غزل

عبدالباري جهاني

511
له پردیو پسرلیو خپل بهار ته غزل لیکم
مستۍ ځه الله دي مل سه، نن خُمار ته غزل لیکم
هر منزل ته ژړومه خپل پردېس خوږمن کلونه
انارګل ته سجدې وړمه، کندهار ته غزل لیکم
د شمشاد له هسکو څوکو، د کنړ له مسته سینده
د نارنج د ګل پر پاڼو، ننګرهار ته غزل لیکم
د زلمیو شپو مستي مي هري وني ته ورکړې
ګل غونډۍ ته، ارغوان ته، چاریکار ته غزل لیکم
د سبا سبا په هیله ځواني شپو راڅخه یو وړه
د تیارې له تور ګرېوانه سپین سهار ته غزل لیکم
د درمل په نوم یې راکړ دا چي زهر نوشومه
د طبیب له نامردیه خپل پرهار ته غزل لیکم
له نیکه مي اورېدلی مناجات د پخوانیو
چي قلم پورته کومه کردګار ته غزل لیکم
دلته دي د غرو لمني زموږ کېږدۍ دي پکښي پلني
دا وګړي ډېر کړې خدایه خپل بادار ته غزل لیکم
مرګه مه را ځه وختي دی، څو پیالې لا تشومه
یؤ مي وار پر رقیب پور دی، یؤ مي یار ته غزل لیکم
جهاني څنګه پردی سوم د بابا له هدیرې مي
تش په خیال کي ورسره یم او خپل ښار ته غزل لیکم.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د مارچ پنځه لسمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.