دا هر څه څنګه پيل شول؟

برمل پرهر

980

دا هر څه څنګه پيل شول؟

کېهانپوه ( برمل پرهر ) دغه ليکنه ليکلي په ريښتيا هم ډېر ښه واضيح تفصيل يې ورکړى.
د سټيفن هافکنګ وروستی کتاب ” Brief answeres for the big questions “ ” د لويو پوښتنو مختصر ځوابونه.

موږ د کايناتو د رغښت په اړه په ډير څه پوهېدلي يو خو د کايناتو د پيل پوښتنه لا هم زموږ ته نه ده ځواب شوي.
هيملټ وويل: زه په يوه وړوکي ساحه کې ممکن بند کړلاي شم ، خو بيا هم زه ځان د لامحدود تشيال پاچا ګڼم.
زه په اند له دې څخه مطلب دا و چې که څه هم موږ انسانان په جسماني توګه محدود يو، په خاص ډول زه چې د ناروغي له کبله له حرکته لوېدلی يم خو بيا هم زموږ فکر د دغه ټول کاينات د رغړولو له پاره ازاد ده. او موږ د فکر په واسطه په ډير جرائت سره هلته رسېدلای شو چېرته چې سپووږمکۍ هم له ويري نشي تللای.

ايا کاينات لا محدوده دي که يوازي دا چې ډير لوی دي؟
د دغه کاينات کوم پيل هم شته؟
ايا دا کاينات به همېشه قايم او دايم وي که يوازي دا چې د يوه اوږد مهال لپاره پاته کېدلای شي؟
زموږ محدود عقل څنګه کولای شي يو لامحدود کاينات احاطه کړلای شي؟
ايا داسې يوه هڅه به زموږ له پاره د يوې لافي مترادف نه وي چې ټول کاينات د پخپل محدود فکر کې وشو څېړلای؟

د “پروميتيس” د برخليک په څېر د برخليک توقع کوو ، چا چې د انسانانو د ګټو له پاره له ديوتاګانو څه اور را غلا کړی و، زه باور لرم چې موږ په کايناتو د پوهېدو هڅه کولای شو ؛ موږ بايد دغه هڅه وکړو. د سزا ورکولو په پار يې ” پروميتيس” د همېش له پاره له يوي تيږي سره په ځنځيرونو وتاړه، دا بېله خبره ده چې “هرکوليس” هاغه ازاد هم کړ.
موږ په کايناتو د پوهېدو لپاره وار له مخه زبردسته وړاندې تګ کړی، البته تر دې دمه له موږ سره د کايناتو کامل انځور نشته خو زما په خيال چې موږ د کايناتو کامل انځور تقريبأ پوره کړی.
د منځنۍ افريقا د “بوشونګو” د قبيلې د عقايدو مطابق په پيل کې يوازي تته تياره ، اوبه او لوی ديوتا “بمبا” موجود ول. يوه ورځ د بمبا په ګېډه ګړبړ شو او استفراق يې وکړ، او له خولې څخه يې لمر روغورځېد. بيا همدې لمر يو څه اوبه وچي کړی چې په پايله کې يې ځمکه رابرسېره شوه. مګر د بمبا ګېډه له دې سره روغه نشوه په دوامداره توګه يې خوا ګرځوله او بيا ځل يې چې اسفراق وکړ له ګېډي څخه يې سپوږمۍ او ستوري راوغورځېدل او بيا يو څه ژوي پړانګ، کروکوډايل، کيسپ او تر ټولو وروسته انسانان پيدا شول.
د تخليق دغه ډول ټول خيالي داستانونه د هغو پوښتنو له پاره د ځوابونو د لټون هڅه ده چې موږ ټول ورسره لاس او ګرېوان يو.
مول دلته ولي يو؟
دغه هر څه له کومي راغلي؟
په عمومي توګه همدا يو ځواب ورکړل شوی چې انسانان له ډير لږ وخت راهيسي موجود ده، ښکاره خبره ده چې د انسانانو نسل له ډير وخت راهيسي په خپل علم او ټيکنالوجي هڅه پيل کړی تر څو د بهتري لوري ته يې بوځي. په همدې اساس د انسانان وجود پر ځمکه ډير قديم نه ښکاري، که داسې نه وای نو انسانانو بايد ډير وړاندې تګ کړی وای.
