مهاجر: »يوناني چارواکو له کښتۍ وغورځولو، دوه مهاجر ډوب سول«

821

د آلمان د شپيگل مجلې په ګډون ځينو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي دي چي له مخي يې يو مهاجر يوناني چارواکي له کښتۍ څخه د مهاجرو په غورځولو تورن کړي دي.

د کامرون هيواد يوه مهاجر د يونان پر سمندري پوله ساتونکو تور لگولی دی چي د دوو نورو مهاجرو سره يوځای يې له کښتۍ څخه اوبو ته غورځولی دی. د دغه کس په وينا هغه نور دوه کسان ډوب سول او وروسته يې مړي وموندل سول، خو دی بريالی سوی چي په لامبو د ترکيې تر ساحله ځان ورسوي. د يونان حکومت دا راپور او تورونه رد کړي دي.

د آلمان »شپيگل« او د بريتانيا »گارډين« مجلې، فرانسوي »ميديا پارت« او هالنډي رسنيزه شبکې »لايټ هاوس ريپورټس« پر دغه موضوع په مشترکه توگه پلټني کړي دي. يادو رسنيو خپل اړونده راپور د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبرورۍ ۱۸مه نېټه) خپور کړ.

د کامرون ياد وگړی چي اوس په ترکيه کي دی، ورسره ژورناليستانو مرکه کړې ده. دغه کس تور لگولی دی چي دی د مهاجرو د يوې لويي ډلي سره يوځای له ترکيې څخه د يونان د ساموس ټاپو پر لور په کښتۍ کي روان کړل سو. د نوموړي په وينا دغه مهاجر په پټه توگه ټاپو ته ورسول سول خو وروسته د يونان پوله ساتونکو له خوا ونيول سول. په وينا يې دا پېښه د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر مياشت کي پېښه سوې ده.

دغه کس تور لگولی دی چي د يونان سمندري پوله ساتونکو ورباندي تشدد وکړ او په کښتۍ کي يې د آژه سمندر پر لور روان کړل. ياد مهاجر زياته کړې چي د يونان چارواکو دی او دوه نور مهاجر له کښتۍ څخه اوبو ته وغورځول چي په وينا يې هغه نور دوه کسان ډوب سول. ويل سوي دي چي ترکي چارواکو وروسته د دغو دوو ډوب سوو کسانو مړي وموندل.

يادو رسنيو ويلي دي چي د دغې پيښي په تړاو د پلټونو پر وخت يې تر دولسو زيات عيني شاهدان پوښتلي دي. په وينا يې طبي راپورونه، انځورونه، ويډيوگاني او د سټلايټ يا سپوږمکۍ له خوا اخيستل سوي عکسونه يې هم ارزولي دي. هغوی د يونان د امنيتي چارواکو له خوا ورکړل سوي معلومات هم حواله کړي دي.

د رسنيو د دغه راپور په پلټونکو کارونو کي دخيلو ژورناليستانو د دوو يوناني چارواکو حواله ورکړې ده چي دا يې منلي چي چارواکي ځيني وختونه مهاجر له کښتۍ څخه اوبو ته غورځوي. د دغو چارواکو له قوله ويل سوي دي چي دا تاکتيک په اصل کي د مهاجرو د وړو ډلو پر ضد کارول کيږي.

د راپور له مخي د ترکيې سمندري پوله ساتونکو د ۲۰۲۱م کال له می مياشتي راهيسي ۲۹ داسي له نيمي لاري څخه په زور د مهاجرو بېرته پر شا شړلو موارد ثبت کړي دي چي پکښي مهاجر اوبو ته غورځول سوي.

د يونان د مهاجرت وزير نوتيس ميتاراچي له »درواغو راپورونو« څخه خبره کړې ده. د نوموړي په وينا د دغه راپورونو تر شا د ترکيې »پروپاگنډ« او د يونان پر ضد منفي تبليغات دي.

نوموړي په يوه اعلاميه کي په خپل غبرگون کي ويلي: »په داسي حال کي چي ترکي چارواکي هيڅ نه کوي، يوناني سمندري پوله ساتونکو مخ پر وړاندي هر کال په سمندر کي د زرونو نارينه، مېرمنو او ماشومانو ژوند ژغورلی دی.« د هغه په وينا د يونان چارواکو د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱م کلونو تر منځ په ټوليزه توگه »۲۳۰ زره انسانان« په سمندري کې له اضطراري حالت څخه ژغورلي دي.

د شپيگل مجلې د راپور له مخي د يونان وکيلان چمتووالی نيسي چي د دغه هيواد په يوه ځايي محکمه کي دعوا وکړي. د راپور له مخي د ترکيې وکيلانو د يادي موضوع په تړاو د اروپايي اتحاديې بشري حقونو محکمې ته شکايت لېږلی دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.