نوروز که دوموز

ژباړه او زیاتونه: شېبه ګهیځ

1,264

هر کال د حمل لومړۍ نیټه د نوي کال په نوم نمانځل کېږي، د نوی کال د ورځې په اړه تاریخي معلومات، د نمانځې هېوادونه یې کوم دي؟ په اصل کې ریښه یې له کومه وتلې؟ دا ورځ څنکه نمانځل کېږي؟ ددې پوښتنو ځواب د (نوروز یا دوموز) په لیکنه کې.

نوروز یا دوموز؟

د وري میاشت اوله نیټه، چې په ایران کې د فروردین میاشت لومړۍ ورځ او د میلادي کال د مارچ میاشت له یوشتمې نیټې سره سمون لري؛ د نوي کال په نوم یادېږي، په پښتو کې نوی کال، فارسي کې سال نو یا نوروز او په ترکي کې ورته دوموز وایي. دا ورځ  په ایران کې ۱۲ ورځې د یو لړ ځانګړو جشنونو په جوړولو سره نمانځل کېږي او په دیارلسمه ورځ چې وروستۍ ورځ ګڼل کېږي؛ بیا د چکر او له کوره د بهر وتو ورځ وي، هغوی په دې اند دي چې که دا ورځ په کور کې تېره شي؛ نو ټول کال به بیا د بدبختۍ کال وي، همداسې په دیارلسمه ورځ د نوروز جشن پای مومي.

نوروز یا د پسرلي اختر چې ایرانیان یې له ایراني منشا سره مطلق په ایراني کلتور ورځ ګڼي او پیداېښت، منشا یې له ایران څخه وتلی بولي؛ خو په اصل کې نوروز د ایران نه بلکې د ترکي سومریانو هماغه دوموز دی، چې ایراني کلتور ته ننوتې او په لږ او ډېر توپیر سره نمانځل کېږي. ددې ورځې په اړه  ډاکټر مهرداد بهار ایراني تاریخ پوه (د ایراني فرهنګ څېړنې)په کتاب کې د (نوروز اریایي جشن نه دی) مقالې تر سر لیک لاندې نوروز د سومریانو دوموز جشن بولي، چې ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاده په بین النهرین کې د سومریانو له خوا رامنځته شوې وه.

دا چې نوی کال(نوروز)خالص ایراني جشن نه دی څو ټکو ته اشاره کېږي:

。 سومریان ۵۵۰۰ کاله مخکې له میلاده د بین النهرین او سومر خلیج(فارس خلیج) په سویل ختیځې سیمې کې استوګن ول؛ له همغه وخت یې(دوموز) په نوم جشن نمانځل؛ خو اریایي قومونه څو قرنه مخکې ایران ته تللي او په ۵۵۰ کلونو کې د پارسي_ هخامنشي حکومت بنسټ کېښود؛ نو داسې ویلی شو چې سومریان ۵۰۰۰ کاله مخکې له ایرانیان دا جشن نمانځل.

 په ټولو ماخذونو کې نوی کال د پسرلی جشن دی، چې د پسرلي موسم په لومړۍ میاشت او لومړۍ ورځ نمانځل کېږي. په لرغونی ایران کې د پسرلي په نوم هیڅ کوم موسم نه و؛ په لرغوني ایران کې د فصلونو په ویش کې یوازې دوه فصلونه یې لرل، اووه میاشتې اوړی او پنځه میاشتې هم ژمی و؛ نو کله چې د پسرلي په نوم فصل نه وي نوروز جشن هم نه و.

ترکان دا ورځ ولې د دوموز په نوم یادوي؟

سومري ترکان هر څه لپاره الهې لرلې، این انا(د اسمان مور)،اتو(د سپوږمۍ خدای) دوموز(شپانه، ونو، بوټو او څارویو خدای)، چې دوموز په ترکي ژبې د یو حیوان نوم دی. دوموز یعنې خنزیر(خوک)، انکمیدو(د بزګرانو او کلیو خدای).

دوموز په اتو میینېږي او د ریبارۍ په ډول هغې ته ډالۍ استوي، انکمیدو هم په همده نیت چې له اتو سره واده وکړي هغې ته ډالۍ استوي؛ خو اتو له این انا سره په مشورې د دوموز ډالۍ مني او هغه ته  د واده لپاره هو وایي. د ځینو روایتونو له مخې، یوه ورځ دوموز په کروندو کې ویده وي، چې له شا څخه انکمیدو پرې وار کوي او هغه وژني. د بین النهرین، مصر او یونان په تاریخونو کې هم دا راغلي، چې خدایان یا وژل کېږي او یا هم خپله له بوډاتوب وروسته مري، له مړ کېدو وروسته یې ځانګړی ځای دغه کسانو ته جوړ کړی وي، چې د (جهان زیرین) په نامه یې یادوي؛ دغه جهان زیرین هم د(ارشکي ګال) په نامه الهه لري.

