وایی مجاهدینو چي تیروتنه وکړه څه کفر وشو..؟

نجم شینواری

804
وایی مجاهدینو چي تیروتنه وکړه څه کفر وشو..؟ وطن فروشان خو نه وو؟
  •  رک روغ دولت او نظام یې تباه برباد او لیلام لیلام کړ دوی یې تیروتنه بولي!! وطن فروشي ورته نه ښکاري….!!
  •  شپږ رزرو نه زیات ټانګونه، نهه سوو ته نږدې جنګې الوتکې، میلیون نه زیات میله درنه او سپکه وسله، زرهاوو عکسري وسایل، تجهیزات ،استراتیژیک توغندیز سیستمونه او نور بلها وسایل دا په تورخم اړول تیروتنه ده ؟ وطن فروشې نه ده..!!
  • ملی میوزیم چورول ، ملي پټ اسناد خپلو بالدارانو ته ښپو کې کیښودل.. رکې روغې ادارې تباه کول ، ملي اوردو، ملي پولیس ان ترافیک او هرڅه چې د هیواد او دولت ستنې بلل کیږي هغه تباه کول تیروتنه ده !! وطن فروشې نه ده..!!
  • ملي شتمني او دولتي وسایل خو څه کوي ان د افغانانو د کورونو لوخې او سامان په بورډ بازار، صدر بازار کی پلورل تیروتنه وه..؟
  • دا غرونه اره کول اوملي شتمنئ قاچاق کول، دابه هم تیروتنه وي..!
  • دا ژبني، قومي، سمتي تعصبات شیندل اوپه دغه نالوتوب واک او امتیاز تر لاسه کول به هم تیروتنه وي..؟ وطن فروشې نه ده!!
  • دا د ژوندیو انسانانو ډوډۍ په مړو بادول او د مړو په تجلیل یې لګول دا هم تیروتنه ده…! دا قبرونه لکه قصرونه به د کمونستانو وي؟
  • دا د امریکا سره په ټانګونو او الوتکو راتلل د یرغل مخ ته اټن کول به بیا هم تیروتنه وه..!!
  • کاش یوه تیروتنه وای!! که کورنۍ جګړې تیروتنه وبلو ځه سمه ده !!
  • خو! کاش خبره هلته خلاصه وای…کورنۍ جګړې او تباهۍ نه روسته ..بیا امریکانو سره په ټانګ سپاره راتلل ، بیا ١٩ کاله د ملت وینې څښل، فساد کول، غلا ، غصب، او ژبني، قومي، سمتي، تعصبات ګرم ساتل، د ځوانانو ذهنونه همداسي د تباهۍ په لکئ تړل..
  • او د جهاد او د ملت د قربانیو ټول امتیاز ځانونو او اولادونو ته منسبول، او نن هم د ملوکیت او طایفت پاچاهیانی جوړول، د یو متحد هیواد ضد د پاشیدلي ريژیم هڅه کول، کمه کمه تیروتنه یاده کړو؟
  • کاش ۹۲ نه روسته خو دوي انسانان شوي وای..افغانان شوي وای، د یو کړليدلي ملت د توحد او یوالي لپاره یې کار کړی وای..نو بیا به مونږ هم ویلی وای چې انسانو نه تیروتنه کیږي…..!
  • مګر دا شیطانان دي….دوي د تیروتنې نه پیدا دي..په تیروتنو پایې ، د دوی همدا مسلک او همدا یې دنده ده..!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.