مهمې لیکنښې

کامران منګل

2,259

ځینې مهمې لیکنښې 
لیکنښې په متن کې داسې رول لوبوي لکه ترافیکي نښانونه او لیکدړې په سړکونو کې. د دوی په مرسته د متن لوستنه لوستونکو ته اسانېږي.

ټکی:
د هغو غونډلو (جملو) په پای کې راځي، چې بشپړې شي. د جملې پای اکثر پېژندل کېږي چې په پښتو کې تل کړ (فعل) د جملې په پای کې راځي.
بېلګې: ما ډوډۍ خوړلې ده. (خوړلې ده کړ دی او د جملې په پای کې راځي).

غبرګی ټکی:
۱) سیده وینا لپاره، یا په بله خبره، کله چې د یو چا وینا یا خبرې ټکي پر ټکي رااخلې او هغه هم د وینانښو (” “) په مرسته.
لکه: احمد وویل:”زه پرون ناروغ وم”.

۲) د یو څه شمېرو لړۍ څرګندولو لپاره راځي.
لکه:
پرون ما په بازار کې دغه لاندېنۍ مېوې ولیدې: مڼې، کیلې، کیوي، الوکاټ او نور.

نیم ټکی:
کله چې لنډې خپلواکې، خو له یو بل سره تړاو لرونکې جملې سره تړل غواړې.
لکه: هغه په سپینسترګۍ سره دغه بد کار وکړ؛ بیا یې پرې ویاړ هم ښود.
په ژوند کې لوړې ژورې راځي؛ ناهیلی کېږې به نه.

وینانښه (“”)
* د ویناوو په پيل او پای کې راځي لکه پلانکي وویل: ” هلته جنګ دی”
* په متن کې مهم نومونه په ګوته کول لکه:
زموږ شعار “لر او بر یو افغان” دی.
پخه د پوخ “ښځینه” بڼه ده.

دمکۍ (،) comma
لومړی اکر : د دغې لیکنښې دنده دا ده، چې د اړیکوییکو (حرف روابط) په مرسته دوې غونډلې (خپلواکه او ناخپلواکه) سره وتړي.
د اړیکوویکو بېلګې: چې، ځکه چې، خو، کله چې، دا چې، نو، ځکه خو، سره له دې چې، ان دا چې او داسې نور.
د لومړي اکر رڼاوی او بېلګې:
هر ځل تر ” چې” مخ ته دمکۍ نه راځي. کله چې یوه ناخپلواکه جمله یوه خپلواکه جمله په منځ کې غوڅه کړي، بیا دمکۍ ته اړتیا وي.

خپلواکه جمله هغه جمله ده چې یواځې (تنها) درېدای شي او ناخپلواکه یواځې نه شي درېدای.
بېلګې:
۱) هغه سړی، چې هلته ولاړ دی، زما پلار دی. (دلته “چې هلته ولاړ دی” د سړی اړوند زیات معلومات ورکوي او یوه ناخپلواکه غونډله ده چې خپلواکه غونډله “هغه سړی زما پلار دی ” په منځ کې بېلوي. )
۲) اتل، چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی، ښه سړی دی. (“اتل ښه سړی دی” خپلواکه یا اصلي جمله ده او “چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی” ناخپلواکه جمله ده)
په ویناوو کې لکه لکه چې، غواړم چې ،…. دمکۍ تر چې مخ ته نه راځي.

نور اړیکوییکي، چې په پیل کې یاد شوي دي، دمکۍ ته اړتیا لري، کله چې یوه ناخپلواکه غونډله له یوې خپلواکې غونډلې سره ونښلوي.
بېلګې:
۱) هغه له چا سره خبرې نه کوي، ځکه چې خفه دی. (ځکه چې خفه ده ناخپلواکه غونډله ده )
۲) ماته زنګ ووهه، کله چې کور ته لاړ شې. (کله چې کور ته لاړ شې ناخپلواکه غونډله ده)
۳) پاڅون زما ښه ملګری دی، خو کله نا کله راسره جنګ کوي. (خو کله نا کله … ناخپلواکه غونډله ده)
۴) زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم. (سره له دې چې … ناخپلواکه غونډله ده)
۵) ته راباندې ګران یې، نو ځکه دې تل پوښتنه کوم. (نو ځکه دې … ناخپلواکه غونډله ده)

یادونه: په پښتو کې ناخپلواکه غونډله تر خپلواکې غونډلې مخکې هم راتلای شي. په نورو ټکو، د بشپړې جملې په پیل کې هم راتلای شي. هغه مهال هم باید تر ناخپلواکې غونډلې وروسته دمکۍ راشي.
که چېرې پورتنۍ غونډله (ماته زنګ ووهه، چې کله کور ته لاړې) راواخلو، نو داسې یې هم لیکلی شو: کله چې کور ته لاړې، ماته زنګ ووهه. دلته هم دمکۍ پکار ده، څنګه چې مخکې یادونه وشوه. که وروستۍ جمله (زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم) راوخلو، نو هم یې داسې لیکلی شو: سره له دې چې ناروغ وم، زه ښوونځي ته لاړم.

