شپږ میاشتې په انزوا کې

هارون ناسر

863

شپږ میاشتې کېږي چې افغانستان په انزوا کې دی؟

حاکم لوری په کور دننه د ملي مشروعیت او سیاسي حل موندنې پرځای د لویدیځ او نورو مطرحو قدرتونو د ماڼیو دروازو ته درېدلی او د رسمیت پېژندنې په پار ناستومانه هڅې کوي خو آیا رسمیت پېژندنه د افغانستان د ټولو معضلاتو، ستونزو یوازینی او ورستی حل دی؟ تېرو دوو حکومتونو دا او ګڼ نور امتیازات لرل خو د افغانستان په ګډون د درېیمې نړۍ هېوادونه څومره په نړیوالو سیاسي معادلاتو او لوبو اغېز لري پایلې یې ښه ترا د ټولو تر مخ دي.
نړیوال قدرتونه او سیمه ییز مطرح لوبغاړي پر میزونو د افغانستان د مسئلې په تړاو پلان شوي او دقیق غوراوي لري د شطرنج دانې پیاده – آس یې خوځولي دي خو په انزوا کې تم افغانستان له څرنګه وضعیت سره مخ کړای شوی دی؟
واک ته د طالبانو تر بیا راګرځېدو وړاندې هم افغانستان له بشري بحران سره مواجه وو خو د تېر نظام تر مبهم سقوط روسته بشري بحران لاپسې تشدید کړل شوی دی په اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل روسته یقیني خبره ده چې په نړیواله کچه د افغانستان د وضعیت انځور تت او د نړیوالې ټولنې پاملرنه ور کمېږي.

د کرونا په شمول روغتیايي بحران، پراخه بېځایه کېدنه او کډوالي، بېکاري، فقر، د زرګونو کادرونو ډله ییز خروج … ګڼ نور محرومیتونه او ناخوالې میلیونونو افغانانو ته ور تر غاړې دي ټکنۍ نړیوالې بشرپاله مرستې په صحرأ کې د سراب مصداق دی نه د څو میلیونو سوتغذیي ناروغو ماشومانو رنځ درمانولای شي او نه هم له ۹۰ نوي سلنې پورته د فقر او بیکارۍ ګراف ستنه را ټیټولای او کډوالۍ مخنیوی کولای شي.
د افغانستان اقتصاد ځکه له پاشلتیا سره مخامخ دی چې په تېرو دوو لسیزو کې اصلي مسیر ته ور ونه ګرځېد.
په نړیوالو مرستو متکي اقتصاد د اساسي اقتصادي زیربناوو بیا احیأ کولو کې ځکه ناکام کړای شو چې کمکونه له بهرنیو چینلونو ترزیق کېدل او په سیستماتیک ډول سوداګري، عواید، لوی – واړه قراردادونه د مشخصو مافیايي تنظیمو کړیو په ګروت او خدمت کې وو چې له امله یې افغانستان د مفسدو هېوادونو د کتار په سر کې وو خو له دې سره هممهاله تېرو حکومتونو د انرژۍ د لېږد او د سیمه ییز اتصال په برخه کې مبتکرانه عملي ګامونه اخیستي وو خو نړیوالو او سیمه ییزو رقابتونو نه یوازي دا اقدامات درولي بلکې د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالرو مالي پشتوانه لومړی ګنګل او روسته د ۹ / ۱۱ سپیټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د یاد مبلغ د نیمايي هغې غرامت ورکړې اعلان شوی او له دې ور هاخوا د افغانستان بانکي سکتور او سیستم فلج دی افغانۍ د انفلاسیون او بې ثباته کېدو خواته درومي ددې وضعیت دوام سوداګر او سوداګري اغېزمنه کړې ده.
د افغانستان د لویدلي او ویجاړ اقتصادي وضعیت رغښت او نورمال حالت ته بېرته ورګرځول ډېر وخت، کار او ظرفیتونو ته ضرورت لري خو د اوږد مهال لپاره به افغانان د تېر او اوسني حاکم مشرتوب او سیاستوالو د سیاسي تېروتنو او د پردیو ګټو په محور د روانو لوبو درنه بیه به وګالي.
افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې له دوامداره بې ثباتۍ سره مخ دی تر هغې چې افغانان په کور دننه د جرګې په ټغر په واحد غږ د بې ثباتۍ کورنیو عواملو ته معقول – و – منطقي ملي حل ونه مومي د ناپایه بې ثباتۍ بهرني عوامل لاپسې غځېږي او دا شړیدلی ټپ تدریجأ په ناسور بدلوي.
د هېواد دایمي ثبات د قدرت له عمودي یا افقي وېش سره تړاو نلري بلکې د ملي بنسټونو، اډانو بیا احیأ، ملي حاکمیت ځواکمنتیا او د خاورې د مالکیت احساس را ژوندي کول هغه عناصر دي چې په رڼا کې یې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان اړیکو او ډيپلوماسۍ ته واضح او قوي تعریف موندلی شي حال دا چې د روانې پاېدونکې هجري شمسي پېړۍ په لومړۍ پنځوس یزه کې د ملي بنسټونو او حاکمیت اساسونه کېښودل شو خو په دویمه هغې کې بیا په تدریجي ډول تضعیف او روسته عمدا ونړول شو.
دلته اړینه ده دا پوښتنه هم ځواب شي چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو د اوږدمهالې بې ثباتۍ له عواملو یو اساسي عامل د قدرت خلأ ده چې په نامريي ډول یې افغانان انحصار کړي دي د سولې، جګړې او د راتلونکې د انتخاب حقونه یې ترې تروړلي دي په تېرو څلوېښت کلونو کې جګړه د افغانانو انتخاب نه وو خو پردی ټوپک او مرمۍ پر اوږو وربار او په سنګرونو کې یو تر بله یې سره وژلي او هېواد یې د ویجاړیو په ډېرۍ او ماتم کدې بدل کړی دی د جګړې تر شا لوبغاړي، اهداف او نتایج جدا نورې جدي پوښتنې دي خو رښتیا دا دي چې افغانانو د جګړې ډګر، سولې فرصتونه او پر نړیوال دریځ ( سټیج ) سیاستونه بایللي دي.
افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې د اوسنیو حاکمو شرایطو په پرتله په ډېرو سختو حالاتو او بحرانونو کې د بقا ساه اخیستې او ترې راوتلی دی خو دا هم ضرورې ده چې روښانه شي سیاسي اطراف باید یو د بل د حذف د ټام او جیري کارتون ناکامه لوبه پای کړي پر ناکامیو اعتراف سره د ملي رسالت آدینې په پار یو غږ – و – ګام شي.
په پورته کرښو کې پر افغانستان د نړیوالې انزوا عواملو، اغېزو او ستونزو ته اشارې وشوې د یاد بحث په دوام د حاکمې فضأ او ګنګل ماتېدو لپاره نن او سبا د لازمو اقدامات یادونه کېږي.

په افغانستان کې د بشري بحران رېښې ژورې او پخوانۍ دي، سیاسي ثبات، اغېزمنه او پر خدماتو ولاړه حکومتولي کړای شي چې تدریجأ د اوسني بشري بحران اغېزې راکمې او مهار کړي د مثبتو ګامونو او پروګرامونو تطبیق پرته ټکنۍ نړیوالې بشرپاله مرستې د افغان انسان نیم ژوانده حالت نشي بدلولای.

افغانستان د اقتصادي ودې او پياوړتیا لپاره قوي ظرفیتونه او پوتینسلونه لري، کرنه او مالداري د افغانستان د لویدلي اقتصاد دوه اساسي برخې دي چې کولای شي د ټولنې اقتصادي وضعیت په تحرک راولي.
د شمېرو پراساس په روستیو څو کلونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو، متحده عربي اماراتو او ترکیې له افغانستان څخه ۶۰ شپیته میلیارده ډالر پانګه ور جذب کړې، سیاسي ثبات، امنیت او سوله اساسي فکتورونه دي چې دا یاد مقدار پانګه بېرته را جذب کاندي او په اوږدمهال کې د افغانستان کاني او طبیعي زیرمې د هېواد اقتصادي شارګونه ګڼلی شي.

حاکمه ډله – سیاسي اطراف اخلاقأ او وجدانأ مسول دي چې د افغانستان د راتلونکې سیاسي حل لپاره له رامنځ ته شوی فرصت څخه په ګټنې جوړجاړی وکاندي او متفق فورمول وړاندې کړي د تېرې نیمې پېړۍ د تاریخ له ویرجنو پاڼو څخه بایده دی چې دا عبرت اخیستل شوی وې چې د لېږد زماني پړاو څخه په تېرېدو ټول لوري په ګډه د افغانستان دایمي ثبات تضمین او حاکم کړي.
په تاریخ کې د اتلولیو او سوبو د ثبت پرځای بویه چې ددې خاورې د میلیونونو انسانانو د ژوند ژغورنې او خوندیتوب پسې ګام واخیستل شي، د روباټونو په څېر عمل، دیکته او جبر د مخته پرتو مسایلو، ننګونو حل لاره نه ده او نه د حاکمې نړیوالې انزوا فضا ماتولای شي.
خاموشه رسمیت پېژندنه د ډيپلوماسۍ قاموس تر بریده څو ټکي دي چې د اوسمهالي حاکم جهت ځینې غړي یې په رسنیو کې د نړیوال تعامل په عوض تعبیروي خو واقعیت دا دی چې هېواد بې دروازې زندان دی هېښوونکې یې لا دا چې مغلوب د فاتح پانګه په غنمیت او غرامت اخیستې وې؟ حی علی الفلاح.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.