بريښنا کال یا نوري کال

اجمل ستانکزی

1,586

بريښنا کال یا نوري کال یا Light Year:

کاینات ډیر لوی دي او د اجسامو تر مینځ واټن یا فاصله بیحده زیاته ده. که مونږ دغه واټن په کیلو متر یا میل اندازه کړو نو زمونږ لیکنې به له صفرونو څخه ډکې شي. همدارنګه د یو عادي انسان سر په لوړو شمیرو نه خلاصیږي یا په بله مانا دغه فاصلې په صحیح توګه نشي درک کولای.

مثلاً زمونږ د لمریز نظام او د نژدې ستوري تر مینځ فاصله څه د پاسه ۴۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ یا ۴۰ تریلیونه کیلو متره ده. او زمونږ د لمریز نظام او زمونږ د ستورټلیز یا کهکشان یا ګیلکسي د مرکز تر مینځ فاصله ۳۰۸،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ کیلومتره ده. پدې اعدادو د ډیرو انسانانو سر نه خلاصیږي.

د دې مشکل د حل لپاره ساینسپوهان یو بل واحد چې بریښناکال یا نوري کال یا لایټ ېیر نومیږي استعمالوي. په طبیعت کې د رڼا یا نور سرعت تر ټولو چټک یا تیز دی. په فضا یا خلا کې رڼا په یوه ثانیه کې تقریباً درې لکه کیلومتره مزل کوي. په یوه ساعت کې اتلس میلونه کیلومتره او په یو کال کې ۹،۴۶۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ یا نهه نیم تریلیونه کیلومتره فاصله وهي. ځکه نو د لویو فاصلو اندازه کولو لپاره بریښناکال (هغه فاصله چې رڼا یې په یو کال کې وهي) استعمالیږي.

اوس که په دغه پورته مثال کې د کیلومتر په ځای بریښناکال استعمال کړو نو لوستونکو ته به ډیر آسانه شي. د لمر او د نژدې ستوري (پراکسیما سینټاري) ترمینځ فاصله ۴،۳ بريښناکاله او د لمر او زمونږ د ستورټلیز (میلکي وې) د مرکز تر مینځ فاصله ۳۲،۶۰۰ بريښناکاله ده.

ځینې نورې فاصلې په لاندې ډول دي:

د ځمکې او سپوږمۍ تر مینځ اوسط واټن ۳۸۴،۰۰۰ کیلو متره دی. د ځمکې او سپوږمۍ تر مینځ لنډ واټن ۳۵۶،۴۰۰ کیلومتره او لرې واټن ۴۰۶،۷۰۰ کیلومتره دي.

د ځمکې او مریخ تر مینځ نژدې واټن ۵۴.۶ میلیونه کیلو متره او لرې واټن ۴۰۱ میلیونه کیلو متره دی.

د ځمکې او لمر تر مینځ اوسط واټن ۱۴۹،۶۰۰،۰۰۰یا تقریباً یو نیم سل میلیونه کیلو متره دی.

زمونږ د ستورټلیز قطر: شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ (سل زره) بريښناکاله دی.

زمونږ د ستورټلیز (میلکي وې) او د نژدې بل ستورټلیز (انډرومیډا) تر مینځ واټن دوه نیم میلیونه بريښناکاله دی.

د وایجر ون (Voyager One) په نوم سپوږمکۍ د انسانانو په لاس جوړ شوی تر ټولو لرې جسم دی چې اوس اوس زمونږ له لمریز نظام څخه وتلی. وایجر ون په کال ۱۹۷۷ کې فضا ته وتوغول شو. اوسمهال یې له ځمکې څخه واټن یا فاصله څه کم ۲۳ ملیارده کیلومتره ده. د رڼا په سرعت سیګنل نژدې یوویشت ساعته وخت نیسي چې له ځمکې څخه دې سپوږمکۍ ته ورسیږي او یا له دې سپوږمکۍ څخه ځمکې ته را ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.