لمر

حارث زیارمل

878

ايا تر اوسه مو فکر کړى وو چې لمر به دومره لوى وي؟

زمونږ لمر د Main sequence stars يا متوسط اصلي ستورو د اندازې له جملې څخه دى. يعني نه دومره لوى ستر او نه کوچنى بلکه نورمال ستورى دى.
د ستورو اندازه عموماً په دريو ګروپونو ويشل کيږي:
۱. کوچني ستوري
۲. منځني (متوسط) اصلي ستوري
۳. ستر لوى جسمه ستوري

کوچني ستوري هغه ستوري دي چې اندازه يا کتله يې مشتري ورته سيارو يا تر مشتري لوى وي. دې ډول ستورو ته لمړني ستوري هم وايې چې د وخت په تيريدو سره د تشکيلېدلو په حال کې وي او ځان نور هم پرواخوي ترڅو يو متوسط اصلي ستورى ور څخه جوړ سي.
منځني (متوسط) اصلي ستوري لکه زمونږ لمر چې د کوچنيو ستورو څخه يې کتله لږ څه زياته وي. دوى ته ځکه اصلي ستوري وايې چې ميچورټي يا بلوغيت دوره کې قرار لري. دا ډول ستوري زمونږ په کهکشان کې زيات ليدل کيږي او ډېرى برخه زمونږ د کهکشان همدا ستوري جوړوي.
ستر لوى جسمه ستوري هغه ستوري دي چې زمونږ د لمر څخه ۴ يا ۸ ځله لوى او يا هم د ۸ نه زيات ځله کتله يې لويه وي چې ددې ډول ستورو د ژوند موده ډېره لږ وي او ډېر ژر پر سوپرنووا (ستور چاودنې) اوړي او له مينځه ځي.

دا تصوير زمونږ د لمر حقيقي اندازه ښايې چې مخ ته يې زمونو د شمسي نظام د سياراتو اندازه هم معلومولاى شئ. زموږ لمر د ځوانۍ مرحله کې قرار لري او بلوغيت ته رسيدلى. راتلونکي ۵ بيليون کلونو کې به زمونږ لمر پر لوى سور رنګه ستوري تبديل شي او له منځه به لاړ شي. علت دا چې د ۵ بيليون کلونو په دوران کې به لمر د هايدروجن ګاز ختم شي او په هسته کې به د هيليم په سوځولو پيل وکړي، هر کله چې د هيليم په سوځولو شروع وکړي نو همدا به باعث ددې شي چې د لمر اندازه به تر اوسنۍ اندازې ډېره لويه شي او لمر به پر يو لوى قهرجن جهنم تبديل شي کومې سيارې چې ورته نږدې موقعيت لري لکه: عطارد، زهره، او ځمکه دا به وخوري او وروسته به يې اندازه د مريخ تر سرحد هم را ورسيږي چې اخر کې به چاودنه وکړي او زمونږ شمسي نظام به له منځه لاړ شي ترڅو پر سحابې يا آسمانې ورېځې (نيبولا) تبديل شي. هغه وخت به زمونږ ټول شمسي نظام کې غير د ګازاتو، غبارونو او د سياراتو د ټوټو بل څه پرته هيڅ هم نه وي …
خو خفه کېږئ مه!
۵ بيليونه کلونو موده مونږ دپاره ډېره زياته ده او ډېر وخت لرو خو بدبختانه دا به ووايم چې زمونږ راتلونکي نسلونو دپاره يو بد او له خطر ډک خبر دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.