دويم اکر: دمکۍ له دې پرته د هغو شيانو یا نومونو په شمېرلو کې راځي، چې له يو بل سره تړاو نه لري. په بله وینا، دا د نومونو لړۍ لپاره راځي.
بېلګې:
۱) په مېوو کې ماته ام، هندواڼه، املوک او انګور خوند راکوي.
۲) ښه خوی، نېکي، ښې کړنې او رښتینوالی د سړي شخصیت څرګندوي.

درېیم اکر: هغه مهال کارول کېږي، چې د یوې غونډلې د یوې برخې اړوند زیات معلومات ورډېرول غواړې.
بېلګې:
۱) غني خان بابا، د پښتو یو نومیالی شاعر، په خدای ډېر مین و. (د پښتو یو نومیالی شاعر د غني خان په اړه زیات معلومات دي)
۲) نرېندره مودي، د هند ولسمشر، د سلمه د بند پرانېسته وکړه. (د هند ولسمشر د نرېندره مودي په اړه زیات معلومات دي)
۳) ماونټ اېورېسټ، د نړۍ تر ټولو هسک غر، په همالایه کې پروت دی. (د نړۍ تر ټولو هسک غر د ماونټ اېورېسټ په اړه زیات معلومات دي)

څلورم اکر: دمکۍ هغه وخت هم کارول کېږي، چې يو څو کړنې دې پرلپسې ترسره کړې وي. بېلګې:
۱) زه چې کورته لاړم، نو ومې لمبل، لمونځ مې وکړ، ډوډۍ مې وخوړه او ورپسې ویده شوم.
۲) زه لیکنه پای ته رسوم، بیا درته زنګ وهم، سلا درسره کوم او پرېکړه کوم.

پنځم اکر: کله چې د یوې جملې په پای کې یو وروستی فکر یا د د یوې وینا څښتن په اړه اړین معلومات ورزیاتول غواړې یا پوښتنه د تاییدولو په موخه.
بېلګې:
۱) تا هغه ته دا خبره کړې وه، کنه؟ (کنه د پوښتنې په موخه)
۲) له هغه به هېر شوي وي، فکر کوم. (‘فکر کوم’ د ویناوال په اړه وروستي معلومات)
۳) د دې پر وړاندې باید جدي ګامونه پورته شي، هغه زیاته کړه. (‘هغه زیاته کړه’ د ویناوال په اړه اړین معلومات )

شپږم اکر: تر هغو عبارتونو وروسته چې د جملو په پیل کې راځي او یوه مخکېنۍ خبره بیا تکراروي لکه: په بله وینا؛ په لنډو ټکو؛ لنډه دا چې…

هېنښه (!):
۱) دغه امرونو لپاره راځي.
لکه: دغه کار ژر تر ژره ختم کړه!
۲) د مهمو اشارو یا ګواښونو لپاره راځي.
لکه: دلته سیګرټ څکول بند دي!
دلته یوازې ښځې کېناستای شي!

پوښتنښه (؟):
* د پوښتنو په پای کې

ګردۍ لیندۍ ():
* په جمله کې د یو څه په اړه زیات معلومات ورکول چې دومره اړتیا ورته نه وي:
بېلګې:
پي ټي اې (پښتون ژغورنې غورځنګ) د سولییز خوځښت دی.
امریکا صدام حسین (د عراق تېر ولسمشر) ډېر په چالاکۍ سره وواژه.

* د نومونو ماناوو لپاره
بېلګې:
نن موږ د ستورپوهنې (اسټرونومي) پر ارزښت خبرې کوو. => دلته لیندۍ د ستورپوهنې مانا لپاره کارول شوې.
هره جمله یو کړند (فاعل) او یو کړ (فعل) لري. => دلته لیندۍ د کړند او کړ ماناوو لپاره کارول شوې.

کرښکه (-):
* د وییونو (لفظونو) د برخو د بباځلتیا یا تکرار مخنیوي لپاره:
یو- او ډېرګړی
اوس – او تېرمهال

* په جوړه نومونو کې د “او” استازیتوب کوي.
د پښتو-انګرېزۍ سیند (قاموس) => د دې پرځای د پښتو او انګرېزۍ سیند
د انګرېزۍ-المانۍ ژباړن => د دې پرځای د پښتو او المانۍ ژباړن

* کله چې یو منځنی یا وروستی اند ورزیاتول غواړې.
بېلګې:
که چېرې زه مړ شم – خدای دې دا ورځ نه راولي – بیا به ما پسې نه ژاړې.
احمده، هغه کس ښه ونه کړل – هغه ستا ملګری یادوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.