سپوږمۍ

سوحیل احمد زهیر

1,545

يواځی د لمریز نظام په ټولو سیارو ټول ټال ۱۵۰ سپوږمۍ راڅرخی. یوه هم له دی سپوږمیوه څخه زموږ د ځمکې سپوږمۍ ده باور دی چي زموږ سپوږمۍ 4.5 میلونه کاله مخکې جوړه شوي ده. د يوی نظري په اساس شاید له ځمکې سره یوبله کوچنۍ سیاره ټکر شوی وی او د هغي ټوټی چی په ځمکه راګرځیدي د وخت په تیریدو سره یوځای شوي او سپوږمۍ جوړه شوي ده.
زموږ سپوږمۍ د لمریز نظام یو هم پنځمه لویه سپوږمۍ ده یواځی دومره لویه چی د چین هیواد په پراخوالې قطر لري. سپوږمي خپله په ځان کې اوسپنه، مګنیزیم، اکسیجن او سیلکان څخه جوړه منټل طبقه او قشر لري باور دي چی د سپوږمۍ سطحه یو وخت فعاله او په نیمه ویلو ډبرو او مګما باندي پوښلې وه.
مګر نن په یو شمیر کنډاونو کې د ګنګل یخي پرته نوره ټوله وچه ډبرینه سطحه ده. د سپوږمۍ سطحه یو شمیر کنډاونه لري چی دا هر یو کنډاو د هغی اسماني مادو لکه فضایی ډبري، فضایی یخیانو او پرچو جوړ کړي دی. چی له فضا څخه په سپوږمۍ راغورځیدلې دي. په دی ټولو کې لوی کنډاو د سپوږمۍ په سویلې قطب کې د (ایکین بیسن) کنډاو دی کوم چي د سپوږمۍ څلورمه برخه یی نیولې ده. د دي کنډاونو ځینی برخی نژدي 8800 متره ژوروالی لري.

آیا د سپوږمۍ پر سطحه غرونه شته؟
د سپوږمۍ پر سطحه د کنډاونو یا اورغورځونې سوریو سربیره، لوړ او اوږده غرونه هم شته دی. دغه غرونه د ځمکې غرونو په څېر نومونه لري. لکه کارپات (Karpates)، آپناین (Apennines) او آلپ (Aples). د سپوږمۍ غرونه یوازې په نومونو کې د ځمکې غرونو ته ورته دي. نور هیڅ ډول ورته‌والی نه لري. د سپوږمۍ غرونه د ځمکې د غرونو په شان تاو را تاو نه دي، بلکې قیف ته ورته شکلونه لري، ځکه اسماني جسمونه پرې را لویدلي او داسې حالت یې ورکړی. د سپوږمۍ تر ټولو پراخ غر «آپنان» دي چې له 1000 کیلومتر څخه زیات اوږدوالی لري. د دغه غر تر ټولو لوړه څوکه له چاپیر درو څخه یې 6500 متره لوړه ده. د سپوږمۍ ځینې نور غرونه له 10000 مترو څخه لوړ دي. د غرونو او اورغورځوني سوریو(کنډاونو) سربیره د سپوږمۍ پر سطحه پرېمانه اوږدې درې او شیلې هم شته دي.

سپوږمۍ له ځمکې څومره لرې ده؟
سپوږمۍ په اوسط ډول زموږ د ځمکې څخه د 30 ځمکو په واټن پرته ده له ځمکې څخه د سپوږمۍ منځنی واټن 384400 کیلومتره دی. یعنې که له ځمکې څخه سپوږمۍ ته پياده تګ ممکن وی، دغه واټن به مو په 11 کالو کې وهلی وی. په مټرو کې دغه واټن په 5 میاشتو کې او په یوه جیټ الوتکه کې یې په 20 ورځو کې وهلی شو. یوه فضايي‌بېړۍ دغه واټن په څو ورځو کې او یوه نوري وړانګه یې په 1.3 ثانیو کې وهي.

ولې له ځمکې د سپوږمۍ یو مخ وینو؟
زموږ سپوږمۍ له نورو سپوږمیو ډېر توپیرونه لري، اما په ځینو مواردو کې بیا سره ورته دي. هره سپوږمۍ تل خپل یو مخ یا نیمايي برخه خپلې سیارې ته ورښيي، دغه پدیدې ته تړلي‌څرخیدل وايي. سپوږمۍ په 27.3 ورځو کې د ځمکې شاوخوا خپل دوراني حرکت بشپړوي. دقیقاً په همدغه موده کې سپوږمۍ پر خپل محور هم یو ځل څرخي، یعنې په حقیقت کې پر خپل محور د سپوږمۍ دوراني حرکت په 27.3 ورځو کې بشپړیږي. بناً ویلی شو له دې چې د سپوږمۍ وضعي او انتقالي حرکتونه په عین موده کې بشپړیږي، ځکه یې له ځمکې تل یوه خوا وینو. انسان له ځمکې د سپوږمۍ یوه خوا لیدلی شي، د سپوږمۍ شا یوازې هغه ستورمزلي کولی شي وویني چې په فضايي‌بېړۍ کې د سپوږمۍ په مدار د سپوږمۍ شاوخوا تاویږي. په هر صورت د سپوږمۍ په مدار کې د بیلابیلو بې نظمیو او د حرکت له وجهې انسان کولی شي له ځمکې د سپوږمۍ 59 سلنه سطحه وویني. د سپوږمۍ د سطحې پاتې 41 سلنه برخه له فضايي سفرونو مخکې انسان ته نا اشنا وه. نو دلته له ځمکې موږ سپوږمۍ په 8 پړاونو کې ګورو چی دی ته د سپوږمیز دوران وایی. دغه دروانونه انسان له زرګونه کالونو راحسی له لری کتلی وو.

آیا انسان سپوږمۍ ته ختلی دی؟
د انسانانو په تاریخ کې تر ډیره وخته سپوږمۍ له لری څیړل کیده. مګر په 1969 م کال د جولاي په 20 نیټه انسان وکوالې شول چی دغه واټن له نږدی څخه واوخي او سپوږمۍ ته د اپولو 11 امریکایی ماموریت په بریالیتوب سره ورسوي. دغه وخت لومړی ځل وو چي انسان په سپوږمۍ کدم کیښود نو له دی سره مو په تاریخ کې د ځمکې طبعي سپوږمۍ ته یو ګام نور ورنیږدي شوو. چی وروسته بیا نور ماموریتونه سپوږمۍ ته ولیږل تر اوسه پوری ۱۲ تنه نارینه سپوږمۍ ته تللی دي او ناسا به په 2021م کال کې دري تنه ستورمزلۍ سپوږمۍ ته ولیږي چی په هغي که به یوه ښځه هم وي چی دا به لومړی ښځه وي چی سپوږمۍ ته خيژي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.