د ایللو ملتونو ژغوراند اعلحضرت شاه آمان الله خان غازي

لیکوال: هارون ناسر

0 1,882
(زوکړه ۱۸۹۲ ز وفات ۱۹۶۰ ز – ۱۹۱۹ ز څخه تر ۱۹۲۹ ز واکمهالپير )
په رڼه ورځ د ګڼو راټول شوو خلکو ته مخامخ د منځنۍ ونې څښتن ځوان پر منبر را څرګند – راهسک شو، درېځ یې ونیو، غږ یې لوړ شو: تر هر څه وړاندې زیری درکوم چې ما د افغان ټولواکۍ تاج د خپلواکۍ او د کورني و بهرني حاکمیت په نامه پر سر کړی.
زما ګرانه ملته! زه به دا د سرتیرې لباس تر هغې همداسې پر تن ولرم، ترڅو د هېواد مور خپلواکي وګټم.
زه! به دا توره تر هغې تیکي ( غلاف ) ته دننه نه کړم، ترڅو د ملت د حقونو تروړونکي ونه پرځوم.
ای ګران ملته! او ای سرښندونکي سرتیریه! راځي د هېواد ژغورنې لپاره خپله ټوله هڅه په کار واچوو، او خپل غیرتي سرونه نذرانه کاندو.
د افغانستان دولت هر مهال خپلواک او ازاد و، او اوسي به، او ما د همدې سپېڅلی نامه لاندې يې واکمني قبوله کړې، تاسو افغان ملت ته وایم، چې تاسو خپلواک او ازاد ملت یاست، د هېڅ بهرني دولت ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا نلري.
تر ملا تړلي توره يې چې له ورایه ځلېده، لاس یې ور اوږد کړ، توره یې را پورته کړه – توره وبرېښېده تورکښ فرنګي ته نغوته ( اشاره ) وکړه: ته پوه شوې.
د ښکېلاک غرور را نسکور شو، نیواکګر ولړزېد.
 د هېواد مور بچي سوبه وکړه – سوبمن شو او د خپلواکۍ لمر وځلېد.
د جرګو ټغر وغوړېد، تورکښ ولاړ ځوان له ولاړو خلکو سره جرګې ته کیناست، جرګه مار لویې جرګې – مرکې یې پيل کړي، د افغاني وېښتیا (رنسانس ) پړاو – دور لوري ونیو، د ۱۰۰ سلو نویو بهیرونو پيلامه پيل شوه، اساسي قانون (نظامنامه) جوړ شو، تر ۱۰۰ ور هاخوا نور قوانین (نظامنامې ) هم جوړ شو، تیارې پسې د معارف رڼا یوړل شوه، د عصري مدنیت خپلونې لارې او کرښې رڼې شوې، د ویي ( کلیمې ) رښتیني معنا سره یې انسان غوره وګاڼه او ومانه، ټول سره برابر او یو شان وبلل شو، د اشرافو تر بریده اوښتي امتیازات – رسمي القاب لغوه او له پامه وغورځېدل.
سمونپال د سمښت – رغښت کارنده هڅې وکړي، سمونونه – بدلونونه رادمخه او رامنځته شو، ودانۍ هسکې شوې.
د خپلواکۍ ګټنې را روسته د نیواک – ښکېلاک پر وړاندې د خپلواکۍ د سوبمن مجاهدې پای ونه موند، د هند خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ مخکښانو په کابل کې د هند جلاوطنه لنډمهالې حکومت رامنځته کړ. د هند له لارې مصر او اروپا ته د سفر پرمهال په هند کې مسلمانان او هندوان د ایللو ملتونو ژغوراند وینا اوریدا ته راتلل او راټولېدل، هغه پخپلو وېناو کې د یووالي او نه تعصب بولندوی و.
برمیال غازي ته د مصر د الاهرام ورځپاڼي سرلېکنې ښه راغلاست ټکي: کاش ویاړلی نیل او د نیل دری د زرغونو او حاصلخیزو څنډو برکتناکه خاوره ټول د افغانستان وای او د افغانستان وچ بیابونه، سخت غرونه زموږ د مصریانو وای، بویه که موږ هم شاه امان الله لرلې.