دوموز هم له مړ کېدو وروسته جهان زیرین ته وړل کېږي. د دوموز مړیني سره ونې او بوټي زیړېږي، څاروي زېږون پرېږدي، ټول شیان د غم سرودونه وایي، مرثیې ویل کېږي او په انساني نړۍ کې یو ډول بدلون راځي.

جیمز جورج فریزر د خپل مشهور اثر(شاخه زیرین) کې په دې اړه داسې لیکي: د دومز مړ کېدل له سومري ترکانو څخه مینه او شور کم کړ، څاروي زېږون پرېښود او ټول حیات د فنا کېدو له خطر سره مخ شو.

د جهان زیرین له قانونو څخه یو قانون دا و چې له هغه ځای به هیڅ کوم الهه نه ژوندی کېږي تر څو بیخي ډېره اړتیا ورته نه وي؛ که کوم الهه ژوندی کېږي هم باید پر ځای یې بل کس هلته پاتې شي؛ نو د دوموز پر ځای  خور یې ګشتین انا پاتې کېږي او دوموز د شپږو میاشتو لپاره بیرته ژوندی کېږي. له ده روایتونو دا څرګندېږي دوموز د مني په پیل کې مري او له مړ کېدو سره یې هر څه له منځه ځي، طبیعت خپله ښکلا له لاسه ورکوي او د غم مرثیې ویل کېږي؛ خو کله چې د پسرلي په لومړۍ کې بیرته ژوندی کېږي هر څه شنه کېږي، ترکي سومریان هم د خپل خدای بیا ژوندی کېدو لپاره جشنونه نیسي او د پسرلي دغه لومړۍ ورځ د دوموز په نوم یادوي؛ ځکه دا ورځ دوی ته مقدسه او د بیا راژوندی کېدو ورځ په نامه یې نمانځي.

ایرانیان هم له دوموز ورځې څخه په اغیز کې د نوروز جشن په دیارلس ورځنۍ جشن کې څراغونه روښانه کوي، د کال اخرنۍ چهارشنبه هم لکه سومري جشن د( چهارشنبه سوري) په نامه نمانځي، په دغه شپه د بامونو پر سر ډوډۍ د مړو د اروا لپاره ږدي، تر څو دغه ډوډۍ د هغوی ارواوې خوشحاله کي او په دې باور دي چې مړي له ډوډۍ څخه ګټه اخلي او خوري یې.

یهودیان دغه جشن د(پسح) جشن په نامه نمانځي، کله نا کله یې د(جشن فطیر) په نوم هم یادوي. یهودیان بیا دا ورځ ځانګړی نمانځي. ټول ځایونه پاکوي، د خوړو بېلابېل ډولونه تیاروي او تر ټولو مهم د شرابو جامونه د هر کور پر دسترخوان باندې ایښودل کېږي، د یهود قوم مشران دې ته اړ دي چې په دې شپه څلور جامه شراب او ماشومان د انګور اوبه وڅښي؛ تر څو جشن په خوشحالۍ او مستۍ تېره کړي.

نوی کال(نوروز) په کومو هېودانو کې څنګه نمانځل کېږي؟

نوروز ډېری په اسیایي هېوادونو لکه افغانستان، ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، عراق، ترکستان، چین، هند، ایران، پاکستان او داسې نور ….. . هېوادونو کې په بیلابیلو ډولونو نمانځل کېږي.

نوی کال په افغانستان کې د یو لړ ځانګړو جشنونو په جوړولو سره نمانځل کېږي؛ جشنونه یې لکه: جنده بلا او د سورګل میله په مزار کې تر څلویښتو ورځو دوام کوي، د لاله ګلانو د شنه کېدل جشن دی، نارنج ګل مشاعره ننګرهار، د دهقان جشن، د ښوونځي زنګ وهل.

د هفت سین(سرکه، سمارق، سمنک، سیر، سبزه، سیب اوسنجد.)

هفت میوه (کشمش، چارمغز، الو، پسته، کشته، بادام او سنجد)

له دې ټولو سره سره بیا سمنک هم د یو لړ ځانګړو دودنو سره د پسرلي په لومړیو کې پخیږي. ښځینه یې دا شپه د سردونو په ویلو سهار کوي.

نور… .

ماخذ: د ارواښاد مصطفی عمرزي له ارکاییسم له کتابه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.