د بېلګي په توګه د ايرليڼډي مذهبي رهنما “جيمز بشپ اشر” د خيال مطابق د بايبل له پيدايښته مالومېږي چې د وخت پيل په ۲۲ اکتوبر ۴۰۰۴ قبل مسيح د ماښام په ۶ بجي شوی.
بله دا چې نور موجودات لکه غرونه، سيندونه د انسانانو د ژوند په برابر ډير لږ تغير کوي چې له کبله يې انسانانو دغه حالت د يوه مستقل شاليد په توګه تصور کړی، دوی فکر کوي چې د ځمکې حالت به د کايناتو له پيل څخه کټ مټ په همدې حالت و لکه همدا اوس چې ده ،او يا دا چې د انسانانو له مودجودېدو سره سم به د ځمکې ډول همداسي تراشل شوی اوسي.

البته هر څوک هم د کايناتو د پيل له تصور څخه خوښ نه و ، د لرغوني يونان يو مشهور فلسفي “آرسطو” په دې باور و چې کاينات همېشه موجود و، کوم څه چې “لافاني” (همېشه موجود ) وي هاغه په “خاص وخت” د تخليق شوی څيز په پرتله څو چنده مکمل او پرفکټ وي.
د آرسطو اند دا و چې موږ د انسانانو وړاندې تګ ته ځکه ګوته نيسو چې د سېلابونو او نورو طبيعي آفاتو له کبله د انساني تمدن پيل په بيا بيا له صفري نقطې څخه په تکراري ډول پيل شوی. يو لافاني او له همېش څخه د موجود کاينات تصور دغه غوښتنه لا متحرکه کړه چې د کايناتو له تخليق او د دغه تخليق د مخته وړونکي لامل ( خدايي مداخلت) ” ډيواين انټروينشن” څخه وژغول شو. ددې اپوټه چې د چا باور د کايناتو په پيل و هغوی دغه تصور د خدای د وجود “لومړنی علت، فرسټ کاز، لومړنی محرک” د دليل په توګه وړاندې کړ. يعني د چا چې د کايناتو په پيل او ابتدا يقين و هغوی داسي يوه عظيمه هستي د کايناتو لامل باله چې هم يې دا هر څه تخليق کړي او هم له دې سره سره دغه ټوله کارخانه پخپلو مټو چلوي هم او مخته يې وړي.
که چېرته چا د کايناتو په پيل باور درلود نو هغوی لازمأ له نورو پوښتنو سره هم مخامخ دي: د کايناتو له پيل څخه وړاندې څه و؟ د دغې دنيا له جوړولو وړاندې د دې دنيا خالق څه کول؟ ايا د دې دنيا خالق هاغه وخت د داسي سوډرو پوښتنو د پوښتونکو له لپاره دوزخونه جوړول؟
دغه پوښتنه چې د کايناتو کوم پيل شته که نه د آلماني فيلوسوفر “ايمانويل کانټ” له پاره د خاصي توجه باعث وه. کانټ ته احساس وو چې د دواړو لورو په دلايلو کې منطقي تضادات يا تناقضات شته
که چېرته د کايناتو کوم پيل وي، نو بيا دغه جهان له خپل پيل څخه وړاندې تر نامحدود وخته پوري ولي انتظار وکړ؟ کانټ دغه تحليل ته د تېزس / دعوی عنوان ورکړ. بيا که چېرته کاينات د همېش له پاره موجود ول نو بيا دغه کاينات تر خپل موجوده حالته پوري د رارسېدو له پاره ولي نامحدود وخت په بر کې ونيو؟ بيا يې دغه دوهم تحليل ته د دعوی ځواب/ انټي تېزس عنوان ورکړ. د دعوی او د عوی د ځواب دواړو له پاره د کانټ انحصار په دغه فرضيې و چې هر يوه تحليل ته بايد ” وخت” د مطلق / ابسلوټ حېثيت په توګه وټاکل شي. مطلب دا چې “وخت” له نامحدود ماضي څخه د نامحدود مستقبل په لوري روان ده خوا په دې کې که کاينات وي يا نه. نن هم د ځينو ساينسپوهانو په ذهنونو کې همدا تصور ده. مګر “البرټ اينشټاين” په ۱۹۱۵ ميلادي کال کې خپله د زيادښت/اضافيت انقلابي نظريه ( تيوري آف ريليټيويټي) وړاندې کړه. په دې نظريه کې د تشيال ( سپېس) او وخت ( ټايم ) حېثېت مطلق / ابسلوټ نه و پاته. لکه له نظريې پخوا د پېښو شاليد جامد او ساکت نه بلکه په دغه نظريه کې “تشيال او وخت” داسي محرک مقدارونه ول چې د مادې او انرژي په واسطه يې خاص صورت او مخصوص ماهيت اختياراوه. دغه دواړه ( تشيال او وخت) د کايناتو په دننه کې محدود او د توضيحاتو وړ دي، يعني د کايناتو له پيل څخه وړاندې د “وخت” په اړه خبري کول هيڅ مانا نلري ، دا به بلکل داسي وي لکه يو څوک چې په جنوبي قطب ودرېږي او وپوښتي چې د جنوب لوری چېرته ده؟ هلته د هاغه تعين نشي کېدلای.
