملت په اوښکو لوند ګرېوان مو ټینګ نیولی دی ؟سعودي همدا اوس د امریکا په بانکونو کې تر ( څلورسوو ملیاردو ډالرو ) زیاته پانګه لري ، د غرامت لپاره باید پر دغو پیسو غور وشي او زیاته برخه یې باید افغان ولس ته په دې خاطر ورکړای شي چې د همدوی د سترو او ناعادلانه لوبو قرباني شوی او له جغرافیې څخه یې د جنګ د ډګر په توګه ناوړه ګټه پورته شوې ده.
۱۳-دلته په کابل کې نویو چارواکو سره دا فکر دی چې دا نږدې ( لس ملیارده ډالره ) که را خلاص شي، نو دوی به پرې د خپلو مامورینو معاشونه ورکړي ، په پوځي ډګر کې به یې ولګوي او د خپلې بودجې کسر به پرې پوره کړي.په همدې خاطر ګرم تبلیغات کوي، د خپل یو منظم اقتصادي پلان نشتوالی هم په دې پلمه پټوي چې هغه دی امریکا د افغانستان پیسې بندې کړي کنه هر څه به سم وو؟!
حقیقت خو دا دی چې د دې پیسو یوه زیاته برخه د افغاني بانکنوټونو ملاتړ یا پشتیوانه ده ، که دا پیسې له هغه حالته را ووځي او په بل ځای کې وکارول شي ، افغاني بانکنوټونه به د باد بڼکه شي او سخت انفلاسیون به رامنځته شي. د ډاکټر غني حکومت کې یو شمېر کړیو هم هڅه وکړه چې له دې پیسو څخه د جنګي او سیاسي موخو لپاره ګټه پورته کړي ، خو زیات لاسرسی یې ورته پیدا نه کړای شو، نوي حکومت ته هم باید ددې زمینه برابره نه شي چې د افغانیو له دې ثابتې پشتیوانې څخه د نورو مقاصدو لپاره ګټه پورته کړي.
یوازې یو مقدار داسې پیسې شته چې د دهغوی د دوراني حرکت له لارې هرکال افغانستان ته (درې څلور سوه ملیونه) ډالر ګټه راځي ، دا پیسې کېدی شي هم د افغانیو د پشتوانې او یا هم د صحت او تعلیم په برخه کې ولګول شي، د دې تر څنګ یو مقدار نورې پیسې دي چې د نړیوالو له خوا په افغانستان کې د پرمخیتايي پروژو لپاره بېلې شوي ، هغه باید ازادې شي.نویو چارواکو ته باید وویل شي چې دا نږدې (لس ملیارده ډالره ) د تېر شلکن حکومت دنیمګړي کار په نتیجه کې د ولس د عامه شتمنۍ یوه مجموعه ده ، چې د هغو نږدې ( درې سوه ملیارده افغانیو ) ارزښت ساتي او تضمین یې کوي چې همدا اوس په بازار کې د چلند وړ دي ، د افغانستان بانک پر هر بانکنوټ لیکلي چې :(( د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت کې … افغانۍ ورکوي)). کله چې د افغانستان بانک د سرو زرو او بهرنیو اسعارو دا زېرمه و نه لري بیا د کوم مدرک له مخې تضمین ورکوي ؟ دا رنګه بانکونوټ خو چې پشتیوانه و نه لري دا خو نو تش یو کاغذ دی. بله خبره دا ده چې دا نو څه مانا لري چې د تېر حکومت په بهیر کې راټولو شویو پیسو سره مینه ، خو سړیو څخه یې کرکه لرو !؟ حقیقت دا دی چې دا پیسې نه د تېر حکومت شخصي ملکیت دی ، نه د اوسني او نه د سباني ، دا د ملت مال دی باید ملت ته خوندي وساتل شي.
۱۴-د افغان ولس هیله دا ده چې د امریکا متحده ایالات ، د هغوی خاصه محکمه او نړیوال بانک دې لومړی د افغانستان د ټولې هغې پانګې دقیق مقدار معلوم کړي چې تر دې دمه دوی کنګل کړې او یا دوی سره خوندي ده. دویم بیا دې هغه مقدار معلوم کړي چې د افغانیو د پشتیوانې په توګه کارول کېږي او باید خوندي وساتل شي او بل ځای و نه کارول شي ، درېیم د افغانستان هغه پیسې دي چې د امریکا په بانکونو کې پرتې وې او له دورانه یې افغانستان ته هر کال یو مقدار ګټه راتلله او څلورم د نړیوالو یو مقدار هغه مرستې دي چې اوس منجمد شوې دي .
۱۵-د نوي حکومت چارواکي کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د پیسو له پشتیوانې پرته یوازې د اضافي پیسو د دوراني حرکت د ګټې او همدارنګه د نړیوالو مرسته شویو پیسو د راخلاصون په باب بحث وکړي ، د افغاني بانکنوټونو د پشتیوانې پیسو ته هېڅ حکومت د لاس ور وړلو حق نه لري ، هغه هم داسې حکومتونه چې د مشروعیت او تداوم پر وړاندې یې لا ډېر خنډونه موجود دي .نوی حکومت کولای شي له امریکا او نړیوالو سره د افغانستان د بانکي سستم د بیا فعالیت او وصلېدو په باب بحث وکړي نه دا چې یوازې د تېرو راټولو شویو پیسو پر محور ورڅرخي.
۱۶-ویل کېږي چې امریکا کې اجراییه ، مقننه او قضایه قوه د یو مثاوي الاضلاع مثلث بڼه لري ، د امریکا محکمه باید د اجراییه قوې تر دومره سیاسي فشار لاندې رانه شي چې د امریکا د حکومت د سیاسي ماتې غچ د ط ، د تېر حاکمیت په پلمه له عامو افغانانو واخلي ، دوی ته باید روښانه وي چې تاسې خپله وایې چې ط . البان د افغانانو سیاسي استازولي نه شي کولای ، نو چې داسې ده بیا د افغان ملت د ټول عمر د تکلیفونو د پانګې صلاحیت ولې هغوی ته منسوب شي. محکمه که له ط. غچ اخلي نو خپل حکومت دې محاکمې ته راکاږي چې ولې یې داسې یوې ډلې سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې د امریکا له محکمې سره مخکې تر مخکې کیس لري او د امریکایانو پر وژنه ګرم ګڼل شوي دي .ایا د امریکا محکمه پر دې نه وه خبره چې په قطر کې د ط ، د دفتر لګښت په مستقیم ډول د امریکا د حکومت او په نامستقیم ډول د هغه د ګټو د شریکباڼي( قطر ) له خوا ورکول کېږي. نو چې یو څوک د چا د سیاسي دفتر لګښت پر غاړه اخلي ، د هغوی د تېرو او راتلونکو سیاسي اعمالو د غرامت مسولیت دې هم وزغمي .سبا به محکمه دا هم ووايي چې قطر کې د ط، پر دفتر د امریکا دومره لګښت راغلی ، د افغان ولس له ملي زېرمې دې دا لګښت هم وګرڅول شي! ایا دا عدالانه او منطقي بحث دی؟
۱۷- افغان ولس د امریکا له حکومت، ولس ، په تېره بیا له محکمې څخه دا هیله او غوښتنه لري چې ظالمانه او ماشومانه پرېکړې دې نه کوي ، تېرې تېروتنې دې بیا نه تکراروي ، د نړۍ د یو لوی او متمدن ملت او د عدالت د یوې موثرې سرچینې په توګه دې خپل مسولیت و پېژني ، که افغان ولس ته د جنګي غرامت او تاوان د ورکړې په برخه کې له اخلاقي او حقوقي پلوه ځان ګرم او مسول نه ګڼي ، نو د خپل حکومت او سیاسيونو د بې کفایتیو بار دې هم پر مظلوم افغان ولس نه باروي ، کومه پېښه چې د سټمبر پر (۱۱) مه په امریکا کې وشوه ، دا د هغه هېواد د امنیتي او سیاسي سکتور د بې کفایتیو نتیجه وه ، هېڅ افغان په کې دخیل نه و. اوس نو چې د دې کار د زیان جبیره له افغان ولسه غواړئ ، داسې ښکاري چې یو ډېر زورور او زبرځواکی پانګوال ، چې د پانګې مقدار یې دوه زره ځله له یو مظلوم ملنګ څخه زیات وي او دی ورته ووايي چې څو کاله وړاندې ما یو روزل شوی انډیوال ستاسې کلي ته د خپل دښمن د ځپنې لپاره درلېږلی و، ښه مې پړسولی او ستایلی و ، خو چې زما رقیب ستاسې کلي کې مات شو، زما دوست له ما څخه باغي شو ، ما ته یې ستاسو له کلي توروبرېښ کاوه ، بیا زه ورپسې راغلم دلته مې کلي او ولسونه پسې بمبارد کړل ، سړی پیدا نه شو، څو موده بعد مو د خپل یو بل دوست له کلي را ووېست ، هلته مې وواژه ، اوس نو راکه هغه یوه روپۍ چې د شلو کلو په نتیجه کې دې د خپلو خولو په زور ګټلې او د لاس په ورغوي کې دې د خپلو ماشومانو لپاره ټینګه ساتلې ده. ځکه چې زما دښمن څو ورځې دلته ستا په کلي کې ځان پټ کړی و!؟ د امریکا د محکمې قضاوت دې ورته یو قضاوت دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.