افغان معارف د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري

568

د بشري حقونو د څار اداره: افغان معارف د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.

نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو له زده کړو پراخ ملاتړ وکړي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې په نوي کال کې ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل کېږي. دغه ادارې ددې هرکلي تر څنګ پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو ملاتړ وکړي او هر اړخیزې مرستې دې ورسوي. سرچینه کاږي یوازې د ښوونځیو پر پرانیستلو اغېزناکې زده کړې نه شي کېدلی، بلکې نړیواله ټولنه دې د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي، مرستې دې ډېرې کړي، د ښوونکو د کمښت ستونزه دې حل کړي او په ښوونځي کې د ننه شته ستونزې دې په هر اړخیزه توګه حل کړل شي، څو افغان نجونې وکړی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. افغان حکومت داسې مهال د ښوونځیو له پرانیستل کېدو خبر ورکوي، چې اقتصادي فشارونه ډېر شوي دي، له ملکي اداراتو په تېره له معارف د نړیوالو مرستندویانو ملاتړ صفر ته راټيټ شوی او دا مسئله ښایي د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.