که څه هم د اينشټاين نظريې “وخت او تشيال” زمان او مکان ( ټايم ايڼډ سپېس) سره متحد کړل. دغي نظريې د تشيال په اړه ډير څه نه دي ويلي . په ظاهري بڼه داسې برېښېده چې تشيال خو بس روان ،روان وي. موږ دا هيله نه لرو چې د کايناتو پولي به د کاڼو په کوم ديوال ختمېږي. البته د داسې نه کېدو کوم منطقي دليل هم نشته. خو د “هبل” په څېر فضايي دوربين ته ورته نوي آلات کولای شي موږ ته کاينات تر ډيره را ښکاره کړي. او په واسطه يې موږ کولای شو په دغه بسيط تشيال کې ميلونونه کهکشانونه ووينو . دغه کهکشانونه چې په مختلفو جسامتونو او شکلونو کې دي. ډير زيات هګۍ نما کهکشانونه دي او ځيني بيا زموږ د کهکشان په څېر ګرد کهکشانونه دي. په هر کهکشان کې ميليونونه ستوري دي چې په دې کې ځيني بيا له يوي څخه شاوخوا چکر هم وهي. زموږ کهکشان موږ ته خپل ځپل ځيني سمتونه نه را ښکاروي خو له دې هاخوا په ټوله فضا کې ټول کهکشانونه يو ډول پراخ پراته دي. ځيني بيا ډير په ګډوډ حال دي او ډير خالي ځايونه (وايډز) پکې دي. داسې مالومېږي چې په ډيرو اوږدو فاصلو کې د کهکشانونو مخصوص حجم په کمېدو ده. دا ځکه داسې مالومېږي چې دغه کهکشانونه له موږ څخه ډير ليري پراته دي او دا ډيره ستونزمنه ده چې وکولای شو په دقيقه توګه يې ووينو.
د اوس له پاره موږ يوازي دا ويلای شو چې په تشيال کې هر لوري ته کهکشانونه پراته دي. دغه کهکشانونه که تر هر څومره ليري هم پراته دي خو تقريبأ يو ډول پراخ او ويړ دي. که څه هم د فضا په هر مقام باندې کاينات کابو ډول ښکارېږي خو د وخت په اعتبار سره يقينأ تبديلېږي. د دغه ادراک موږ ته د تيري پېړۍ له لومړنيو کلونو وړاندې نه و شوی. هاغه مهال داسې ګڼل کېده چې کاينات د وخت په اعتبار عملأ ازاد دي، په دغو کايناتو کې هيڅکله هم په لويه اندازه تغيرات نه راځي. کېدای شي له نا محدود وخت څخه همداسې موجود وي، خو د دغه خيال ډيري ګډي وډي پايلي راووتې. هاغه چې که چېرته د غو کايناتو لمرونو خپلي شعاوي له لامحدود وخت څخه را اېستلای نو اوس بايد ټول کاينات د حرارت له کبله دومره ګرم وای لکه لمرونه، تر دې پوري چې بايد د شپې مهال هم فضا داسې رڼا وای لکه لمر، ځکه چې د هر خط ليد ( لاين آف سايټ) اختتام به يا په کومه ځلېدونکي ستوري کېده او يا به چېرته ليري په فضا کې د ورېځو په داسې يوه غوڼډال ختمېدای چې د يوه لمر نما سياري ډول يې له ډيره حرارته غوره کړی وای. لهذا زموږ دا مشاهده کې د شپې پر مهال فضا تياره وي ، ډيره مهمه ده. له دې څخه دا پايله تر لاسه کېږي چې کاينات په دغه حالت کې لکه اوس چې ده د همېش له پاره نشي موجودېدای . په ماضي کې حتمأ داسې کوم څه شوي چې له محدود وخت څخه يې وړاندې ستوري رڼا کړي. دا ممکنه ده چې له ډيرو ليرو ستورو څخه راوتونکي رڼا دومره وخت نه موندلای چې تر موږه راورسېږي – کېدای شي له دومره ليرو ستورو څخه راوتونکي رڼا تر مونږه هيڅ را رسېدلي نه وي او لا هم موږ ته د رارسېدو لپاره په لاره وي. له دې څخه مالومېږي چې د شپې پر مهال زموږ اسمان/ فضا د لمر غوندي رڼا ولي نه ده.
که چېرته ستوري د همېشه له پاره په خپلو ځايونو موجود وي نو بيا يوازي څو ميليونه کاله ولي ناڅاپه وځلېدل؟ هاغه کوم ساعت و چې دغو ستورو ته د ويل شوی اوسي چې په پلانکي وخت وځلېږئ؟
دغي خبري د ايمانويل کانټ په څېر فيلوسوفران په اندېښنو کې ډوب کړل ، ځکه چې د دوی باور دا و چې کاينات له همېش څخه موجود دي. خو بيا د ځينو نورو لپاره دغه خيال ډير آسوده و چې لږ تر لږه کاينات داسې “خلق ” شوي لکه دا اوس چې په کوم ډول دي. د کايناتو په تخليق د باور لرونکو توپير له هاغو سره چې کاينات يې قديم او يا له همېش څخه موجود ګڼل ، دا و چې دوی د کايناتو تخليق يوازي د څو زرو کلونو پخوانۍ پېښه ګڼله. کټ مټ هماغسي لکه مذهبي رهنما بشپ اشر چې له خپل خيال څخه کوم اخذ درلود. د کايناتو د تخليق په خيال کې هم تضادات را پورته شول؛ کله چې په ۱۹۲۰ کال کې ” ماونټ ولسن” په رصدګا ( هاغه خاص موقعېت چې د ستورپوهني لپاره دوربينونه پرې نصبېږي) نصب شوي ۱۰۰ انچ قطر دوربين باندې د کايناتو مشاهده وکړه، له هاغه څخه وړاندې په لومړي ځل امريکايي ستورپوه ” ايډوين هبل” دا کشف کړي ول چې تشيال کې دغه ځلېدونکي پېوندونه چې هاغه مهال يې ( نيبولا) بلل خو په اصل کې کهکشانونه دي. او دا ځلېدونکي پيوندونه په واقعېت کې زموږ د لمر په څېر پراخ حجم لرونکي لمرونه دي خو په ډيرو اوږدو فاصلو کې سره پراته دي. دغه لمرونه چې دومره مختصر او باريک ښکاري دا ځکه چې دا له موږ څخه ډير ليري دي له دغو لمرونو څخه راوتونکي رڼا چې تر موږه را رسېږي ميليونه کلونه مزل ته اړتيا لري. له دغي اشارې څخه مالومېږي چې د کايناتو پيل او تخليق يوازي څو زره کاله وړاندې نه شي کېدلای.
البته د ايډوين هبل يو بل کشف تر دې څخه څو ځله ډير غير عادي و. هبل چې کله له نورو کهکشانونو څخه د راوتونکي رڼا د تجربه کولو په جريان کې په دې اندازه برلاسی شو چې هاغه ليري پراته کهکشانونه زموږ لوري ته په حرکت دي که له موږ څخه په لا ليري کېدو دي. هبل چې کله په دې وپوهېده چې هاغه ليري پراته کهکشانونه ټول په يو شان له موږ څخه لا په ليري کېدو دي حېران شو. يوازي دا نه بلکه هاغه په دې هم پوه شو چې هاغه ليري پراته کهکشانونه چې له موږ څخه څومره ليري هغومره نور هم په چټکۍ سره له موږ څخه د لا ليري کېدو په حال کې دي. په بل ډول يې که ووايم نو کاينات د لا پراخېدو په حال کې دي او کهکشانونه له يو بل څخه خپلې فاصلې لا اوږودي.
دغه کشفيات چې کاينات د لا پراخېدو په حال کې دي د شلمي پېړۍ يو له لويو علمي انقلابونو او لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. دغه کشف په داسې حال کې وشو چې هيڅ توقع يې نه کېدله. او هم دې کشف د کايناتو په اړه بحث بلکل بدل کړ. که چېرته کهکشانونه له يو بل څخه د ليري کېدو په حال کې وي نو مالومه ده چې په ماضي کې به کهکشانونه له يو بل سره نږدې ول. د کهکشانونو تر منځ د فاصلو د او د کايناتو د پراخېدو د دغي شرحي په نظر کې نيولو سره موږ داسي اټکل کولای شو چې په حقيقت کې به کهکشانونه يو مهال ډير سره نږدې ول. کابو يو زر او پنځه سوه ميلونه کاله وړاندې داسې څرګندېږي چې کاينات به پيل شوی وي ، هاغه مهال چې په تشيال کې هر څه پر يوه نقطه ول.
خو اکثره ساينسپوهان له دغه تصور څخه ناخوښ ول چې د کايناتو به کوم پيل هم وي ، ځکه چې په ظاهري بڼه داسي پايله هم تر لاسه کېدله چې د کايناتو د پيل په مرحله کې به هم د فزکس قوانين موجود ول، د دغو قوانينو دنده به هم وه. اوس نو په دې پوهېدل چې کاينات څنګه پيل شوي د يوي بيرونۍ وسيلې ( انرژي) اړتيا هم پېښېږي، لکه يو څوک يې چې د ځان د اسانتيا له پاره خدای هم بللای شي.
دغو ساينسپوهانو داسي نظريې وړاندې کړی چې که څه هم کاينات د پراخېدو په حال کې دي مګر ددې کايناتو هيڅ کوم پيل هيڅکله هم نه و. په دغو نظريو کې يوه د( يو ډول حالت نظريه ) steady-state theory وه. دغه نظريه ” هرمن بوڼډي، ټامس ګولډ، او فريډ هويل” په کال ۱۹۴۸ کې وړاندې کړه.
د “يو ډول حالت په نظريه” کې چې په اصل کې يوه فرضېه وه ، په بالفرض ډول ويل شوي و چې کهکشکانونه له يوه بل سره د ليري کېدو تر څنګ په تشيال کې دوامداره له خلق کېدونکي مادې به څخه نوي نوي کهکشانونه هم جوړېږي. کاينات به له همېش څخه موجود وي، او هر وخت به يو ډول ښکاره کېږي. د کايناتو دغه وروستي تجويزي خاصېت يوه واضحه وړاندوينه هم کوله چې د مشاهدې په واسطه څېړل به دغه نظريه سمه ګڼي که نه. کال ۱۹۶۰ کې په کيمبرج پوهنتون کې د فضايي راډيو اکټفونو د يوې څېړونکي ډلي مشر ” استاد مارټن رايل” د فضايي باريکو راډيويي شعاوو د سرچينو سروي وکړه.
دغه شعاوي په فضا کې يو ډول تيتي “پرتې” دي. له دې څخه مالومېدل چې زموږ په کهکشان کې دغه باريکه راډيويي شعاوي زموږ د کهکشان له بيرون څخه راتللي، او ددغو راډيويي شعاوو سرچينې زموږ په کهکشان کې د ننه نه بلکه زموږ له کهکشان څخه بيرون ډيري ليري دي.
د ( يو ډول حالت) په نظريه کې هم د راډيويي شعاوو د سرچينو د شمېر او له دغو سرچينو څخه د راتلونکو شعاوو د قوت متعلق يوه وړاندوينه شوي وه. خو د مشاهدو له لاري چې د دغو شعاوو د پټو منابعو کوم شمېر اټکلېده دغه شمېر د “يو ډول حالت” د نظريې د شمېر نسبت بيخي ډير و؛ او له دې څخه دا هم ښکارېده چې ښايي په ماضي کې به د دغو شعاوو د سرچينو شمېر لا زيات و. دا د يو ډول حالت د بنسټيزي فرضيې چې ويل يې ” هر څه د وخت په اعتبار ازاد دي” بيخي برعکس خبره وه او همداسي د څو نورو لاملونو له کبله ساينس دغه نظريه ( يو ډول حالت) بيخي پرېښؤده.

“”که څه هم د کميونيستي اندونو پر اساس د کايناتو د پيل تصور د ډيرو له پاره د خوښي وړ نه و خو ساينس د طبيعت د څېړني په لاره د هيڅ کومي ايډيالوجي پروا نه ده لرلي. د بم له پاره د طبيعت / فزکس اړتيا وه او د نرو ډيرو څيزونو لپاره اړين ده. دا چې د شوروي ايډيالوجي د پېريانو له واقعيته انکار وکړ خو د ژوندانه پرمختګ يې هم له خڼډ سره مخ کړ.””

د کايناتو له “پيل” څخه د ځان ژغورلو له پاره په يوه بله هڅه کې داسي وويل شول چې په ماضي کې يوه داسي مرحله phase وه چې کاينات به ځړېدل خو د کهکشانونو د تاوېدلو پر اساس او په عين حال کې د نورو لوړو زورو irregularities پر اساس د کايناتو ټوله ماده په يوه نقطه را ټوله نه وه : بلکه د مادې نوري مختلفي برخې له يوي بلي سره له نښلېدو پرته په جلا جلا توګه وتلې. او همداسي کاينات پراخېده لکه څه ډول يې چې اوس موږ مشاهده کوو، خو د دغه کاينات حجم کم پاته و. دوو روسي ساينسپوهانو ” ايوجيني لفشز او ايزاک خالاتنيکوف” د دې ثابتولو ادعا وکړه چې که چېرته يو مکمل شکل exact symmetry و نه اوسي نو کهکشانونه به له يو بل سره ډير نږدې شي او پرته له دې چې په يوه نقطه را ټول شي بيرته به له يو بل څخه په ليري کېدو شي. او همداسي به د کايناتو په حجم کې دقيقوالی finite پاته شي. مارکس او لينن چې د ماده پرستي کوم تصور وړاندې کړ دا تصور د دوی له پاره ډير د ډاډ وړ و، ځکه په دې تصور باندې د کايناتو تخليق له عجيبو پوښتنو څخه ژغورل کېده. ځکه خو دغه تصور د شوروي ساينسپوهانو له پاره د عقيدې په څېر ګرځېدلی و.
ما په کاينات پوهنه cosmology کې څېړني تقريبأ هاغه مهال پيل کړی په کوم وخت کې چې لفشز او خلاتنيکوف دغه نظريه خپره کړي وه چې مرکزي نقطه يې پر دې څرخېده چې ګواکي کاينات هيڅ پيل نه لري. ما داسې احساس وکړ چې دا پوښتنه ډيره اړينه ده خو زه د لفشز او خلاتنيکوف په دلايلو مطمئن او قانع نه وم. ځکه چې موږ د دغه خيال عادي شوي يو چې هره پېښه له هاغه څخه د مخکينۍ شوي پېښي پايله وي. يعني هره پېښه له دغي پېښي څخه د وړاندي پېښي پايله وي. او همادسې د عليت casuality د ځنځير په ماضي کې ډير ليري درومي خو فرض کړئ چې د دغه ځنځير به هم کوم پيل وي ، فرض کړئ چې تر دې ټول عليتي ځنځير څخه مخيکينۍ پېښه به هم وي. د هماغې وروستۍ او ابتدايي پېښي علت څه و؟ دا يوه داسي پوښتنه وه چې هيڅ ساينسپوه نه غوښتل ورباندې وغږېږي. دوی به هڅه کوله له دغي پوښتني څخه ځان وژغوري. يا لکه د شوروي ساينسپوهانو په څېر او يا لکه د ساکن حالت نظريې د منونکو په څېر به يې ويل چې بس د کايناتو هيڅ پيل نشته. يا خو به دوی له دغه بحث څخه ځان بيخي ليري ساته او يا به يې ويل چې دغه پوښتنه د ساينس له کرښي بيخي وتلي ده. يعني په دغه پوښتنه باندې تر ماورالطبيعت metaphysics يا مذهب/عقيدې لاندې بحث کېدلای شي. زما اند خو دا ده چې يو ريښتينی ساينسپوه هيڅکله هم بايد داسي نقطه نظر و نه لري. که د ساينس قوانين په پيل کې رخصت شوی وي نو بيا دغه قوانين په يو بل ځای کې ولي له کاره نه غورځي؟ که چېرته کوم قانونه په يوه مرحله کې اثر ښکاره کوي او په بل ځای کې يې هيڅ اثر نه وي نو دا څنګه يو قانون کېدلای شي؟ زما باور دا ده چې د کايناتو په پيل د پوهېدو لاره په ساينسي قوانينو وهل کېدای شي. کېدای شي دغه کار زموږ له توان څخه وتلای وي، مګر موږ بايد ددغه کار هڅه وکړو. ” راجر پنروز او ما هافکن” د جيوميټري د اثباتي مسايلو theorems د ثابتولو په ار کې دا واضح کړل چې د کايناتو پيل حتمي ده. په دې شرط چې د اينشټاين د “زيادت نظريه ” تئوري اف ريليټيويټي سمه وي، او يو څه نور مناسب شرايط هم پوره شي. د رياضي په مسايلو کې چون و چرا کول ډيره ستونزمنه ده ، ځکه خو لفشز او خلاتنيکوف بلاخره ماته ومنله او دا يې ومنل چې د کايناتو پيل او ابتدا لازمي ده. که څه هم د کايناتو د پيل تصور د کميونسټ اندونو پر اساس ډير د خوښي وړ نه و خو ساينس د طبيعت څېړني په لاره کې د هيڅ کومي مذهبي ايډيولوژي په کيسه کې نه ده او نه هم په دې لاره کې کومي مذهبي ايډيولوژي ته ددې اجازت ورکوي چې د ساينس مخه ډب کړي. د بم له پاره هم او د نورو ډيرو مسايلو له پاره طبيعت physics ډير ضروري ده، که کميونستي اندونو د پېريانو له واقعيته انکار وکړ خو د ژوندانه لپاره يې هم خڼډونه جوړ کړل.
زما او د پنروز اثباتي مسايلو دا مالومه کړه چې د کايناتو پيل حتمي ده خو په دې کې د کايناتو د پيل د څرنګوالي په اړه نور ډير څه مالوم نه شول. له دې څېړنو څخه يوازي دومره مالوم شول چې د کايناتو پيل له (بيګ بېنګ) څخه شوی. د زمان او مکان په وحدانيت singularity کې يو پوره کاينات نغښتی ده، په دې موقع کې د اينشټاين د اضافيت عمومي نظريه theory of relativity هم له کاره لوېږي. د دغي نظريې په همکاري د کايناتو د پيل څرنګوالی او انداز نه مالومېږي. په ظاهره خو داسې ښکاري چې د کايناتو مامله اوس هم د ساينس له کاري چاپېريال څخه وتلي اوسي.
په ۱۹۶۵ کا کې د دغې خبري مشاهداتي لاسوند چې کاينات په پيل کې کثيف يا کم حجم لرونکی و لاس ته راغی. زما له لومړنۍ پايلي “وحدانيت” څخه يوازي څو مياشتي وروسته په تشيال کې خپرې شوی باريکي شعاوي Microwaves کشف شوي، دا هاغه شعاوي دي چې ستاسو د پخلي پخپل داش microwaves oven کې موجودي وي. البته هاغه شعاوي ستاسو د پخلي د داش د شعاوو په نسبت ډيري باريکي دي. دغه شعاوي ستاسو پيزا په منفي ۲۷۰.۴ سلنتي ګراد ( منفي ۵۱۸.۷۲ فارن هايټ درجه) کې پخولای شي. تاسو د دغو مايکرو شعاوو مشاهده په خپله هم کولای شئ.
په تاسو کې به ځينو کسانو ته اينالاګ تلويزيون analogue tv په ياد وي، دغو کسانو به د دغو باريکو شعاوو مشاهده ضرور کړي وي. که چېرته تاسو تلويزيون په خالي چينل درولای وي د تلويزيون په پرده به د ښکارېدونکو کرښو ډيره برخه د همدې کايناتي شاليد د شعاوو پايله ده. په ټولو کايناتو کې هر لوري ته د دغو خپرو شويو مايکرو شعاوو يو معقول وضاحت ممکن ده. دغه شعاوي د کايناتو د انتهايي پيل له سخت ګرم او کثيف يا کم حجمه حالت څخه د اخراج شويو شعاوي پاتي ښوني دي. د کايناتو له پراخېدو سره سره دغه شعاوي radiation’s هم يخي وي، تر دې پوري چې په دومره باريک حالت پاته دي لکه د کايناتو د پيل په حالت کې چې له انتهايي کثافت څخه اخراج شوي وي او اوس يې موږ د کايناتو د شاليد په توګه مشاهده کوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.