کله چې له مصر څخه ولاړ، د مصر واکمن پاچا وویل: خدایه! شکر چې پخیر سره ولاړه، له اروپا څخه د لیدنې پرمهال یې د صنعتي، پوځي او علمي مراکزو جاج اخېست، سره لدې چې ترې غوښتنه شوې وه خو د نیواک – ښکېلاک پروړاندې یې سراغړندې زبات کړه او شوروي اتحاد ته یې سفر وکړ.
ترک سیال مشوره ورکړه، خپل عسکر ځواکمن کړه چې اوږدمهالې طرحې پلي کړای شي، سوبمن غازي ځواب ورکړ: زما د ملت هر وګړي زما عسکر دي، عسکري ځواک ته اړتیا نه لرم.
د ملت خوښمن ( محبوب ) ځوان واکمن د هېواد له چوپړه پر بل څه ګروهمن نه و  د بهرني و کورني سیاستونو په برخه کې د رغنده سمونونو تر پليتابه روسته ماتې خوړلي نیواکګر تلولی ( وارخطا ) شو، هغه څه چې له وړاندې ان له اټکله يې لړزېد د عملي کېدا په حال کې وو، د دربار دننه فساد کې د ښکېلو ځانساتو درباریانو ور اړوند مقامونه او ګټې هم له زیانېدلو سره مخ وې، پر دې منځ کې د حی علی الفلاح بلونکو ولاړو مبارزو ملګرو هڅه وکړه چې واکمن د روانو لوبو او دسیسو ژورور پر وړاندې اوڅار، را وېښ کاندی خو واکمن د خپلواکۍ، هېوادنۍ پرمختیا او سوکالۍ اورنۍ مینې پرته نور څه نه اننګیرل – نه ننګیرل، د سمونونو پليتابه کې بېړه، د ښځې حجاب په برخه کې جدي تېروتنه، په ژوره توګه د وضعیت نه ارزول او په ټوله کې په یو نظر له ډګر څخه د حی علی الفلاح د بلونکو ایستل، په کور دننه له درباره غځېدلو سازشونو – فسادونو او د شرمېدلي نیواکګر چلوټو – دسیسو زور وښود، روښانه بهیر د وحشت تور چاپېريال – فضا ورګډ، او په صفر کې یې ضرب کړ. واکمن چې پخپل امامت یې جماعت ادأ کاوه، او خطبه یې ویله، د خلکو منځ ته ورته، د خلکو په څیر لباس یې اغوست کافر کړ، د خپل خوښمن ( محبوب ) واکمن په ملاتړ  لس زره کسه کندهاري – هزاره هېوادوال یو موټی – یو لښکر شول، راپاڅېدل او را وخوځېدل، واکمن ځیر شو:  بیرته ستانه شي، بغاوت زما پر وړاندې دی، او زه نه غواړم چې زما له امله زما پر خاوره د بې ګناه وطنوالو وینې توی شي:
جنګ تو صلح و صلح تو جنګ است
من به قربانت این چه نیرنګ است
میروم تاتو نشنوی نامم
اګر از نام من ترا ننګ است
واټنونه له هېواده لرې ولاړ، پردي دیار کې یې د غربت ژوند لاره، د ژوند تر وروستۍ شېبې یې هېواد نه هیر شو او نه هیر کړ، شپې د هېواد له خاورو ډک کړي – وړي بالښت باندې سر اېښی او د ورځې د استقلال د سندربول استاد قاسم نوأ اورېدلې:
مکتب ماست جای استقلال
سبق ما هوای استقلال
نور مزارونه په پيره او څوکۍ ساتلای شي، نور نومونه – شخصیتونه پر دیوالونو انځورونه څرګندولای شي او وحشت خو د هېواد د بدو ورځو سختو حالاتو پرمهال یو هېوادوال د اوړي ګرمۍ په یوه سوځنده ورځ ورغی د خوښمن ( محبوب ) غازي پر مزار یې د سرو ګلونو ګېډۍ کېښوده، بهرنیانو پرې کتابونه کښلي، مبارزه یې روانه، لار یې روښانه او فکر یې لاهم ژوندی دی، نږدي پېړۍ وروسته هم د ځېنو ځان او خولې پسې خندا رسوأ کړو د ملامتۍ پېټې ور بارولو د شخصیت کنځلو او ترټلو سره مخ دی خو خوښمن ( محبوب ) غازي د بسیاېنې، پرمختیا، خپلواکۍ درس او مجاهدې ته بلنه ورکوي. حی علی الفلاح! حی علی الفلاح!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply