هالند د افغانستان د «زندان رئيس» محاکمه کوي

580

د هالند په يوه محکمه کې د يوه سپين ږيري افغان زنداني محاکمه پېل شوې ده. دغه کس په اتيايمو کلونو کې د يوه بدنام زندان د مشر په توګه د جنکي جرمونو په ترسره کولو تورن دی.

Hammer Gerichtssaal Gericht Richter-Hammer ۷۶ کلن عبدل. آر. چې ويل کيږي په ۱۹۸۰يمه لسیزه کې د کمونيست رژيم پر وخت د پل چرخي زندان مشر وو، په ۲۰۰۱م کال کې هالند ته راغلی وو او بيا وروسته یې د هالند تابعيت ترلاسه کړ. هغه په ۲۰۱۹م کال کې بیا په هالند کې ونيول شو.

څارنوالان وايي چې نوموړی د ۱۹۸۳م څخه تر ۱۹۹۰م کال پورې د پل چرخي زندان مشر وو چېرته چې به د حکومت مخالفين بې له کومې عادلانه محاکمې «تر وحشناکو شرائطو» لاندې ساتل کيدل.

په دنهاګ کې دا محاکمه د هغو هڅو د لړۍ يوه ده چې له مخې یې اروپايي هيوادونه د افغانستان او سوريې په ګډون جګړې ځپلو هيوادونو ځيني خلک د جنګي جرمونو حساب ته راکش کوي.

څارنوالې مېریم بلوم د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا محاکمه د هغه کس ده چې موږ فکر کوو په کابل کې یې يو شمېر جنګي جنايتونه ترسره کړي دي.» نوموړې زياته کړه: «موږ شک لرو چې هغه د یوه قوماندان او د سياسي مشر په توګه، په يوه زندان کې دنده لرله چېرته چې پر خپل سري توګه خلک بنديان کيدل او غير انساني چلند ورسره کيدی.»

عبدل. آر. چې د څلورو اولادونو پلار دی په ويلچير کې په محکمه کې راڅرګند شو. نوموړي په دې ترڅ کې وويل چې هغه د يو ناسم هويت د قضیې قرباني شوی دی.

نوموړي د محاکمې په جريان د دې په ويلو سره چې روغتيايي وضعيت یې ښه نه دی، د پوښتنو ځوابولو څخه معذرت وغوښت او ویې وويل: «زه هغه کس نه يم چې تاسې ېې لټه کوئ.» هغه زياته کړه: «زما هيڅ په ياد نه دي، حتی خپل نوم مې هېر دی.»

څارنوالانو ويلي دي چې پوليسو په ۲۰۱۲م کال کې تر هغه وروسته پلټنې پېل کړې چې د بېلا بېلو  وېب بلاګونو له خوا ويل شوي ول چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ملاتړه د برخمن حکومت د پل چرخي زندان پخوانی مشر احتمالاً په هالند کې دی.

بلوم وويل: «بالاخره موږ دا قضيه تعقيب کړه. څارنوالي په دې آند ده چې هغه دلته [په هالند کې] په جعلي نوم ثبت دی.» هالندي چارواکو تر اوسه د بېلا بېلو هيوادونو له ۲۵ شاهدانو سره خبري کړي دي او همدا راز د «بې شمېره» عامه سرچنيو مواد یې د پلټنو له پاره کارولي دي. بلوم وويل: «موږ ډاډه يو چې سم کس مو نيولی دی.»

د ناوړه شرائطو له کبله بدنام د پل چرخي زندان چې د افغانستان د بېلا بېلو حکومتونو پر وخت یې فعاليت درلود، په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې درازه پرانيستل شوه او بندیان یې آزاد شول.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.