د خاوري او هوا ککړتیا

لیکنه: پوهنوال انجينر شاه محمودبری

1,630

د خاوري ککړتيا ديو شمېر بشري فعاليتونو د مځکنيو سرچينو د استعمال په لړکي مينځ ته راځي.

د کېمياوي سَرو، حشره وژونکو داروګانو او مضره نباتاتو د له مینځه وړونکو دواګانو زيات استعمال او په کارول د خاوري په فزيکي، کېمياوي او بيولوژيکي خواصو باندي اثر کوي، چي په پای کي د نباتاتو په وده اثر پرېوزي. د کانونو، سړکونو او ودانيو جوړولو له پاره دخاوري کيندل هم دا سرچينې راکموي.

د خاوري د ککړتيا يو بل عامل دفضله موادو ورځ په ورځ زياتېدل دي، د خاوري د ککړتيا د سرچينو په ډله کي يوهم ايونيکي وړانګي دي. ډېری راډيو اکټيف مواد غذايي (خوړو) زنځير ته ورګډيږي، چي په پاي کي ناوړه عواقب مينځ ته راځي، ايونيکي وړانګي، د مرګ سبب کيږي او د ميو تيشن(Mutation) په لړ کي ارثي تغيرات مينځ ته راوړي. دسيزيم (CS) ايزوتوپ، چي دګاما وړانکي توليدوي؛ دجلغوزو وني ددې وړانګو په مقابل کي ډېر حساسيت ښيي، حال دا چي ځيني نوري وني اوبوټي ئې په مقابل کي مقاومت ښکاره کوي.

سرانشيم (Sr90) يوبل ايزتوب دی، چي له هسته يي چاودنو څخه مینځ ته راځي، دنباتاتو زايلم اودحيواناتو هډوکو ته انکشاف اوپراختيا ورکولو، ميتابوليکي مراحل دکلسيم په څېر دي او نسجونه کمزوري کوي.

دا بايد په پام کي ولرو، چي د چاپېريال د ککړتيا دا ستونزي هغه وخت مخ په زياتېدو سولې، چي بشر د خپل ځان له پاره ديو ښه ژوند کولو هلي ځلي شروع کړې او د دې کار له پاره ئې له طبيعي سرچينو څخه کار واخيست.

موږ وينو، چي د بشر د دې کړنو له ګټوڅخه زيان ډېر دی، شايد د بشر مضر تاثيرات پر طبيعت باندي نېغ په نېغه نه وي، ولي دا چي انسان هم د طبيعت يو جز دی، نو هر ناوړه عمل ئې دخپل ځان په ضرر تماميږي.

هــوا:

دهوا ککړتيا يوه نړيواله ستونزه ده، چي د پوهانو پاملرنه ئې ځان ته راګرځولې ده، ځکه چي د انسانانو او نورو ژوند نېغ په نېغه اثر کوي. دا ستونزه هغه وخت لا زياته سوه، چي انسانانو دصنعت په ډګر کي ګام کښېښود او د هغه خطر دونه خطرناک پړاو ته ورسېده، چي د نړۍ پرمختللي هيوادونه اړ سول، چي د کنټرول له پاره ئې قوانين جوړکړي اوصنعتي تصدي قوانين په پام کي ولري، خپل توليد پلانونه داسي برابر کړي، چي د توليد سيستم اوصنعت د ژوند چاپېريال ته مضر نه وي.

په وروسته پاته هيوادنوکي طوفانونه، بادونه او اورښت، داسفالت سړکونو نشتوالی، لږي سرسبزي، د انساني او حيواني فضله مواد نه ښخوالی ، د کاناليزاسيون او داسي نورو د نشتوالي له کبله هوا دکثافاتو په لېږدونه کي بنيادي ځای لري او دخلکو ورځني ژوند ته ستر ګواښ دی، په داسي حال کي، چي عادي خلک په دې هکله ډېره بې پروايي کوي.

د پوهانو دنده ده، چي په دې برخه کي پوره پاملرنه وکړي او د هغو عواملو مخنيوي وکړي، چي د هوا د ککړتيا له امله ئې د انسان ژوند ته خطر ور پېښ کړی دی.

دسرشمېرني له ستونزو اومحدوديتونو سره-سره په دې هکله هڅه سوې ده، چي د لاس ته راغلو معلوماتو په رڼا کي دقيقه څېړنه سرته ورسيږي.

دهوا ترکيب:

نورماله هوا چي لا ککړه سوې نه وي لږ تر لږه لانديني ترکيب لري.

اکسيجن (٪۲۰): دا يو بې رنګه، بې خونده او بې بويه ګازدی، چي د انسان د ژوندانه له پاره ډېر ضروري دی او د ټولي هوا نژدې يو پر پنځه برخه ئې جوړه کړې ده.

نايتروجن (ازوت)ګاز (٪۸۷): دا هم بې بويه، بې رنګه او بې خونده ګاز دی، چي په ډېره اندازه سره د ډول- ډول حيواني، نباتي او کاني موادو په جوړښت کي سته اود هوا له پنځو څخه څلور برخي جوړوي.

ارګن (۱٪): داهم ازوت ته ورته يو بې رنګه ګاز دی او يو شمېر نور ګازونه، (٪۰،۰۳) کاربن ډاکسايډ او يوه اندازه داوبو بخارونه.

دنورمالي هوا د اجزاوو په جوړښت کي لږ تغير د هوا د ککړتيا په نامه يا ديږي، چي ژوندانه ته خطرونه پيداکوي.

د هوا ککړتيا يودپام وړموضوع ده، چي د خلکو پاملرنه ئې ځان ته راګرځولې ده، په ځانګړي توګه په بندو ځايونو کي لکه (تونلونه اوکانالونه)، په لوړو ارتفاعاتو کي، لکه: (طيارې کابين)، دمځکي په ژورو ځايونوکي، لکه: (کانونه او تر مځکي لاندي ودانۍ ) او په هغوځايونوکي، چي د اکسيجن د کموالي امکان زيات وي ډېر ارزښت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.