دمکۍ (،)  comma

کامران منګل

636

دمکۍ (،)  comma

لومړی اکر : د دغې لیکنښې دنده دا ده، چې د اړیکوییکو (حرف روابط)  په مرسته دوې غونډلې (خپلواکه او ناخپلواکه) سره وتړي.

د اړیکوویکو بېلګې: چې، ځکه چې، خو، کله چې، دا چې، نو، ځکه خو، سره له دې چې،  ان دا چې او داسې نور.

د لومړي اکر رڼاوی او بېلګې:

هر ځل تر ” چې” مخ ته دمکۍ نه راځي. کله چې یوه ناخپلواکه جمله یوه خپلواکه  جمله په منځ کې غوڅه کړي، بیا دمکۍ ته اړتیا وي.

خپلواکه جمله هغه جمله ده چې یواځې (تنها)  درېدای شي او ناخپلواکه یواځې نه شي درېدای.

 بېلګې:

۱) هغه سړی، چې هلته ولاړ دی، زما پلار دی. (دلته “چې هلته ولاړ دی” د سړی اړوند زیات معلومات ورکوي او یوه ناخپلواکه غونډله ده چې خپلواکه غونډله “هغه سړی زما پلار دی ” په منځ کې بېلوي. )

۲) اتل، چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی، ښه سړی دی. (“اتل ښه سړی دی” خپلواکه یا اصلي جمله ده او “چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی” ناخپلواکه جمله ده)

په ویناوو کې لکه  لکه چې، غواړم چې ،….  دمکۍ تر چې مخ ته نه راځي.

نور اړیکوییکي، چې په پیل کې یاد شوي دي، دمکۍ ته اړتیا لري، کله چې یوه ناخپلواکه غونډله له یوې خپلواکې غونډلې سره ونښلوي.

بېلګې:

۱) هغه له چا سره خبرې نه کوي، ځکه چې خفه دی. (ځکه چې خفه ده ناخپلواکه غونډله ده )

۲) ماته زنګ ووهه، کله چې کور ته لاړ شې. (کله چې کور ته لاړ شې ناخپلواکه غونډله ده)

۳) پاڅون زما ښه ملګری دی، خو کله نا کله راسره جنګ کوي. (خو کله نا کله … ناخپلواکه غونډله ده)

۴) زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم. (سره له دې چې … ناخپلواکه غونډله ده)

۵) ته راباندې ګران یې، نو ځکه دې تل پوښتنه کوم. (نو ځکه دې … ناخپلواکه غونډله ده)

یادونه: په پښتو کې ناخپلواکه غونډله تر خپلواکې غونډلې مخکې هم راتلای شي. په نورو ټکو، د بشپړې جملې په پیل کې هم راتلای شي. هغه مهال هم باید تر ناخپلواکې غونډلې وروسته دمکۍ راشي.

که چېرې پورتنۍ  غونډله (ماته زنګ ووهه، چې کله کور ته لاړې)  راواخلو، نو داسې یې  هم لیکلی شو: کله چې کور ته لاړې، ماته زنګ ووهه. دلته هم دمکۍ پکار ده، څنګه چې مخکې یادونه وشوه. که وروستۍ جمله (زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم) راوخلو، نو هم یې داسې لیکلی شو: سره له دې چې ناروغ وم، زه ښوونځي ته لاړم.

دويم اکر: دمکۍ له دې پرته د هغو شيانو یا نومونو په شمېرلو کې راځي، چې له يو بل سره تړاو نه لري. په بله وینا، دا د نومونو لړۍ لپاره راځي.

بېلګې:

۱) په مېوو کې ماته ام، هندواڼه، املوک او انګور خوند راکوي.

۲) ښه خوی، نېکي، ښې کړنې او رښتینوالی د سړي شخصیت څرګندوي.

درېیم اکر: هغه مهال کارول کېږي، چې د یوې غونډلې د یوې برخې اړوند زیات معلومات ورډېرول غواړې.

بېلګې:

۱) غني خان بابا، د پښتو یو نومیالی شاعر، په خدای ډېر مین و. (د پښتو یو نومیالی شاعر د غني خان په اړه زیات معلومات دي)

۲) نرېندره مودي، د هند ولسمشر، د سلمه د بند پرانېسته وکړه. (د هند ولسمشر د نرېندره مودي په اړه زیات معلومات دي)

۳) ماونټ اېورېسټ، د نړۍ تر ټولو هسک غر، په همالایه کې پروت دی. (د نړۍ تر ټولو هسک غر د ماونټ اېورېسټ په اړه زیات معلومات دي)

څلورم اکر: دمکۍ هغه وخت هم کارول کېږي، چې يو څو کړنې دې پرلپسې ترسره کړې وي. بېلګې:

۱) زه چې کورته لاړم، نو ومې لمبل، لمونځ مې وکړ، ډوډۍ مې وخوړه او ورپسې ویده شوم.

۲) زه لیکنه پای ته رسوم، بیا درته زنګ وهم، سلا درسره کوم او پرېکړه کوم.

 پنځم اکر: کله چې د یوې جملې په پای کې یو وروستی فکر یا د د یوې وینا څښتن په اړه اړین معلومات ورزیاتول غواړې یا پوښتنه د تاییدولو په موخه.

بېلګې:

۱) تا هغه ته دا خبره کړې وه، کنه؟ (کنه د پوښتنې په موخه)

۲) له هغه به هېر شوي وي، فکر کوم. (‘فکر کوم’ د ویناوال په اړه وروستي معلومات)

۳) د دې پر وړاندې باید جدي ګامونه پورته شي، هغه زیاته کړه. (‘هغه زیاته کړه’ د ویناوال په اړه اړین معلومات )

شپږم اکر: تر هغو عبارتونو وروسته چې د جملو په پیل کې راځي او یوه مخکېنۍ خبره بیا تکراروي لکه: په بله وینا؛ په لنډو ټکو؛ لنډه دا چې…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.